کوسټاریکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کوسټاريکا نه مخ گرځېدلی)
کوسټاریکا
Costa Rica (اسپانيايي)
République du Costa Rica (فرانسوي)[۱]
Republic of Costa Rica (انګليسي)[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
San José (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ترټولو لوړه څوکه
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
  لړۍ...
۵٬۰۴۴٬۱۹۷[۴] — ۱٬۳۳۴٬۰۴۴[۵] — ۱٬۳۸۱٬۵۳۲[۵] — ۱٬۴۳۱٬۰۸۸[۵] — ۱٬۳۳۶٬۲۷۴[۶] — ۱٬۵۳۲٬۸۲۸[۵] — ۱٬۵۸۳٬۰۷۸[۵] — ۱٬۶۳۲٬۵۰۰[۵] — ۱٬۶۸۱٬۲۴۱[۵] — ۱٬۷۲۹٬۱۳۵[۵] — ۱٬۷۷۶٬۰۷۶[۵] — ۱٬۸۲۲٬۱۰۶[۵] — ۱٬۸۶۷٬۰۴۴[۵] — ۱٬۹۱۱٬۲۱۲[۵] — ۱٬۸۷۱٬۷۸۰[۷] — ۲٬۰۰۲٬۳۵۸[۵] — ۲٬۰۵۲٬۰۷۶[۵] — ۲٬۱۰۵٬۳۷۷[۵] — ۲٬۱۶۲٬۰۴۷[۵] — ۲٬۲۲۱٬۸۰۰[۵] — ۲٬۲۸۴٬۰۷۶[۵] — ۲٬۳۴۸٬۴۲۷[۵] — ۲٬۴۱۴٬۸۳۲[۵] — ۲٬۴۸۳٬۳۵۵[۵] — ۲٬۵۵۳٬۷۱۴[۵] — ۲٬۴۱۶٬۸۰۹[۸] — ۲٬۶۹۸٬۶۱۶[۵] — ۲٬۷۷۲٬۸۲۳[۵] — ۲٬۸۴۸٬۱۴۱[۵] — ۲٬۹۲۴٬۳۴۸[۵] — ۳٬۰۰۱٬۱۹۶[۵] — ۳٬۰۷۸٬۵۵۱[۵] — ۳٬۱۵۵٬۹۷۹[۵] — ۳٬۲۳۳٬۵۶۸[۵] — ۳٬۳۱۲٬۳۰۷[۵] — ۳٬۳۹۳٬۵۷۵[۵] — ۳٬۴۷۸٬۱۹۷[۵] — ۳٬۵۶۶٬۶۰۵[۵] — ۳٬۶۵۸٬۰۲۰[۵] — ۳٬۷۵۰٬۵۸۵[۵] — ۳٬۸۴۱٬۷۳۴[۵] — ۳٬۸۱۰٬۱۷۹[۹] — ۴٬۰۱۳٬۴۸۸[۵] — ۴٬۰۹۳٬۸۴۰[۵] — ۴٬۱۷۱٬۱۴۵[۵] — ۴٬۲۴۶٬۳۳۶[۵] — ۴٬۳۲۰٬۱۳۰[۵] — ۴٬۳۹۲٬۴۹۳[۵] — ۴٬۴۶۳٬۲۲۶[۵] — ۴٬۵۳۲٬۷۱۱[۵] — ۴٬۶۰۱٬۴۲۴[۵] — ۴٬۶۶۹٬۶۸۵[۵] — ۴٬۳۰۱٬۷۱۲[۱۰] — ۴٬۸۰۵٬۲۹۵[۵] — ۴٬۸۷۲٬۱۶۶[۵] — ۴٬۹۰۵٬۷۶۹[۱۱] — ۱۲۰٬۴۹۹[۱۲] — ۱۸۲٬۰۷۳[۱۳] — ۲۴۳٬۲۰۵[۱۴] — ۴۷۱٬۵۲۴[۱۵] — ۸۰۰٬۸۷۵[۱۶] — ۵٬۱۶۳٬۰۳۸[۱۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکښي شاملې اداري سیمي
رسمي ژبه
د سيمې اصلي ژبې
  لړۍ...
اسپانیایي ژبهBoruca (en) ژباړلGuaymí (en) ژباړلMaléku (en) ژباړلCabécar (en) ژباړلBribri (en) ژباړلCosta Rican Sign Language (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
Costa Ricaan[۱۹]Costa RicanCosta Rica-icostaricanerKostarikänanكوستاريكيكوستاريكيةكوستاريكيونкостариканцыקוסטה ריקניקוסטה ריקניתcostaricanicostaricancostaricanăকোস্টা রিকানcostaricanocostaricanacostaricanicostaricanecostaricanCosta-RicanerCosta-RicanerincostarricanuKostrarikanoCostaricien[۱]Costaricienne[۱]Costa Ricanscostaricanacostaricanecostaricanicostaricanكوسطاريكيكوسطاريكيةكوسطاريكيينكوسطاريكيات ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
هېواد
کچه او لوړوالۍ
د ځای کچه
۵۱٬۱۰۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۱۰°شمال ۸۴°لويديځ / 10°شمال 84°لويديځ / 10; -84 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

کوسټا ریکا (بریتانیا: /ˌkɒstə ˈriːkə/، US: /ˌkoʊstə/ (واورئ )؛ هسپانوي: [ˈkosta ˈrika]؛ په لفظي بڼه "بډایه ساحل"، )په رسمي ډول د کوسټا ریکا جمهوریت (هسپانوي: República de Costa Rica)، نوموړی په مرکزي امریکا کې پروت یو هېواد دی، په شمال کې د نیکاراګوا، په شمال ختیځ کې د کارابین بحیرې، په سویل ختیځ کې پاناما، په سویل لویدیځ کې له آرام سمندر  او د او د کوکوس ټاپو په سویل کې له اکوادور سره سمندري پوله لري. دا هېواد د 51,060 کیلومتره مربع (19,710 میل مربع) په مساحت کې شاوخوا پنځه ملیونه نفوس لري. د اټکل له مخې 333,980 خلک په پلازمینه او ترټولو لوی ښار سان جوز کې ژوند کوي، چې شاوخوا دوه میلیونه خلک یې د پلازمېنې چاپېره  په لویو ښاري سیمو کې ژوند کوي.[۳۳]

کوسټاریکا یو خپلواکه دولت دی چې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ د یو واحد ولسمشریز جمهوریت درلودونکی دی. نوموړی هېواد د خپل اوږدمهاله او باثباته ډیموکراسۍ او د لوړو تحصیلاتو درلودونکي کاري ځواک په درلودو شهرت لري. دغه هېواد د خپلې بودیجې (2016م) شاوخوا 6.9٪ په ښوونه باندې لګوي، چې په نړیواله کچه په منځني ډول 4.4٪ کېږي. د نوموړي هېواد اقتصاد، چې یو وخت په کرنه پورې تړلی ؤ، ډېر پراخ شوی، چې مالي سکټور، د بهرنیو شرکتونو لپاره کارپوریټ خدمتونه، درمل جوړونه، او ایکوتوریزم په شمول سکټورونه شاملوي. ډیری بهرني تولیدي او خدماتي شرکتونه د کوسټا ریکا د آزادې سوداګرۍ په زونونو (FreeTrade Zones) کې فعالیت کوي چیرې چې دوی د پانګوونې او مالیې د هڅونې(تخفیف او معافیت) څخه ګټه پورته کوي. [۳۴][۳۵]

په کوسټا ریکا کې په 16مه پیړۍ کې د هسپانوي واکمنۍ لاندې راتلو څخه مخکې د هغه هېواد اصلي اوسېدونکي میشت وو، چې تر خپلواکۍ پورې د مکسیکو لومړۍ سترواکۍ د یوې برخې په توګه یوه استعماري کالونۍ پاتې شوه، ورپسې یې د مرکزي امریکا فدرالي جمهوریت غړیتوب درلود، چې له هغه ځایه یې په 1847ز کې په رسمي توګه خپلواکي اعلان کړه. په 1948ز کې د کوسټاریکا د داخلي جګړې په تعقیب یې په 1949ز کې خپل پوځ په مکمله توګه ړنګ کړ او یوازې د ګوتو په شمېر هغو خپلواکو هېوادونو څخه یو شمېرل کېږي، چې د فعال پوځ له درلودو پرته جوړ شو.[۳۶][۳۷][۳۸]

دغه هیواد په پرله پسې توګه د بشري پرمختیا په شاخص (HDI) کې ښه ځلېدلی، په 2020 کې په نړۍ کې دوه شپېتم (62) او په لاتینې امریکا کې پنځم ځای لري. همداراز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له خوا هم یادونه شوې چې د ورته عاید په کچه د نورو هیوادونو په پرتله یې خورا لوړ بشري پرمختګ ترلاسه کړی، د بشري پراختیا او نابرابرۍ په اړه د سیمې د منځنۍ کچې په پرتله ښه ریکارډ لري. دا هېواد په پرتلیزه بڼه د ډیموکراسۍ د وضعیت، د رسنیو ازادۍ او موضوعي خوښۍ په برخو کې هم ښه ځلېدلی دی. نوموړی هېواد د رسنیو د آزادۍ د شاخص له مخې په نړیواله کچه اووم ځای لري، د نړۍ د آزادۍ شاخص له مخې 37م ترټولو ډېموکراتیک هیواد دی او د نړۍ د خوښۍ راپور کې 12م(دولسم) خوشحاله هیواد دی.[۳۹]

تاریخچه

د کولمب څخه مخکې دوره

تاریخ پوهانو د کوسټا ریکا اصلي خلک د منځنۍ ساحې پورې اړوند په توګه طبقه بندي کړي ، چیرې چې د میزو امریکایی او اندیان اصلي کلتورونه سره یوځای شوي. په دې وروستیو کې، د کلمب څخه مخکې کوسټا ریکا هم د استمو- کولمبیا(Isthmo-Colombian Area) سیمې د یوې برخې په توګه تشرېح شوي.

د تیږو وسیلې، په کوسټا ریکا کې د انسان د هستوګنې ترټولو زړو شواهدو په توګه، د توریالبا په دره کې له 10,000ق.م څخه تر 7,000ق.م کلونو پورې د ښکار د مختلفو ډلو له راتګ سره تړاو لري. د کلوویس کلتور اړوند نېزې او له سوېلي امریکا نه د غشو شتون دا احتمال ورکوي چې په دې سیمه کې دوو مختلفو کلتورونو یوځای شتون درلود.[۴۰]

د کرهڼې شواهد په هغو وګړو کې چې شاوخوا 5,000 کاله مخکې یې په کوسټا ریکا کې ژوند کاوه، راڅرګند شوي. دوی په عمده توګه تیوبر او رېښې کرلې دي. له میلاد څخه مخکې له لومړۍ او دوهمې زریزې څخه لا پخوا د کروندګرو ټولنې شتون درلود. خو دا ټولنې کوچینې او تیت وې، که څه هم په سیمه کې د اصلي معیشت په توګه د ښکار کولو او راټولولو څخه کرهڼې ته د لېږد وخت لا تر اوسه نا څرګند دی. [۴۱]

د لوښو لومړنۍ کارونې شاوخوا 2000ق.م څخه تر 3000ق.م پورې ښکاري. د لوښو پاتې شوني، استوانه اي ګلدانونه، تختې، کدو ډوله ګلدانونه او د ګلدانونو نور ډولونه چې په لیکو سینګار شوي، کښل شوو انځورونو او ځینې یې د حیواناتو په بڼو جوړ دي، موندل شوي دي[۴۲]

د کوسټا ریکا په عصري کلتور کې د ځایی خلکو اغیزه د نورو هیوادونو په پرتله یو څه لږ ده ځکه چې دا هیواد یو پیاوړی اصلي تمدن نلري تر څو یې د مرجع په توګه وکاروي. د اصلي اوسیدونکو ډیری برخه د هسپانوي ژبې استعماري ټولنې ته د یو بل سره د واده کولو له لارې جذب شوې، پرته له ځینو کوچنیو پاتې شونو څخه، چې ترټولو مهم یې د بریبري او بوروکا قومونه دي چې لاهم په سوېل ختیځ کې د کورډیلیرا ډی تالامانکا(Cordillera de Talamanca) په غرونو کې له پانامې سره پولې ته نږدې د کوسټا ریکا په سوېل ختيځه برخه کې  اوسیږي.

هسپانوي استعمار

د کوسټا ریکا نوم، چې په هسپانوي ژبه کې د "بډایه ساحل" معنا لري، د ځینې آثارو پر بنا د لومړي ځل لپاره د کریسټوف کولمب لخوا کارول شوی ؤ، کله چې نوموړی په 1502م کې د خپل وروستي سفر په بهیر کې کې د کوسټا ریکا ختیځو څنډو ته لاړ، او د سرو زرو ګاڼو په اړه یې چې د ځایي اوسیدونکو لخوا اغوستل کېدې، معلومات تر لاسه کړل. دا نوم امکان لري، د فاتح ګیل ګونزالیز ډیویلا (Gil González Dávila) څخه هم راغلی وي، چې په 1522 کې په لویدیځ ساحل کې ښکته شو، د ځايي خلکو سره مخامخ شو او  له دوی څخه يې یو مقدار سره زر څه نا څه د تاوتریخولي، غلا له لارې او ځینې وختونه د ځایی مشرانو څخه د ډالیو په توګه ترلاسه کړل.[۴۳][۴۴][۴۵]

د استعماري دورې په زیاتره موده کې ، کوسټا ریکا د ګواتیمالا د عامې کپتانۍ (Captaincy General of Guatemala) سویلي ولایت ؤ، چې د نوې هسپانیا د نائب السلطنه برخه ګڼل کېده. په حقیقت کې، عامه کپتاني د هسپانوي سترواکۍ د ننه په لویه کچه خپلواکه اداره وه. په ګواتیمالا کې د کپتانۍ له پلازمینې څخه د کوسټا ریکا فاصله، د هسپانوي سوداګریز قانون له مخې د هغه د سویلي ګاونډي پاناما سره د سوداګرۍ څخه قانوني ممانعت، بیا د نوې ګراناډا (یعنې کولمبیا) د نائب السلطنه  یوه برخه ګرځېدل، او د د سرو زرو او سپینو زرو په څېر د سرچینو نشتوالی، ټول هغه څه وو چې کوسټا ریکا یې د هسپانوي سترواکۍ په د ننه کې په یوه بې وزله، جلا شوې او لږ مېشته سیمه بدله  کړې وه. کوسټا ریکا په 1719م کې د یو هسپانوي والي ل خوا "په ټوله امریکا کې ترټولو بې وزله او تر ټولو بدبخته هسپانوي کالونۍ" وبلل شوه. [۴۶][۴۷]

د کوسټا ریکا د بې وزلۍ تر شا بل مهم فکتور د پام وړ ځایی نفوس نشتوالی ؤ تر څو د اجباري کاري ځواک په توګه ترې کار اخیستل شوی وای، دا په دې مانا وه چې د کوسټا ریکا ډیری اصلي مېشته اوسیدونکي باید په خپلو ځمکو کې کار وکړي، چې په دې سره  د لویو هیکینډا (کروندو) د جوړولو مخه ونیول شوه. د دې ټولو دلیلونو لپاره، کوسټا ریکا، په لویه کچه، د هسپانوي تاج لخوا نه منل کیده او له پامه غورځول شوې وه او په یواځې ځان پراختیا ته پریښودل شوې وه. داسې انګیرل کیږي چې د دې دورې په موده کې شرایط د ډېر ځانګړي وضعیت د رامنځته کېدو لامل شوي چې د کوسټا ریکا ورباندې مشهوره شوې، پداسې حال کې چې په ورته وخت کې د کوسټا ریکا د نورو ګاونډیو په پرتله د لا ډیرې آزادې ټولنې په توګه د پراختیا لپاره مرحلې ته ننوتله. کوسټا ریکا یوه داسې "کلیوالي ډیموکراسي" شوه چې هیڅ مظلومه میستیزو(دو رګه) یا ځایي مېشته طبقه یې نه درلوده. ډېر وخت نه و تېر شوی چې هسپانوي الاصله اوسېدونکو غونډیو ته مخه کړه، هلته یې د ولکانیکي بهیرونو څخه پاتې بډایه خاوره او د ټیټو ځمکو په پرتله معتدل اقلیم وموند. [۴۸]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  2. Stated in: Official Names of the United Nations Membership. Publisher: ملگري ملتونه. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۷ مارچ ۲۰۱۶.
  3. "Parque Nacional Chirripó". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "CENSO 2022: POBLACIÓN DE COSTA RICA ES DE 5.044.197 PERSONAS". La Nación. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  5. ۵٫۰۰ ۵٫۰۱ ۵٫۰۲ ۵٫۰۳ ۵٫۰۴ ۵٫۰۵ ۵٫۰۶ ۵٫۰۷ ۵٫۰۸ ۵٫۰۹ ۵٫۱۰ ۵٫۱۱ ۵٫۱۲ ۵٫۱۳ ۵٫۱۴ ۵٫۱۵ ۵٫۱۶ ۵٫۱۷ ۵٫۱۸ ۵٫۱۹ ۵٫۲۰ ۵٫۲۱ ۵٫۲۲ ۵٫۲۳ ۵٫۲۴ ۵٫۲۵ ۵٫۲۶ ۵٫۲۷ ۵٫۲۸ ۵٫۲۹ ۵٫۳۰ ۵٫۳۱ ۵٫۳۲ ۵٫۳۳ ۵٫۳۴ ۵٫۳۵ ۵٫۳۶ ۵٫۳۷ ۵٫۳۸ ۵٫۳۹ ۵٫۴۰ ۵٫۴۱ ۵٫۴۲ ۵٫۴۳ ۵٫۴۴ ۵٫۴۵ ۵٫۴۶ ۵٫۴۷ ۵٫۴۸ Stated in: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
  6. Stated in: 1963 Costa Rican census.
  7. Stated in: 1973 Costa Rican census.
  8. Stated in: 1984 Costa Rican census.
  9. Stated in: 2000 Costa Rican census.
  10. Stated in: 2011 Costa Rican census.
  11. "World Bank Open Data". نړیوال بانک. د لاسرسي‌نېټه ۸ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  12. Stated in: 1864 Costa Rican census.
  13. Stated in: 1883 Costa Rican census.
  14. Stated in: 1892 Costa Rican census.
  15. Stated in: 1927 Costa Rican census.
  16. Stated in: 1950 Costa Rican census.
  17. Reference URL: https://www.inec.cr/poblacion/estimaciones-y-proyecciones-de-poblacion. د اثر ژبه يا نوم: اسپانیایي ژبه. Publisher: Instituto Nacional de Estadística y Censos.
  18. Stated in: Constitution of Costa Rica. Section, verse, paragraph, or clause: 76.
  19. Reference URL: https://onzetaal.nl/taaladvies/advies/new-yorker-new-yorker-newyorker.
  20. Reference URL: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  21. Reference URL: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Americas/COSTA-RICA. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  22. Reference URL: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  23. Reference URL: https://www.opcw.org/about-us/member-states/costa-rica. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  24. Reference URL: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
  25. Reference URL: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  26. Reference URL: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=79. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  27. Reference URL: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  28. Reference URL: https://public.wmo.int/en/members/costa-rica. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
  29. Reference URL: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
  30. Reference URL: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 2. Supports qualifier: پيل نېټه.
  31. Retrieved: ۲۶ جنوري ۲۰۱۹.
  32. "Taxation: British Virgin Islands, Costa Rica, Marshall Islands and Russia added to EU list of non-cooperative jurisdictions for tax purposes". ۱۴ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)
  33. "Capital Facts for San José, Costa Rica". 18 October 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Full citation needed
  34. "The Investment Promotion Agency of Costa Rica". www.cinde.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "Amazon invests in Costa Rica as tiny nation carves out profitable niche in world economy". 11 March 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. "Costa Rica". World Desk Reference. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Costa Rica". Uppsala University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. UNDP Human Development Report 2010. Table 1: Human development index 2010 and its components (PDF). د کتاب پاڼي 5, 49, 144. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Botey Sobrado 2002, pp. 30–31
  41. Botey Sobrado 2002, p. 32
  42. Botey Sobrado 2002, pp. 32–33
  43. "About Costa Rica". Embassy of Costa Rica in Washington DC. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. "History of Costa Rica". Lonely Planet. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. Rojas, Eugenia Ibarra (2001). Fronteras etnicas en la conquista de Nicaragua y Nicoya: entre la solidaridad y el conflicto 800 d.C.-1544. Universidad de Costa Rica. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789977676852. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. Claudia Quirós. La Era de la Encomienda. Historia de Costa Rica. Editorial de la Universidad de Costa Rica. 1990. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. Shafer, D. Michael (1994). Winners and losers: how sectors shape the developmental prospects of states. Ithaca, N.Y.: Cornell University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-8188-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. "Costa Rica – Cartago". Costarica.com. 22 May 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)