ايران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ایران نه مخ گرځېدلی)
ايران
جمهوری اسلامی ایران (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نامه د
ترټولو لوړه څوکه
Damavand (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
خپلواک هيواد
اسلامي جمهوريت (۱۹۷۹ – )
هېواد[۲] (۰۶۷۸ "ق.م" – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
قومي ډلې
غړی د
هېواد
ځایناستی د
اړين معلومات
مهمې پیښې
کچه او لوړوالۍ
د ځای کچه
۱٬۶۴۸٬۱۹۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
د لیدونکو کلنی شمېر
۱٬۶۵۴٬۰۰۰ (۲۰۰۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۲°شمال ۵۳°ختیځ / 32°شمال 53°ختيځ / 32; 53 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ايران چې فارس هم بلل کېږي او رسمي نوم يې د ايران اسلامي جمهوريت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. په شمال لويديځ کې له ارمنستان او اذربايجان سره، په شمال کې د کسپين له سمندر سره، په شمال ختيځ کې له ترکمنستان سره، په ختيځ کې له افغانستان سره، په سويل ختيځ کې له پاکستان سره، په سويل کې د فارس له خليج او عمان له خليج سره او لويديځ لور ته د ترکيې او عراق سره ګډه پوله لري. د ۱۶۴۸۱۹۵ کيلو متره مربع (۶۳۶۳۷۲ ميل مربع) مساحت په لرلو سره، ايران په اسيا کې پنځم سترهېواد دی او په منځني ختيځ کې(له سعودي عربستان وروسته) دويم ستر هېواد دی. د پنځه اتيا ميليونه وګړو په لرلو سره، په نړۍ کې د نفوسو له پلوه اولسم هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې تهران دی.[۱۶][۱۷]

د اوسني ايران اصلي ځمکه د افغانستان (( پخوانی اریانا))، اذربایجان، او خلیج پارس له ځمکو څخه جوړه سوې ده. پارس چي د پخواني افغانستان واکمني او پلازمینه یې بلخ ولایت وو د پارسي کلمې څخه اخیستل سوی لفظ دی. د اسلام تر راتګ وروسته کله چي پر دغه ځمکه عربانو یرغل پیل کړ نو یې د فارس نوم ورباندي کښېښود، ځکه په عربي ژبه کي د پ لفظ شتون نلري او عربانو یې په بدل کي د ف لفظ وکاراوه. عرب مسلمانانو په اوومه زېږديزه پېړۍ کې د پارس سترواکي ونيوله او د اوسني ايران اسلامي کولو ته يې لاره پرانيسته. د راشده خلافت او اموي واکمنۍ پر مهال ایران د عجمي عراق او خراسان یوه برخه وه او ترهغه وروسته په عباسي خلافت کي کله چي مسلمان خلیفه ګان له سیاسي پلوه ناتوانه سول د پارس سیمه د سلجوقیانو، افغانانو او نورو ترکي دولتونو تر واک لاندي راغله. په پنځلسمه پیړۍ کي د صفاریانو په نوم واکمني د متحده پارس دولت جوړ کړ او هېواد يې په شيعه اسلام واړاوه. په اتلسمه پېړۍ کې د نادرافشار له لوري د پارس شیعیزم ته پرلپسې چوپړ ترسره سو او غوښتل یې چي شاوخوا هیوادونه په ځانګړي ډول افغانستان تر خېټه لاندي کړي خو په دې کار کي ناکامه سو او څو ځله یې له افغانانو څخه شرموونګې ماته وخوړه عیني لکه څرنګه چي یې دصفویانو د واکمنی پر مهال له عثماني واکمنی څخه ماته کړې وه. په نولسمه پېړۍ کې له روسيې سره د جګړو د يوې لړۍ په  پايله کې پارس د پام وړ ځمکي له لاسه ورکړې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ايران د اساسي قانون د اوښتو شاهد و او په ۱۳۳۵ کال کي یې خپل نوم له پارس څخه په ایران بدل کړ، ترڅو دافغانانو، ترکانو او نورو قومونو چي پر دوی یې له سلګونو راهیسي واکمني کړې وه ځان خپلواک وښیي. د لويديځو شرکتونو له لوري د ايران د تيلو د مهيا کولو او ملي کولو هڅې په ۱۹۵۳ز کال کې انګليس-امريکايي اوښتون رامنځ ته کړ، پايله یې دا سوه چې د محمد رضا پهلوي په مشرۍ زياته استبدادي واکمني او په ايران کې د لويديځ د زيات سياسي نفوذ لامل وګرځېد. رضا پهلوي په ۱۹۶۳ز کال کي د سمونونو يوه لړۍ پر لار واچوله. د ايران له انقلاب وروسته، په ۱۹۷۹ز کال کي روح الله خميني اوسنی اسلامي جمهوريت جوړ کړ او د هېواد لومړی مذهبي رهبر سو.   [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ايران حکومت يو اسلامي مذهبي حکومت دی چې د صدراتي دموکراسۍ عناصر په کې شامل دي او تر ټولو زيات واکونه يو «مشر استبدادي رهبر» ته ورکړل شوي دي، دا دنده په ۱۹۸۹ز کال کې د خميني له مړينې وروسته تر اوسه د علي خامنه اي سره ده. تر ډېره بريده د ايران حکومت مطلق العنان بلل کېږي، له بشري حقوقو او مدني آزادۍ نه د سرغړونې له امله تر پراخه نېوکو لاندې دی، په دې سرغړونو او محدوديتونو کې له تاوتريخوالي ډکو ګڼو لاريونونو ځپل، ناعادلانه ټاکنې او د مېرمنو او ماشومانو لپاره محدود حقوق ورکول شامل دي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

ايران يو سيمه یيز او منځنی ځواک دی، له جيوپوليتيکي پلوه د اسيا په لويه وچه کې ستراتيژيک موقعيت لري. ايران د ملګرو ملتونو، ECO، اسلامي همکاريو سازمان او OPEC بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. ايران د فوسيلي سون توکو سترې زېرمې لري –په دې کې د نړۍ دويم ستر طبيعي ګاز زېرمې او د نړۍ څلورم ستر ثابت شوي تېلو زېرمې شاملې دي. ايران تکثيري ټولنه لري چې د ګڼو توکميزو، ژبو او ديني ډلو نه جوړه ده خو پارسی قوم یې (( دلته مراد پارسي ژبي قومونه دي )) پر نورو قومونو ظلم کوي اود واک چاري یې تر ډیره پخپلو لاسونو کي نیولي دي. سترې ډلې يې فارسي، اذري، کوردي، مازندراني او لريان دي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

نوم

د ايران ټکی نېغ په نېغه له منځنۍ فارسي ژبې، له « Ērān» نه اخستل شوی، په لومړي ځل د درېيمې پېړۍ په ډبرليک «نقش رستم» کې تاييد شوی، په ورته وخت کې اشکاني ډبرليک کې د اريان اصطلاح کارول شوې ده چې دا دواړه ډبرليکونه ايرانيانو ته اشاره کوي. د منځنۍ ايراني « ērān» او « aryān» ټکي د « ēr» (منځنۍ فارسي) او « ary» (اشکاني) ټکو يو ځای شوې بڼې ته مايل ښکاري، دا دواړه ټکي له پروتو-ايراني ژبې د « *arya» ټکي نه اخستل شوي (چې معنا يې ده: اريايي، يعنې له ايرانيانو نه)، دا ټکی له پروټو-هندو-اروپايي ټکي « *ar-yo» نه د را ايستل شوي په توګه منل شوی دی چې معنا يې ده «هغه څوک چې (په مهارت سره) راټوليږي». په ايراني ژبو کې، د توکم پر اساس پېژندګلوي د خپل ځان پېژندنې په توګه تاييد شوې، چې په لرغونو ډبرليکونو او اوستا په ادبياتو کې ځای ورکړل شوی دی، همدا راز په نورو ايراني توکميزو نومونو کې هم پاتې دی، لکه الان ايرون. د ايراني افسانو تر مخې، د دې هېواد نوم د ايراج له نوم نه اخستل شوی دی، ايراج يو افسانوي شاهزاده او پاچا و چې د خپل ورور له خوا وژل شوی و.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

له تاريخي اړخه، لویديځ ايران ته فارس وايي، د يوناني تاريخ پوهانو د لیکنو له امله چې عمدتاً ټول ايران ته د « Persís» نوم اخلي او معنا يې ده «د فارسيانو ځمکه»، په داسې حال کې چې پرسيس د لرغوني ايران يو ولايت و چې اوسمهال د فارس په نوم پېژندل کېږي. د يونانيانو تر ټولو پراخه بهرنۍ اړيکې له فارسيانو سره وې، دا اصطلاح ان له يوناني-فارسي  جګړو (له زېږد مخکې ۴۹۹-۴۴۹) ډېر وروسته هم کارېده.[۴۵][۴۶]

په ۱۹۳۵ز کال کې، کله چې نوروز د ۱۹۳۵ز کال د مارچ مياشتې له يووېشتمې نېټې سره برابر شو، رضا شاه پر دې مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې، ايران ته خپل اصلي نوم ايران وکاروي او دا نوم د همدې کال د مارچ مياشتې له دوه وېشتمې نېټې نافذ شو. د نوم له بدلون سره د مخالفت له امله دا پریکړه په ۱۹۵۹ز کال کې لغوه شوه، د ايرانيکا دايرة المعارف سموونکي پروفيسر احسان يارشاطر د دې لپاره مبارزه وکړه چې ايران او فارس د يو بل پر ځای وکارول شي. اوسمهال دواړه ايران او فارس په کلتوري برخو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې ايران نوم په رسمي دولتي جوړښتونو کې په خپل ځای پاتې دی.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د ايران ټکي تاریخي او کلتوري کارول تر اوسني دولت پورې محدود نه دي. د ايران کلتوري او ژبنۍ حوزې قلمرو ته د «لوی ايران» (ايران زمين يا ايران بزرګ) اصطلاح کارول کېږي. پر اوسني ايران سربېره، په دې کې د قفقاز، اناتولي، بين النهرين، افغانستان او مرکزي اسيا ځينې برخې هم شاملې دي.[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

تلفظ

په فارسي کې د ايران تلفظ په [ʔiːˈɾɒːn] ډول کېږي. د ټولګټو شريک انګليسي تلفظ يې په اکسفورډ انګليسي قاموس کې په /ɪˈrɑːn/ او  /ɪˈræn/ ډول شوی، په داسې حال کې چې د ميريام ويبسټر د قاموس په څېر امريکايي انګليسي قاموسونه يې تلفظ په دې ډول کوي چې: /ɪˈrɑːn, -ˈræn, aɪˈræn/، د Random House Webster's Unabridged قاموس د ايران تلفظ په /ɪˈræn, ɪˈrɑːn, aɪˈræn/ ډول ليکلی دی. کمبريج قاموس يې د بریتانوي انګليسۍ لهجې تلفظ په  /ɪˈrɑːn/ ډول او امريکايي لهجې انګليسي تلفظ په  /ɪˈræn/ ډول کړی دی. په ورته توګه، په ګلاسکو کې د Collins انګليسي قاموس بيا هم انګريزي انګليسي او امريکايي انګليسي تفلظونه وړاندې کړي دي. له امريکا غږ نه د تلفظ لارښود کې هم د ايران د نوم تلفظ په /ɪˈrɑːn/ دې ډول شوی دی.[۵۶][۵۷][۵۸]

قومونه

[۵۹] ايران لکه افغانستان بيلابيل توکمونه لري ، د ايران توکمونه په لاندې ډول دي؛

فارس(پارسیان): ٪۶۸

ترکان: ٪۱۶

کوردان: ٪۹

بلوچان: ٪۲

عربان: ٪۲

ترکمانان: ٪۲

نور قومونه: ٪۱

نوم

تاريخ

د اوسني ایران تاریخ له 1335 هجري سپوږمیز کال څخه هغه وخت راپیلیږي کله چي ددغه هیواد شاهي واکمني د افغانستان او نورو هیوادونو په اجازه د لرغوني پارس نوم ایران ته واړاوه. د پهلوي کورنۍ ترمخه ددغه هیواد تاریخ تر ډېره پوري د نورو قومونو او واکمنیو اړوند دی او پر دغه سیمه باندي په بېلابیلو وختونو کي ترکان، افغانان، عرب او نور خلک واکمن سوي دي. د لرغوني پارس (( پخواني افغانستان یا اریانا )) واکمني چي مرکز یې بلخ ولایت وو اوسنی ایران یې یوه برخه بلل کېده او ترهغه وروسته هخامنشیانو، ساسانیانو او نورو کورنیو وخت پر وخت دلته واکمني کړې ده. د ساسانیانو تر واکمني وروسته کله چي دغه سیمه عربانو لاندي کړه اوسنی ایران د عجمي عراق په نوم د اسلامي واکمنۍ یوه برخه وه چي څه برخه یې د پخواني افغانستان یا خراسان اړوند کېدل. ورپسې دغه هیواد دعباسي خلافت، ترک سلجوقيانو ، صفاریانو صفویانو او نورو هیوادونو ترلاس لاندي سیمه وه. دصفوي واکمنۍ تر ناتوانه کېدو وروسته پارس د افغان هوتکیانو تر لاس لاندي راغلی او ورپسې افشاري کورنی ورباندي واکمنه سول. د نادرشاه افشار د مړیني سره سم افغانان د پارس د لویي برخي څښتنان سول او اصفهان یو له هغه ښارونو وو چي په رسمي ډول د افغانستان اړوند بلل کېدی خو د احمدشاه بابا مړینه او په سیمه کي د انګریزانو نفوذ ددې باعث وګرځېدی چي اصفهان او د پارس لویدیځي سیمي بیرته د یو نوي هیواد په توګه راڅرګند او بغاوت وکړي او ددې لپاره چي خپل تاریخ له افغانانو او نورو څخه خپلواک وښیي د ایران پهلوي واکمنۍ په وروسته کي د پارس نوم ایران ته تبدیل کړ.

اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنه

جمهور ريئس

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نگهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

حکومت

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی


پیرانشهر د ایران د تمدن پاڼی دی [۶۰] [۶۱] [۶۲] [۶۳]

پارلمان

دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .

شورای خبره گان ( دپوهانو جرگه )

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی

شورای نگهبان ( دڅارنی جرگه )

داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .

دهيوادستر روحانی مشر

لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی

حکومت او سياست

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

جغرافيه

آرنۍ ليکنه: د ايران جغرافيه

اقليم

ولايتونه

۱. تهران
۲. قم
۳. د مرکزی ولایت
۴. قزوین
۵. د گیلان ولایت
۶. د اردبیل ولایت
۷. د زنجان ولایت
۸. د ختیځي آذربایجان ولایت
۹. د لویدیځي آذربایجان ولایت
۱۰. کردستان
۱۱. همدان
۱۲. کرمانشاه
۱۳. د ایلام ولایت
۱۴. لرستان
۱۵. خوزستان
۱۶. چهارمحال و بختیاری
۱۷. کهگیلویه و بویراحمد
۱۸. د بوشهر ولایت
۱۹. د فارس ولایت
۲۰. هرمزگان
۲۱. سیستان و بلوچستان
۲۲. کرمان
۲۳. یزد
۲۴. اصفهان
۲۵. سمنان ولايت
۲۶. مازندران
۲۷. گلستان
۲۸. شمالي خراسان
۲۹. رضوي خراسان
۳۰. سهېلي خراسان
۳۱. البرز ولايت
Numbered map of provinces

اقتصاد

آرنۍ ليکنه: د ايران اقتصاد

توکميزې ډلې

لويې ژبې

مذهب

لوی ښارونه

سرچینې

  1. لیکوال: پوهنمل حاجی محمد نوزادی.
  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Stated in: Mo'in Encyclopedic Dictionary. ليکوال: Mohammad Moin. Publisher: Amir Kabir Publishers. د خپرولو نیټه: ۱۹۷۲.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ ۳٫۶ ۳٫۷ Stated in: The World Factbook. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۷. Publisher: Central Intelligence Agency. د اثر ژبه يا نوم: انگليسي. ليکوال: Central Intelligence Agency. ISSN: 0277-1527.
  4. Reference URL: https://www.oic-oci.org/states/?lan=en. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲.
  5. Reference URL: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: Interpol. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  6. Reference URL: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/IRAN. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  7. Reference URL: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: Organisation for the Prohibition of Chemical Weapons. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  8. Reference URL: https://www.opcw.org/about-us/member-states/iran-islamic-republic. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  9. Reference URL: https://www.iho.int/srv1/index.php?option=com_wrapper&view=wrapper&Itemid=452&lang=en. Publisher: International Hydrographic Organization. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  10. Reference URL: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
  11. Reference URL: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  12. Reference URL: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=150. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  13. Reference URL: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  14. Reference URL: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
  15. Reference URL: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 9. Supports qualifier: پيل نېټه.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Encyclopædia Britannica "Encyclopædia Britannica Encyclopedia Article: Media ancient region, Iran". Britannica.com.  
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Savory, R. M. "Safavids". Encyclopaedia of Islam (2nd).  
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. Fisher او نور 1991، صص. 329–330.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. "Iran". Encyclopædia Britannica. (2012). Encyclopædia Britannica. 
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  31. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  37. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  39. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  40. MacKenzie, David Niel (1998). "Ērān, Ērānšahr". Encyclopedia Iranica 8. Costa Mesa: Mazda. 
  41. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  42. Laroche. 1957. Proto-Iranian *arya- descends from Proto-Indo-European (PIE) کينډۍ:PIE, a yo-adjective to a root کينډۍ:PIE "to assemble skillfully", present in Greek harma "chariot", Greek aristos, (as in "aristocracy"), Latin ars "art", etc.
  43. Bailey, Harold Walter (1987). "Arya". Encyclopedia Iranica 2. New York: Routledge & Kegan Paul. 681–683. 
  44. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  45. Persia, Encyclopædia Britannica, "The term Persia was used for centuries ... [because] use of the name was gradually extended by the ancient Greeks and other peoples to apply to the whole Iranian plateau."
  46. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  47. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  48. (په 1 January 1935 باندې). Persia Changes Its Name; To Be 'Iran' From Mar. 22.
  49. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  50. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  51. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  52. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  53. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  54. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  55. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  56. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  57. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  58. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  59. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  60. https://persiadigest.com/Piranshahrs-8000-year-old-artifacts-unearthed
  61. https://nation.com.pk/08-Jan-2019/8-000-years-old-artifacts-unearthed-in-iran
  62. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  63. https://newspakistan.tv/8000-years-old-artifacts-unearthed-in-iran/