اګوستوس
اګوستوس | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | لرغونی روم | ||||||
اولاد | تيبریوس | ||||||
پلار | جولیوس قیصر | ||||||
واک | |||||||
د روم سترواک (1 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۶ جنوري ۰۰۲۷ ق.م – ۱۹ اگسټ ۰۰۱۴ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | لاتيني ژبه [۲] | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
سمول |
سیزار اګوستوس (له میلاد مخکې د ۶۳ کال د سپتمبر له ۲۳ مې نه تر د ۱۴ ز کال د اګست تر ۱۹ مې پورې ) چې د اوکتویان په نوم هم یادېږي، د روم لومړنی سترواک و چې له میلاد نه مخکې له ۲۷ کال نه تر ۱۴ ز کال پورې یعنې د خپلې مړینې تر وروستي کال پورې واکمني وکړه. د هغه مقام د رومي مشرۍ (د رومي سترواکۍ لومړۍ پړاو) د بنسټ اېښودونکي په توګه داسې یو میراث پرېښی دی، چې د بشر په تاریخ کې یو له اغېزمنو مشرانو نه ګڼل کېږي. د اګوستوس واکمنۍ د نسبي سولې دوره پیل کړه چې د پاکس رومانا په نوم یادېږي. رومي نړۍ په پراخه کچه د دوه پیړیو په اوږدو کې له زیاتو جګړو نه وژغورل شوه، که څه هم د سترواکۍ په پولو کې د واک د پراختیا لپاره جګړو او د سترواکۍ له بریالیتوب سره سم د یوه کال لپاره کورنۍ جګړه، چې "د څلور سترواکو کال" په نامه یادېږې، شتون درلود. [۳][۴][۵]
په اصل کې، نوموړي ګیوس اوکتاویوس ونومول شو، هغه په عامه جینز-اوکټاویا کورنۍ کې په زړه او بډایه آس سپره څانګه کې زېږېدلی و. د نوموړي مورنی کاکا-نیکه جولیوس سیزار په ۴۴ کال مخکې له میلاد نه ووژل شو او اوکتاویوس د سیزار په وصیت کې د هغه د منل شوي زوی او وارث په توګه ونومول شو. له دې امله، هغه د سیزار نوم، ملکیت او د هغه د لښکر وفاداري په میراث کې ترلاسه کړه. هغه، مارک انتوني او مارکوس لیپیدوس د سیزار وژونکو ته د ماتې ورکولو په موخه دویمه سیاسي هوکړه (Second Triumvirate) را منځ ته کړه. د فیلیپي په جګړه کې (۴۲ کال مخکې له میلاد نه) د دوی له بریا وروسته، سیاسی هوکړې (Triumvirate) د روم جمهوریت په خپل منځ کې ووېشلو او د حقیقي دیکتاتورانو په توګه یې حکومت پیل کړ. سیاسي هوکړه بلاخره د هیلو او غوښتنو د ټکر له امله څيرې شوه؛ لیپیدوس په ۳۶ کال، مخکې له میلاد نه جلاوطن شو او انتوني په ۳۱ کال، مخکې له میلاد نه د اکټیوم په جګړه کې د اوکتویان له خوا ماتې وخوړه.
د دویمې سیاسي هوکړې له ختمېدو وروسته، اګوستوس د آزاد جمهوریت بهرنۍ بڼه بېرته ورغوله، د حکومت واک یې د روم سنا، اجرائیه قاضیانو او مقننه مجلسونو ته وسپاره، خو بیا یې هم سنا دې ته اړه کړه چې نوموړي ته د تل لپاره د ستر پوځي مشر، د تریبیون مشر، د اداري چارو د مشر په توګه استبدادي واک ورکړي. د هغه په غوره شویو نومونو کې یو څه ابهام لیدل کېږي، هغه د شاهي لقبونو اخیستل رد کړل او خپل ځان ته یې لومړی وګړي (Princeps Civitatis) وویه، چې د هغه له غوره شوي لرغوني لقب اګوستوس سره یوځای شو.
اګوستوس په حیرانووکې توګه سترواکي پراخه کړه: مصر، دلمتیا، پانونیا، نوریکم او رایتیا یې له خپلې خاورې سره یو ځای کړل، په افریقا کې یې ملکیت پراخ کړ او د هسپانیا فتحه یې بشپړه کړه، خو په جرمنيا کې له لویې ماتې سره مخامخ شو. د پولو هاخوا، نوموړي خپله سترواکي د نږدې هېوادونو پر مټ په منځګړو سیمو سره خوندي کړه او د ډیپلوماسۍ له لارې یې له پارسیا سترواکۍ سره سوله وکړه. هغه د روم د مالیاتو سیستم سم کړ، د رسمي عامه لارو د سیستم پر مټ یې د سړکونو شبکې رامنځ ته کړې، یو ثبات لرونکی پوځ یې تاسیس کړ، پراتورین ګارډ (د شاه ساتونکي او استخبارات) یې تاسیس کړ، د روم لپاره یې رسمي پولیس او د اور وژنې خدمتونه چمتو کړل او د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې یې د ښار زیاتره برخه بیا جوړه کړه. اګوستوس په ۱۴ میلادي کال کې د ۷۵ کلنۍ په عمر له دنیا نه سترګې پتې کړې، چې مړینه یې ښایي د طبیعي لاملونو له امله وي. پر له پسې ګنګوسې، چې په شاهي کورنۍ کې د مړینې نه وروسته یو څه ثابتې شوې هم دي، ادعا کړې چې د هغه مېرمن لیویا هغه ته زهر ورکړي دي. هغه د خپل منلي زوی تیبیریوس، د لیویا زوی او د خپلې یوازینۍ لور جولیا د پخوانی میړه په مرسته د امپراتور په توګه واک ته ورسېد.
نوم[سمول]
د رومي دودونو، ټولنې او شخصي نظر په پایله کې، اګوستوس د خپل ژوند په اوږدو کې په ډېرو نومونو پېژندل شوی و:
- ګایوس اوکتاویوس. د سویتانیوس په وینا: د ماشوتوب په دوره کې په ۶۰ کال کې مخکې له میلاد نه، اوکتاویوس د تورینوس تخلص د خپل زیږون نوم سره یو ځای کړ. وروسته، کله چې هغه د سیزار نوم واخیست، د هغه سیال مارک انتوني هغه ته د سپکاوي لپاره د "تورینوس" په نوم یادولاوهو. په ځواب کې، هغه یوازې دومره وویل چې حیران دی چې "د هغه د زوړ نوم کارول د ښکنځلو په توګه انګېرل کېده". [۶][۷][۸]
- دګایوس جلیوس سیزار اوکتاویانوس، هغه د خپل منل شوي پلار جولیوس سیزار نوم واخیست، خو زیاتره له هغه نه د توپیر له امله د "اکتاویانوس" ګڼل کېده چې دا نوم د اوکتاویوس د صفت بڼه ده. نوموړی په انګلیسي دود کې له ۴۴ کال مخکې له میلاد نه تر ۲۷ کال مخکې له میلاد نه د مودې لپاره د اکتاویان یا Octavian په نوم یادېږي. په رسمي توګه، داسې ښکارېده چې نوموړي په ساده ډول "ګایوس سیزار" کارولی دی، او په ۴۲ کال مخکې له میلاد نه د سیزار د مړینې وروسته هغه ځان ته ډیوي فیلوس یا ډیوي لولي فیلوس (divi filius or divi Iuli(i) filius) نوم کارولو چې د (الهي جولیوس زوی") په معنی و. [۹][۱۰][۱۱]
- سترواک سیزار. په پایله کې له ۳۸ کال مخکې له میلاد نه، اوکتویان له سیزار پرته په رسمي ډول خپل ټول نومونه پرېښودل او د دودیز رومي مخکیني نوم پر ځای یې، د بریا لقب امپراتور ("امر کوونکی\ سترواک") کارول پیل کړل.[۱۲]
- امپراتور سیزار اګوستوس: په ۳۱ کال مخکې له میلاد نه د مارک انتوني او کلیوپاترا له ماتې وروسته، نوموړي یو څه په خپل ټینګار، د ۲۷ کال د جنوري په ۱۶ مه نېټه مخکې له میلاد نه، د روم سنا هغه ته د "اګوستوس" بل نوم ورکړ. تاریخپوهان دا نوم له ۲۷ کال مخکې له میلاد نه تر ۱۴ میلادي کال پورې، یعنې د نوموړي تر مړینې پورې هغه ته کاروي. [۱۳]
سرچینې[سمول]
- ↑ پیوستون : 118505122 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/21712995
- ↑ Millar, Fergus; Segal, Erich. Caesar Augustus: Seven Aspects. Oxford: Clarendon Press. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Syme, Ronald (1959), "Livy and Augustus", Harvard Studies in Classical Philology, 64: 27–87, doi:10.2307/310937, JSTOR 310937 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Augustus | Biography, Accomplishments, Full Name, & Facts". Encyclopædia Britannica.
- ↑ Luke, Trevor (2015). "Cultivating the memory of Octavius Thurinus". Journal of Ancient History. 3 (2): 242–266. doi:10.1515/jah-2015-0012. S2CID 164329002. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Goldsworthy 2014.
- ↑ Shelton, Jo-Ann (1998), As the Romans Did, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 58 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hammond, Mason (1957), "Imperial Elements in the Formula of the Roman Emperors during the First Two and a Half Centuries of the Empire", Memoirs of the American Academy in Rome, 25, د کتاب پاڼې 21 n. 1 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Syme 1958، مم. 175, 179.
- ↑ Syme 1958، مم. 176, 179, 181–183, 185.
- ↑ . 40 maps that explain the Roman Empire. Vox.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P40
- د خاصيت کارولو پاڼې P22
- د خاصيت کارولو پاڼې P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- د خاصيت کارولو پاڼې P580
- د خاصيت کارولو پاڼې P582
- د خاصيت کارولو پاڼې P1366
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه