امام احمد بن حنبل

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امام احمد بن حنبل
امام احمد بن حنبل
امام احمد بن حنبل

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ نومبر ۰۷۸۰
مړینه 2 اگسټ 855 (75 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد امام شافعي   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي امام بخاری ،  مسلم بن حجاج ،  ابوداود   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه عربي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه فقه ،  اسلام [۱]،  شريعت [۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

احمد بن محمد بن حنبل (په عربي: أحمد بن حنبل) په ۱۶۴ هجري کال په بغداد کې پيدا شوی. پالار يې په اصل کې د مروې له خلکو څخه و، نوموړي په کوچيني والي خپل پلار له لاسه ورکړی و، او مور يې د هغه ښوونه پالنه او گرويږنه په غاړه اخيستيې وه، د هغه ژوند ټول له فقر او ټنگلاسې سره ټړلی و، او د خپل ورځني قوت لايموت له پاره به يې په کرونده کې کار کولو، او يا په يې د کتابي نسخو په بدل کې مزدوري اخيسته، احمد لومړی قران مجيد حفظ کړ، او په ۱۶ کلنۍ کې يې له محدثينو او فقيانو څخه ډير حديثونه او فقه زده کړه، چې دهغوی له جملې څخه ډير مشهور يې له امام شافعي او قاضي ابو يوسف او وکيع بن الجراح څخه وو.

ابن خلکان وايي: احمد د امام شافعي له خاصو شاگردانو او پيروانو څخه دی، هغه د بغداد له محدثينو او فقيانو څخه عالوه د اسلام نورو ډيرو ښارونو ته لکه يمن، مکې، مدينې، بصرې، کوفې او سوريې ته سفرونه وکړل او هر ښار ته به چې ورسيد، محدثينو ته به ورغۍ او حديثونه به يې راټولول.

د احمد د محدث والی اړخ پر فقې والي باندې غوره دی، له دې کبله دهغه فقه له حديثو او سنتو څخه اخيستل شوې ده، ابن حنبل به خپل ځان ته محدث ويلو ، نه فقهي ، مجتهد او مفتي، هغه به د حديثو له مخې فتوا ورکوله که پر کومه مسئله کې به يې د حديثو منبع ونه موندله بيا به د محبوريت له مخې هغه اجتهادي استنباط او کله کله به يې قياس ته لاس اچولو.

د احمد بن حنبل پيروان د حديثو په پلوۍ او له قياس ا اجتهاد سره په رائيه ورکولو کې دومره وړاندې په مخالفت کې تللي، چې ان ضعيف حديثونه او واحد خبر يې پر قياس ا رائيه باندې غوره بللی دی.

په پای کې د ۲۴۱ هجري کال د ربيع الاول په دوولسمه په بغداد کې وفات شو او هماغلته ښخ شو.

دا و د پنځه گونو مذهبونو د امامانو د ژوندانه لنډ بيان، خو د پنځه گونو مذهبونو د کتاب له ژباړې څخه موخه داده چې مسلمانان يو د بل پر فقې مسائلو سره خبر شي، او پوره شي چې په فقهې مسئلو کې ډير لږ اختلاف دی او بايد د دوی تر مينځ دبې ځايه دښمنۍ او کينې سبب نه شي، ځکه هغو ی ټول مسلمانان او د پيغمبر اکرکرم صلی الله عليه وآله وسلم پر پله باندې سره روان دي.

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=pna20221139239 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲