ټوپک مادل ٥٨

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ټوپک موډل ٥٨ نه مخ گرځېدلی)
vz. 58
ټوپک مادل ٥٨ (د ثابت قنداغ سره)
اړوند
تولیدونکی
عامه معلومات
عمومي معلومات
ټاټوبی هیواد
ځانګړې وېشنيزه
ټول تولید
۹۲۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د خدمت پیل
۱۹۵۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين معلومات
جګړه
لوړوالۍ
۲۵۵ mم (۰٫۸ فوټه)
اوږدوالۍ
vz. 58 P: ۸۴۵ mم (۳۳٫۳ انچه)
vz. 58 V ۸۴۵ mم (۲٫۸ فوټه) stock extended / ۶۳۶ mم (۲٫۱ فوټه) stock folded
۱٬۰۰۰ mم (۳٫۳ فوټه) with bayonet fixed
برداروالۍ
۵۷ mم (۰٫۲ فوټه) stock extended
۷۲ mم (۰٫۲ فوټه) stock folded
وزن
۳٫۱ kغ (۶٫۸ رطل)*2.2

ټوپک مادل۵۷ ( په چکی: Samopal vzor 58) د ۳۹×۷،۶۲ یو بریدکونکي اوټوماټیک ټوپک دی چی د چکوسلواکیا په جمهوریت کې د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې جوړېده. تر ۱۹۸۸ پورې ۹۲۰،۰۰۰ وسلې جوړې شوې وې. نوموری وسله په ۵۰ کلو کی د یرژي چېرماک لخوا طرح شوه. نوموړي وسله شوروي مرمی ۳۹×۷،۶۲ کار اخلي. په اوس وخت کی ټوپک مادل ۵۸ د چېک او سلواک د وسله والو ځواکونو او پولیسو په لاس کی دي. دغه وسله تر ۱۹۸۸ کال پورې آسیایی،افریقایی هېوادونو ته هم صادر شوي وه

تاریخ

د سړی جگړې په وخت کې یوازې د چکوسلواکيا جمهوریت او شوروی اتحاد د شرقي بلوک د هېوادونو څخه ول چې خپلې وسلې د خپلو پوځونو او دوستو وسله والو ځواکونو لپاره یی جوړول. په ۱۹۴۵ کال کی تر جگړې وروسته په چکوسلواکيا او شوروي اتحاد کی د نازي بريدکوونکي ټوپک StG 44 د اکتشاف پېل شو. کله چی په چکوسلواکيا کی د شوروی مرمی د کارولو پېل شو نو د نوی بريدکونکي ټوپک اکتشاف هم پېل شو او په ۱۹۵۶ کال کی په برنو په ښار کی څو ټوپکونو جوړ شول. نوموړي وسله د اېکسپو په نندرتون کی په ۱۹۵۸ کال کی هم قدرداني شوه.

د ټوپک توصيف

ټوپک ماډل ۵۸ یوه لاسي وسله ده چی د لرگی او پولاد څخه جوړ شوي ده. د ټوپک لوله څلور د راسته پېچ کرښې لری. د لوله داخلی سطح د کرومین په واسطه پوښل شوي ده. ټوپک مادل ۵۸ د گاز د فشار په مرسته چی باروت تر چاودنو وروسته رامځ ته کېږی، ویشتل کيږی.د گلنگدان سیستم یی یو خاصی خوځوونکی مکانیزم لری. نوموړي خوځوونکی مکانیزم گلنگدان د گولی د ډز په وخت کې د گاز اخیستلو د سیستم لخوا بندېږی. د مرمی کالیبر یی ۷،۶۲ م.م. دی. دغه ټوپک کولای سی په جاغور کې ۳۰ یا ۳۲ مرمی ولری. د ټوپک چی ثابت قنداغ لری د ټوپک ماډل ۵۸/پ په نوم یادېږی . ټوپک چی د کت کېدونکی قنداغ ولری د ټوپک ماډل ۵۸/وې په نوم یادیږی او عسکران ورته وایی. نوموړي ماډل د چتربازانو لخوا کار شوي دي. دغه ټوپک کېدلای سی تر عصری کولو وروسته بم انداز، لیزر انداز او څراغ نصب وکړی.

عکسونه


سرچینې

  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ Reference URL: http://zpravy.ihned.cz/cesko/c1-55205450-vondra-si-ve-vietnamu-prohlizel-valecnou-korist-je-to-nejake-zrezivele-rekl-tise-general-picek.
  2. ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ Reference URL: https://archive.org/details/armiesgulfwar00rott.