گاليليو گاليلی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ګالیلیو ګالیله نه مخ گرځېدلی)
گاليليو گاليلی
گاليليو گاليلی
گاليليو گاليلی

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۵ فبروري ۱۵۶۴[۱][۲][۳][۴]
مړینه
استوګنځای فلورانس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ستورپوهنه ،  پنځپوهنه ،  ميخانيک ،  فلسفه ،  شمېرپوهنه [۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
گاليليو گاليلی
گاليليو گاليلی

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګالیلیو ډي وینچنزیو بنایتي دو ګالیله (په ایټالیايي: [ɡaliˈlɛːo ɡaliˈlɛi] د ۱۵۶۴ د فبرورۍ ۱۵مه – د ۱۶۴۲ د جنورۍ ۸مه) چې عموما ګالیله یادېږي، یو ستوری پېژندونکی، فزیک‌پوه او انجنیر و چې کله ناکله د بحرالعلوم په صفت یادېږي او د اوسنۍ ایټالیا له پیزا سیمې سره یې تړاو درلود. ګالیله "د تجربوي ستورپوهنې پلار"، "د معاصر فزیک پلار"، "د علمي مېتود پلار" او "د معاصرو علومو پلار" بلل کېږي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ګالیله د سرعت او شتاب، جاذبې او آزاد سقوط، د نسبیت اصل، سکون او د پورته اچول شوي څېز د حرکت په اړه څېړنې وکړې او همدا راز د تطبیقي علم او تکنالوژۍ په برخه کې یې هم کار وکړ او د رقاصې (ځوړند جسم) ځانګړنې او د "هایډروسټاټیک تعادلات" یې تشرېح کړل. ده ترموسکوپ او بېلابېلې پوځي قطب‌نماوې اختراع کړې او تلسکوپ یې د اسماني اجرامو د علمي تجربو لپاره وکاراوه. په هغه تجربوي ستورپوهنه کې چې ده پکې ونډه اخیستې، هغه د زهرې د پړاوونو تلسکوپي تایید، د مشتري د څلورو لویو سپوږمکیو مشاهده، د زحل د کړیو کتنه او د لمرداغونو تجزیه او تحلیل دي.

ګالیله د کوپرنیک د مرکزیت د نظریې (چې ځمکه په ورځني ډول څرخېږي او له لمره تاوېږي) علمي دفاع وکړه چې د کاتولیک کلیسا او ځینو ستورو پېژندونکو له مخالفت سره مخ شو. دغه موضوع په ۱۶۱۵ کال کې د روم د عقایدو تفتیش وڅېړله او ویې ویل چې د مرکزیت نظریه احمقانه، بې‌معنا او له بدعته ډکه ده، ځکه چې له مقدس کتاب سره په ټکر کې ده.[۱۱][۱۲][۱۳]

ګالیله وروسته وروسته په خپل کتاب "د نړۍ د دوو لویو نظامونو په اړه خبرې اترې" (۱۶۳۲) کې د خپلو نظرونو دفاع وکړه او داسې ښکارېده چې پر اتم اوربان پاپ برید کوي او په دې توګه پاپ او یسوعیان دواړه چې تر دې دمه یې د ګالیله ملاتړ کړی و، له ځانه پردي کوي. دی د عقایدو تفتیش محاکمه کړ، "په بدعت کلک تورن" وپېژندل شو او د خپلې خبرې بېرته اخیستو ته مجبور شو. ده خپل پاتې عمر په کورني بند کې تېر کړ. په دې موده کې یې "دوه نوي علوم" (۱۶۳۸) کتاب ولیکه چې تر ډېره د متحرکو اجسامو د علم او د موادو د استحکام په اړه و. همدا راز په دې موده کې یې هغه کارونه نچوړ کړل چې شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې یې کړي وو.[۱۴][۱۵][۱۶]

د ژوند لومړني وختونه او کورنۍ

ګالیله د ۱۵۶۴ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د ایټالیا په پیزا کې (چې هغه مهال د فلورانس د قلمرو یوه برخه وه) وزیږېد. دی د موسیقۍ د تیورېسټ، کمپوزر او غږوونکي وینچنزو ګالیله، او جولیا اماناتي چې په ۱۵۶۲ کال کې دواړو واده کړی و، د شپږو اولادونو په ډله کې تر ټولو مشر اولاد و. ګالیله په‌خپله یو ماهر لوټ‌غږوونکی (lutenist) شو او ډېر ژر یې له خپل پلار څخه ثابت اقتدار ته د شک په سترګه کتل زده کړل.[۱۷][۱۸]

د ګالیله د پنځو وروڼو او خویندو په ډله کې درې یې ژوندي پاتې شول. تر ټولو ځوان یې مایکل‌آنجلو (Michelangelo) یا هم (Michelagnolo) و چې لوټ‌غږوونکی او کمپوزر و او د ژوند تر پایه یې د ګالیله مالي بار ته اوږه ورکړې وه. مایکل‌آنجلو خپلو اوښيګانو ته (د ناوې د کور) هغه عادلانه برخه ورنه‌کړای شوه چې د ده پلار یې ژمنه ورکړې وه، هغوی وروسته هڅه وکړه چې د دغو برخو د اخیستو لپاره په قانوني حل‌لارو پسې وګرځي. مایکل‌آنجلو کله ناکله مجبورېده چې له ګالیله څخه د خپلو موسیقیايي هڅو او سفرونو د جاري ساتلو لپاره پور واخلي. دغه مالي بار ښايي د هغو اختراعاتو د پراختیا لپاره د ګالیله له لومړني تمایل سره مرسته کړې وي چې اضافي عاید په لاس ورکړي.[۱۹][۲۰]

ګالیلیو ګالیله چې کله اته کلن و، کورنۍ یې فلورانس ته کډه وکړه. خو دی دوه کاله د موزیو ټډالډي (Muzio Tedaldi) تر پالنې لاندې پاتې شو. کله چې لس کلن و، له پیزا سیمې روان شو تر څو په فلورانس کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، او هلته د جاکوپو بارګیني (Jacopo Borghini) تر سرپرستۍ لاندې و. ګالیله له ۱۵۷۵ څخه تر ۱۵۷۸ کال پورې د ولمبروسا (Vallombrosa) په کلیسا کې چې د فلورانس جنوب‌ختیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې پرته ده، په منطق کې زده‌کړې وکړې.[۲۱][۲۲][۲۳]

نوم

ګالیله غوښتل چې ځان یوازې په خپل نامه معرفي کړي. هغه مهال په ایټالیا کې کورني نومونه یا تخلصونه اختیاري وو، او د ده اصلي نوم هم د خپل کورني نوم "ګالیله" له ریښې څخه جوړ و. د ده اصلي او کورنی دواړه نومونه د خپل یوه نیکه "ګالیله بونایوتي" چې په ۱۵مه پېړۍ کې د فلورانس یو مهم طبیب، پروفیسور او سیاستوال و، له نامه څخه مشتق شوي دي. ګالیله بونایوتي په فلورانس کې د سانټا کروچه په نامه په هغه کلیسا کې خاورو ته سپارل شوی و چې شاوخوا ۲۰۰ کاله وروسته ګالیلیو ګالیله هم همالته خاورو ته وسپارل شو.[۲۴][۲۵][۲۶]

زده کړې

د گاليليو گاليلی پلار گاليليو ته په کور کې سبق ورکاوه ، او تر هغه ېې کور کې ورباندې تعليم وکړ تر څو ېې دی د پوهنتون تر کچې لوړو زده کړو ته د وللمبروسه کلوسټر پوهنتون ته ورساو. وروسته له څلورو کالو د پوهنتون نه ده له ځان سره پتېيلې وه چې دی به مونک کېږي . پلار ېې د ده له اند سره همغږی نه و او نه ېې غوښتل چې گاليليو گاليلی د مونکانو تر اغېزې راشي نو ېې د هغه ځای نه کډه وکړه. پلار ېې غوښتل چې گاليليو لکه د عامو وگړو په څېر د خپل د گټې خاوند اوسي او دده پوهې ته ېې چې کتل نو ورته به ېې وېل چې بايد ډاکټر شي.

همداسې په کال 1581 کې گاليليو گاليلی د پيسا په پوهنتون کې ېې ځانته د طب په څانگه کې ځای ترلاسه کړاو په ډاکټري ېې پېل وکړ، که څه هم ده خپلې زده کړې پېل کړې وې خو د ډاکټري سره ېې پزړه پورتيا نه وه او ورځ په ورځ ېې د شمېرپوهنې سره مينه زياتېده . يوه ورځ دی د کاتېدرال کليسا کې ناست و چې ېې د کليسا په يوه څراغ سترگې ولږېدې چې ځوړند و او گرچاپېره تاوېده.

سرچينې او ياداښتونه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118537229  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www-history.mcs.st-andrews.ac.uk/Biographies/Galileo.html
  3. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1337/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ PMCID: https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC2564400https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC2564400
  5. Modinos, A. (2013). From Aristotle to Schrödinger: The Curiosity of Physics, Undergraduate Lecture Notes in Physics (الطبعة illustrated). Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-00750-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Singer, C. (1941). "A Short History of Science to the Nineteenth Century". Clarendon Press: 217. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  7. Whitehouse, D. (2009). Renaissance Genius: Galileo Galilei & His Legacy to Modern Science. Sterling Publishing. د کتاب پاڼې 219. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4027-6977-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Weidhorn, Manfred (2005). The Person of the Millennium: The Unique Impact of Galileo on World History. iUniverse. د کتاب پاڼې 155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-595-36877-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Thomas Hobbes: Critical Assessments, Volume 1. Preston King. 1993. p. 59
  10. Disraeli, I. (1835). Curiosities of Literature. W. Pearson & Company. د کتاب پاڼې 371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Finocchiaro 2010، م. 74.
  12. Sharratt 1994، مم. 127–131.
  13. Hannam 2009، مم. 329–344.
  14. Carney, J. E. (2000). Renaissance and Reformation, 1500–1620: a. Greenwood Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-30574-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hilliam 2005، م. 96.
  16. Finocchiaro 1997، م. 47.
  17. O'Connor, J. J.; Robertson, E .F. "Galileo Galilei". The MacTutor History of Mathematics archive. University of St Andrews, Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gribbin 2008، م. 26.
  19. Gribbin 2008، م. 31.
  20. Gribbin 2008، م. 30.
  21. O'Connor, J. J.; Robertson, E .F. "Galileo Galilei". The MacTutor History of Mathematics archive. University of St Andrews, Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gribbin, J. (2009). Science. A History. 1543–2001. London: Penguin. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-104222-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Gilbert, N. W. (1963). "Galileo and the School of Padua". Journal of the History of Philosophy. 1 (2): 223–231. doi:10.1353/hph.2008.1474. S2CID 144276512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Who Was Galileo Galilei?
  25. Robin Santos Doak, Galileo: Astronomer and Physicist, Capstone, 2005, p. 89.
  26. Sobel 2000، م. 16.