اردو ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اوردو ژبه نه مخ گرځېدلی)
اردو زبان
اردو ژبه
ویل کېږی په پاکستان
هند
ټول وییونکی ۶۶ میلیونه
د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
هند-ایرانی ژبې
اردو ژبه
د لیکلو بڼه د اردو الفبا
د ژبې د پرمختگ اداره مقتدرہ قومی زبان
رسمي ژبه په پاکستان

اردو ژبه د هند و آریایي ژبو له ډلې نه ده چې په پراخه کچه په جنوبي اسیا کې پرې تکلم  کېږي. دا ژبه د پاکستان ملي ژبه او منځګړې ژبه ده. په هند کې، اردو د قانون تر ملاتړ لاندې اتمه ژبه ده، چې حیثیت، فعالیت او کلتوري میراث یې د هند د اساسي قانون له لوري په رسمیت پېژندل شوی او هم د هند په څو ایالتونو کې رسمي ژبه ده. په نیپال کې، اردو یوه رسمي سیمه يیزه لهجه ګڼل کېږي.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

اردو د هندوستاني ژبې پارسي شوې معیاري او راجستر (تنوع لرونکې) ژبې په توګه تعریف شوې ده. اردو او هندي چې د هندوآریایي ژبو له ډلې دي، د سانسکرت او پراکریت څخه اخیستل شوې، د لغتونو ګډه ټولګه، ورته آوازپوهنه (فونولوژي)، نحوه او ګرامر لري، چې دواړه ژبې د عامیانه تکلم پرمهال یو له بل سره د پوهېدو وړ دي. لکه څنګه چې رسمي اردو ادبي، سیاسي او تخنیکي لغتونه له پارسي څخه اخلي، رسمي هندي، دا اړخونه له سنسکرت څخه اخلی، چې په پایله کې، د رسمیت د لاملونو د زیاتېدو له امله د دواړو ژبو پوهاوی له یوې او بلې سره په پراخه کچه کمېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۸۳۸ ز کال کې د ختیځ هند د بریتانوي کمپنۍ د واکمنۍ پرمهال، اردو د دې کمپنۍ له لوري په شمالي هند کې د پارسي ځایناستې وټاکل شوه. پارسي تر دې مهاله د هندي- اسلامي سترواکیو د درباري ژبې په توګه کارول کېده. د اروپا د استعمار په دوره کې دیني، ټولنیز او سیاسي لاملونه را منځته شول چې د اردو او هندي تر منځ د توپیر ملاتړ یې کاوه او د هندي-اردو ژبو تر منځ د بحث د راپورته کېدو لامل شوه.  [۱۳][۱۴]

په اتلسمه پېړۍ کې اردو یوه ادبي ژبه شوه او دوه ورته معیاري بڼې یې په ډیلي او لکنهو کې رامنځته شوې. په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند له تجزیې څخه وروسته، درېیمه بڼه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې را څرګنده شوه. دکني، چې په سویلي هند کې یوه کارېدونکې پخوانۍ بڼه وه، په ۱۶مه پېړۍ کې د دکني سلطنتونو د دربار ژبه شوه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له ۲۰۲۱ ز کال را په دې خوا، په نړۍ کې اردو یووېشتمه لویه تکلمي ژبه ده چې نږدې ۱۶.۹ میلیونه مورني تکلم کوونکي لري. د ایتنولوګ د ۲۰۱۸ ز کال د اټکلونو پر بنسټ: اردو په نړۍ کې لسمه پراخه تکلمي ژبه ده، چې د دویمي ژبې په توګه د تکلم کوونکو په ګډون یې ټول تکلم کوونکي ۲۳۰ میلیونه وګړي دي.  [۱۹][۲۰][۲۱]

تاریخچه

د هندي په څېر، اردو هم د هندوستاني ژبې یوه بڼه ده. ځیني ژبپوهان وړاندیز کوي چې د اردو لومړنۍ بڼې د منځنیو پېړیو (له شپږمې پېړۍ څخه تر دیارلسمې پېړۍ پورې) د مخکینۍ شاراسیني ژبې د اپبرمشا له بڼې  څخه تکامل وکړ. شاراسیني د هند و آریایي له منځنیو ژبو نه ده چې د نورو عصري هند آریایي ژبو مور هم ده.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې

کارويبولي د هند د ډیلي په سیمه کې بومي ژبه وه، چې د هغې لومړنۍ بڼه د زړې هندي (یا هنداوی) په نوم یادېږي. دا ژبه د هند و آریایي د مرکزي ژبو د لویدیځ هندي له ډلې ده. د اسلامي فتوحاتو په اوږدو کې او د هند په نیمه وچه کې د هندوانو او مسلمانو د دودونو تر منځ اړیکو (له ۱۲ پېړۍ څخه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې) د دې لامل شوه، چې د ګنگا-جمونو تهذیب د ګډ حاصل په بڼه د هندوستاني ژبې د رامنځته کېدو لامل شول.  [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د هندي ژبې زړې هندي د ډیلي په څېر ښارونو کې، له پارسي څخه د لغاتو پور پیل کړ او د "هندي" او وروسته بیا "هندوستاني" په نوم یاده شوه. په سویلي هند کې (په ځانګړې توګه په ګولکونډا او بیجاپور کې)، د منځنیو پېړیو په هند کې د دکني ژبې په نوم د ژبې یوې بڼې وده وکړه، چې له تلوګو او مراهټي څخه یې پور کلیمات درلودل. د هنداوی یو لومړنی ادبي دود، د دیارلسمې پېړۍ په وروستیو کې د امیر خسرو له لوري را منځته شو. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲] 

هغه ژبه  چې اوس د اردو په نوم یادېږي، له دیارلسمې پېړۍ څخه د اتلسمې پېړۍ تر پایه پورې د هندي، هنداوی، هندوستاني، دهلوي، لاهوري او لشکري په نامه یادېده. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د اورنګزېب د واکمنۍ په پای کې، یوه عامه ژبه د ډیلي په شاوخوا کې په خپرېدو شوه چې د (زبان اردو) په نامه یادېده اونوم یې د ترکي کلیمې اوردو (پوځ) یا اوردا څخه اخیستل شوی و، ویل کېږي چې د "کمپ ژبې"، یا "زباناردو" یا په بومي توګه "لشکري زبان" په توګه رامنځته شوه. په هند کې د ترک-افغان ډیلي سلطنت، پارسي د خپلې رسمي ژبې په توګه وټاکله چې دې سیاست، د مغولي سترواکۍ له لوري دوام و موند، چې له ۱۶ مې پېړۍ څخه تر ۱۸ مې پېړۍ پورې د سویلي آسیا په ډېرو شمالي برخو کې خپره شوه او په هندوستاني ژبه یې د پارسي نفوذ را منځته کړ.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

په لومړي ځل د اردو ژبې نوم، د ۱۷۸۰ ز کال په شاوخوا کې د شاعر غلام همداني مصحفي له خوا وړاندې شو. د ادبي ژبې په توګه، اردو درباري او اشرافي بڼه خپله کړه. په داسې حال کې چې اردو د هندو-آريايي د ځايي هندي ژبي کارېدلی ګرامر او اساسي لغتونه وساتل، د نستعليق د لیک سيسټم يې خپل کړ، چې د پارسي خطاطۍ په توګه را منځ ته شوی و.  [۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷]

نور تاریخي نومونه

د دې ژبې د تاریخ په اوږدو کې، اردو ته څو نورو نومونه، لکه: هندي، هنداوی، ریخته، اردو مولا، دکني، لاهوري، ګوجري، مورس او دهلوي هم کارول شوي دي.

د صوفی لیکوالانو لکه اشرف جهانګیر سمناني څو آثارو د اردو ژبې لپاره ورته نومونه کارولي. شاه عبدالقادر رایي پوري، لومړی کس و چې قرآنکریم یې اردو ته وژباړه.[۶۸]

د شاه جهان په وخت کې پلازمېنه ډهلي ته ولېږدول شوه او د شاه جهان آباد په نوم ونومول شوه او د ښار بازار د اردو مولا په نوم ونومول شو.[۶۹][۷۰]

د لومړي ځل لپاره اردو ته د ریخته کلیمه د اکبر پاچا په دوره کې وکارول شوه. دا په اصل کې پارسي کلیمه وه چې د " مخلوط جوړولو" په معنا وه. خسرو لومړنی کس و چې د شعر لپاره یې ورته کلیمه وکاروله.  

سرچينې

  1. "Urdu"Archived 19 March 2016 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. Quote: "The Eighth Schedule recognizes India’s national languages as including the major regional languages as well as others, such as Sanskrit and Urdu, which contribute to India’s cultural heritage. ... The original list of fourteen languages in the Eighth Schedule at the time of the adoption of the Constitution in 1949 has now grown to twenty-two."
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. Quote: "As Mahapatra says: “It is generally believed that the significance for the Eighth Schedule lies in providing a list of languages from which Hindi is directed to draw the appropriate forms, style and expressions for its enrichment” ... Being recognized in the Constitution, however, has had significant relevance for a language's status and functions.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Mikael Parkvall, "Världens 100 största språk 2007" (The World's 100 Largest Languages in 2007), in Nationalencyklopedin. Asterisks mark the 2010 estimates Archived 11 November 2012 at the Wayback Machine. for the top dozen languages.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Dua, Hans R. (1992). Hindi-Urdu is a pluricentric language. In M. G. Clyne (Ed.), Pluricentric languages: Differing norms in different nations. Berlin: Mouton de Gruyter. ISBN 3-11-012855-1.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Schmidt, Ruth Laila. "1 Brief history and geography of Urdu 1.1 History and sociocultural position." The Indo-Aryan Languages 3 (2007): 286.
  26. Malik, Shahbaz, Shareef Kunjahi, Mir Tanha Yousafi, Sanawar Chadhar, Alam Lohar, Abid Tamimi, Anwar Masood et al. "Census History of Punjabi Speakers in Pakistan."
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  31. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  37. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  39. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  40. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  41. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  42. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  43. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  44. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  45. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  46. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  47. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  48. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  49. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  50. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  51. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  52. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  53. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  54. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  55. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  56. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  57. Malik, Muhammad Kamran, and Syed Mansoor Sarwar. "Named entity recognition system for postpositional languages: urdu as a case study." International Journal of Advanced Computer Science and Applications 7.10 (2016): 141-147.
  58. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  59. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  60. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  61. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  62. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  63. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  64. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  65. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  66. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  67. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  68. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  69. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  70. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.