اقلیمي بدلون او جنسیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اقلیمي بدلون او جنسیت په نارینه و او ښځو باندې د اقلیمي بدلون د اغېزو د توضېح په موخه لارې پرانېزي چې د جنسیتي ونډې او اړیکو د ټولنیز جوړښت پر بنسټ دي. اقلیمي بدلون او جنسیت دا توضېح کوي چې څه ډول نارینه او ښځینه له هغو منابعو څخه ګټنه کوي چې د اقلیمي بدلون تر اغېزو لاندې راځي او د هغو له امله رامنځته کېدونکې اغېزې تجربه کوي. دا څرګندوي چې څه ډول جنسیتي رولونه او کلتوري دودونه د اقلیمي بدلون په غبرګون کې د نارینه او ښځو وړتیاوې تر خپل اغېز لاندې راوړي او څه ډول د نارینه او ښځینه وو ونډه کېدای شي په غوره بڼه د اقلیمي بدلون د کمښت او له هغو سره د سازښت په ستراتیژیو کې ادغام شي. همدارنګه دې ته پام کوي چې اقلیمي بدلون په څه ډول د بې وزلۍ، منابعو ته د لاسرسي او د وړتیاوو د نابرابرو محرکاتو په څېر جنسیت ته د اړوندو نورو ستونزو سره مرسته کوي. بالاخره د دغې څېړنې موخه دا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې پالیسۍ او نوښتونه عادلانه دي او ښځې او نارینه کولای شي له هغو ګټنه وکړي. اقلیمي بدلون جنسیتي نابرابري زیاتوي، د مالي خپلواکۍ په برخه کې د ښځو وړتیاوې راکموي او همدارنګه په ټولیزه بڼه د ښځو په ټولنیزو او سیاسي حقونو منفي اغېز کوي؛ دغه چاره تر ټولو څخه په هغو اقتصادونو کې زیاته ده چې په کرهڼه باندې زیاته اتکا لري. په ګڼ شمېر مواردو کې جنسیتي نابرابري په دې معنی ده چې ښځې د اقلیمي منفي اغېزو پر وړاندې ډېرې زیان منونکې دي. دا هم په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هېوادونو کې د جنسیتي ونډې له امله ده په دې معنی چې ښځې د عاید تر لاسه کولو او ژوند تېرولو په موخه طبیعي چاپېریال ته اړوندې دي. فزیکي، ټولنیزو، سیاسي او مالي منابعو ته د ښځو د لاسرسي لا محدودیت کولای شي لار برابره کړي څو اقلیمي بدلون له نارینه و څخه زیات پر ښځو فشار راوړي او په دې سره موجوده جنسیتي نابرابري لا پسې زیاته کړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

زیانمنتیا[سمول]

ناورینونه[سمول]

ناورینونه نه وړاندوینه کېدونکې دي چې خلکو، اموالو، زیربناوو او چاپېریال ته پریمانه زیانونه اړوي. په دغو کې طبیعي پېښې لکه سېلابونه، ځنګلي اورلګېدنې، ځمک ښویېدنې، طوفانونه، سونامي او همدارنګه د نفتو له خپرېدو څخه د ککړتیا، صنعتي پېښو او ترهګریزو بریدونو په څېر د انسانانو له خوا ترسره کېدونکې چارې هم په کې شاملېږي. دغه ډول ناورینونه د فزیکي، اروايي او اقتصادي زیانونو لامل ګرځي. همدارنګه کولای شي ټولنیز جوړښتونه ګډوډ، اقتصادي سیسټمونه کمزوري او په جسمي او اروايي روغتیا باندې پام وړ اغېزې وکړي. له دغو ډول پېښو سره مخ کېدونکي کسان کېدای شي د بې ځایه کېدو، د هوسا ژوند د له لاسه ورکولو او په زده کړو کې د اختلال په ګډون له ګڼ شمېر نورو اغېزمن کوونکو مواردو سره هم مخ شي. د دغه ډول یو ناورین په رامنځته کېدو سره دولتونه، نړیوال سازمانونه او مرستندویه بنسټونه هڅه کوي له زیانمن شوو کسانو سره مرستې ته ودانګي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د مړینو کچه[سمول]

د لندن د اقتصادي کالج یوې څېړنې وښووله چې په ۱۴۱ هېوادونو کې د طبیعي پېښو له امله د مړینې په کچې کې جنسیتي توپیرونه په دغو هېوادونو کې د ښځو له اقتصادي او ټولنیزو حقونو سره اړیکه لري. هغوی په مخ پر ودې هېوادونو کې د خپل ټولنیز ځایګي له امله لامبو یا غر ختنه نه شي زده کولای، په دې معنی چې په طبیعي افاتو کې د هغوی د مړینې احتمال ډیر لوړ دی. هغه مهال چې ښځې په ټولنه کې لږ حقوق او قدرت ولري، بیا نو ګڼ شمېر یې د اقلیمي بدلونونو له امله هم مري، خو هغه مهال چې د ټولو ډلو لپاره برابر حقونه شتون ولري، د مرګ ژوبلې کچه یې هم مساوي کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د کرهڼې، اوبو او ځنګلدارۍ په څېر برخو کې بوختې ښځې تر ډېره د اقلیمي بدلون تر اغېزو لاندې دي چې له دې امله هم د دوی د مړینې کچه لوړېږي. ورته مهال یو شمېر هېوادونه د طبیعي پېښو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالو راپورونه هم ورکوي. [۲۵][۲۶][۲۷]

جنسي ناوړه ګټنه او د ناروغیو لېږد[سمول]

جنسي ناوړه ګټنه د ناغوښتلې جنسي اړیکې ټولو ډولونو ته ویل کېږي چې له کلامي رانیولې تر فزیکي پورې ټول ډولونه یې په کې شامل دي. دا کېدای شي د جنسي ځورونې یا نامناسبه لمس کولو څخه تر تېري او یا هم د تېري تر اقدام پورې متغیر واوسي. همدارنګه کېدای شي د دوه کسانو ترمنځ جنسیت ته له پام پرته وشي، خو ډیری د نارینه و له خوا پر ښځو کېږي. دا په هر ډول چاپېریال کې امکان لري، خو په زیاته کچه په یو شمېر اړیکو او کورنیو کې رامنځته کېږي. د ناروغیو لېږد هم له یوه کس څخه بل ته د یوې ناروغۍ د ارګانیزمونو سرایت دی. دغه ناروغۍ کېدای شي په ناروغۍ باندې له اخته کس سره د مستقیمې اړیکې پر مټ او یا هم د جامو، په یوځای کې د څملاستې یا هغو وسایلو څخه چې په مکروبي عواملو ککړ وي په غیر مستقیمه بڼه بل کس ته ولېږدي. جنسي اړیکه د ناروغیو د لېږد یو له څرګندو لارو څخه ده چې په دغو کې نه محافظت شوې جنسي اړیکه، جنسي تېری او یا هم د دواړو لورو ترمنځ عاشقانه چارې شاملېږي. په هغه پېژندل شوو ناروغیو کې چې د جنسي اړیکې له لارې سرایت کوي ایډز، سیفلیس، کلامیډیا، سوزک او تناسلي دانې شاملېږي. ایډز او سیفلیس کېدلای شي د هر ډول جنسي اړیکې پر مټ سرایت وکړي، په داسې حال کې چې کلامیډیا، سوزک او دانې تر ډېره د واژینال او یا مقعدي نه محافظت شوې اړیکې له لارې لېږدي. تور ژیړی هم په مقاربتي ډول سرایت کوونکو ناروغیو کې شامل دی چې کېدای شي له ناروغ سره د جنسي اړیکې له امله روغ کس ته هم سرایت وکړي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

طبیعي پېښې ورځنۍ چارې ګډوډې او د کورنیو جنسیتي چارې پېچلې کوي چې له امله یې د دغه ډول پېښو قربانیان د ناتوانۍ او ناهیلۍ احساس پیدا کوي. دغه ډول احساسات تر ډېره پورې د لږ قدرت لرونکو ډلو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځي. په پرمختللو او مخ پر وده هېوادونو کې ښځې او ماشومان د طبیعي پېښو څخه د وړاندې مهال په پرتله د دغه ډول پېښو پر مهال او یا هم له هغو وروسته د جنسي ځورونې له لوړ ګواښ سره مخ دي. د طبیعي پېښو پر مهال له کانډوم څخه ګټنه له دې امله چې کانډوم ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کېږي؛ په پام وړ کچه راکمېږي. په مخ پر ودې هېوادونو کې د ناروغیو او میکروبونو د چټک سرایت سره په خوا کې، د ټولنیز نظم ګډوډي او خوارځواکي چې ځینې وختونه د اقلیمي بدلون سره هم مهاله وي، په ټولو وګړو په ځانګړې توګه په ښځو کې په زیاته کچه د ډنګي تبې، مالاریا، ایډیز او جنسي ناروغیو لامل ګرځي. همدارنګه زړې ښځې د طبیعي آفتونو او کړکېچونو حالاتو پر مهال د ناروغیو په څېر د اقلیمي بدلون له پام وړ روغتیايي ګواښونو سره مخ دي، ځکه چې دوی تر ډېره هغو ټولنیزو ملاتړیزو لارو چارو ته لاسرسی نه شي پیدا کولی چې نارینه او ځوانې ښځې ورته لاسرسی لري. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

کرهڼه[سمول]

کرهڼه یو جدا علم دی چې د بوټو کرنې او مالدارۍ ته اړوندېږي. په دغو کې د کرنیزو توکو د ودې لپاره د خاورې چمتو کول، کښت، حاصل اخیستل، د توکو ذخیره کول، د مالونو تغذیه او د مالونو وده شاملېږي. په کرهڼیزو چارو کې د شیدو، هګیو، غوښې او همدارنګه د پنبې او وړیو په څېر د یو شمېر توکو تولید هم شاملېږي. کرهڼه د نړیوال اقتصاد پام وړ برخه جوړوي چې د خوړو د تولید، تغذیې او فیبر په برخه کې اړینه ده. همدارنګه د کلیوالي ژوند او کلتور مهمه برخه ده ځکه چې د ډیرو کلیوالي وګړو لپاره کاري زمینه او د عوایدو منبع برابروي. د خوړو، تغذیې او فایبر د تامین سربېره کرهڼه په چاپېریال ساتنې، د حیواناتو د ژوندانه لپاره د زمینې په برابرولو او همدارنګه د ژوندیو موجوداتو د تنوع ساتنې په برخه کې پام وړ رول لوبوي. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

د انرژۍ په برخه کې بېوزلي[سمول]

د انرژۍ په برخه کې بېوزلي د سپما پر بنسټ د پایدارې انرژۍ خدمتونو ته د نه لاسرسي په توګه تعریف شوې. انرژي په جغرافیايي بڼه د پرمختللو او مخ پر ودو هېوادونو ترمنځ په نابرابره بڼه وېشل شوې ده. په ۲۰۱۹ زکال کې شاوخوا ۷۷۰ میلیون وګړو برېښنا ته لاسرسی نه درلود چې نږدې ۹۵٪ یې آسیایي او د افریقا د صحرا په سویلي برخو کې مېشت وګړي وو. [۵۳][۵۴][۵۵]

د مخ پر ودې هېوادونو په کلیوالي برخو کې استوګنې بېوزله ښځې او نجونې په پام وړ توګه د انرژۍ په برخه کې د بېوزلۍ تر اغېز لاندې دي، ځکه چې هغوی تر ډېره د خپلو کورنیو لپاره د لومړنۍ انرژۍ (اړتیا وړ توکو) د برابرولو مسئولیت پر غاړه لري. په پرمختللو هېوادونو کې بیا زړې ښځې چې یوازې ژوند کوي د لږ عوایدو د لرلو او د انرژۍ د لوړو لګښتونو له امله تر ډېره د انرژۍ په برخه کې د بېوزلۍ تر اغېز لاندې دي.[۵۶][۵۷]

سرچينې[سمول]

  1. CARE. "Adaptation, Gender, and Women's Empowerment." Archived 5 August 2013 at the Wayback Machine. Care International Climate Change Brief. (2010). (accessed 18 March 2013).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Habtezion, Senay (2013). Overview of linkages between gender and climate change. Gender and Climate Change. Asia and the Pacific. Policy Brief 1 (PDF). United Nations Development Programme. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Olsson, Lennart et al. "Livelihoods and Poverty." Archived 28 October 2014 at the Wayback Machine. Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part A: Global and Sectoral Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Ed. C. B. Field et al. Cambridge and New York: Cambridge University Press, 2014. 793–832. Web.(accessed 22 October 2014)
  9. Aboud, Georgina. "Gender and Climate Change." (2011).
  10. Dankelman, Irene. "Climate change is not gender-neutral: realities on the ground." Public Hearing on "Women and Climate Change". (2011)
  11. Birkmann, Joern et al."Emergent Risks and Key Vulnerabilities." Archived 23 September 2014 at the Wayback Machine. Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part A: Global and Sectoral Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Ed. C. B. Field et al. Cambridge and New York: Cambridge University Press, 2014. 1039–1099. Web. (accessed 25 October 2014).
  12. van Daalen, Kim Robin; Dada, Sara; Issa, Rita; Chowdhury, Maisoon; Jung, Laura; Singh, Lucy; Stokes, Diarmuid; Orcutt, Miriam; Singh, Neha S. (2021). "A Scoping Review to Assess Sexual and Reproductive Health Outcomes, Challenges and Recommendations in the Context of Climate Migration". Frontiers in Global Women's Health. 2: 78. doi:10.3389/fgwh.2021.757153. ISSN 2673-5059. PMC 8594026 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34816251 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Yntiso, Gebre (2008). "Urban Development and Displacement in Addis Ababa: The Impact of Resettlement Projects on Low-Income Households". Eastern Africa Social Science Research Review. 24 (2): 53–77. doi:10.1353/eas.0.0001. ISSN 1684-4173. S2CID 154960059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Van Wassenhove, L N (2006-05-01). "Humanitarian aid logistics: supply chain management in high gear". Journal of the Operational Research Society. 57 (5): 475–489. doi:10.1057/palgrave.jors.2602125. ISSN 0160-5682. S2CID 189867143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kovács, Gyöngyi; Spens, Karen M. (2007-01-01). Jahre, Marianne; Persson, Gøran (المحررون). "Humanitarian logistics in disaster relief operations". International Journal of Physical Distribution & Logistics Management. 37 (2): 99–114. doi:10.1108/09600030710734820. ISSN 0960-0035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Adeniji, Grace. "Adapting to climate change in Africa." Jotoafrika. no. 6 (2011).
  22. Aboud, Georgina. "Gender and Climate Change." (2011).
  23. Dr Virginie Le Masson and Lara Langston, Mind the gap: new disasters agreement must be more proactive on gender
  24. Adeniji, Grace. "Adapting to climate change in Africa." Jotoafrika. no. 6 (2011).
  25. Lamichhane Dhimal, Mandira (2018), "Chapter 7: Gender differentiated health impacts of environmental and climate change in Nepal", Gender Dimensions of Health Impact of Climate Change in Nepal, Nomos Verlagsgesellschaft mbH & Co. KG, د کتاب پاڼي 163–199, doi:10.5771/9783845293431-163, د کتاب نړيواله کره شمېره 9783845293431, د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Rao, Nitya; Lawson, Elaine T.; Raditloaneng, Wapula N.; Solomon, Divya; Angula, Margaret N. (2019-01-02). "Gendered vulnerabilities to climate change: insights from the semi-arid regions of Africa and Asia". Climate and Development. 11 (1): 14–26. doi:10.1080/17565529.2017.1372266. ISSN 1756-5529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Arora-Jonsson, Seema (1 May 2011). "Virtue and vulnerability: Discourses on women, gender and climate change". Global Environmental Change. 21 (2): 744–751. doi:10.1016/j.gloenvcha.2011.01.005. ISSN 0959-3780. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Hamlyn, E.; Taylor, C. (2006). "Sexually transmitted proctitis". Postgraduate Medical Journal. 82 (973): 733–736. doi:10.1136/pmj.2006.048488. PMC 2660501. PMID 17099092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Curtis, Thom, Brent C. Miller, and E. Helen Berry. "Changes in reports and incidence of child abuse following natural disasters." Child abuse & neglect 24, no. 9 (2000): 1151–1162.
  39. Lane, Ruth, and Rebecca McNaught. "Building gendered approaches to adaptation in the Pacific." Gender & Development. 17. no. 1 (2009): 67 – 80.
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. (په 30 July 2020 باندې). Lockdown, Amphan render girls vulnerable in West Bengal. The Hindu.
  42. Rodenberg, Birte. Climate Change Adaptation from a Gender Perspective: A Cross-cutting Analysis of Development-policy Instruments. German Development Institute, 2009.
  43. Lane, Ruth, and Rebecca McNaught. "Building gendered approaches to adaptation in the Pacific." Gender & Development. 17. no. 1 (2009): 67 – 80.
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. Barker, Graeme (2006). "The Agricultural Revolution in Prehistory: Why did Foragers become Farmers?". doi:10.1093/oso/9780199281091.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-928109-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  47. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  50. Laurance, William F.; Sayer, Jeffrey; Cassman, Kenneth G. (2014-02-01). "Agricultural expansion and its impacts on tropical nature". Trends in Ecology & Evolution (په انګليسي ژبه کي). 29 (2): 107–116. doi:10.1016/j.tree.2013.12.001. ISSN 0169-5347. PMID 24388286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  52. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  53. Munien, S. & Ahmed, F. (2012). A gendered perspective on energy poverty and livelihoods–Advancing the Millennium Development Goals in developing countries. Agenda, 26(1), 112–123.
  54. Winkler H. (2009) Cleaner Energy Cooler Climate, Developing Sustainable Energy Solutions for South Africa, HSRC Press, Cape Town.
  55. IEA (International Energy Agency). 2015. "World Energy Outlook." Paris: OECD/IEA.
  56. European Institution for Gender Equality (EIGE). (2017). Gender and energy. Retrieved from https://eige.europa.eu/publications/gender-and-energy Archived 2020-09-21 at the Wayback Machine.
  57. United Nations Development Programme. (2013). Gender and energy. Retrieved January 15, 2020, from https://www.undp.org/content/dam/undp/library/gender/Gender[مړه لينکونه] and Environment/PB4-AP-Gender-and-Energy.pdf