د افغانستان اسلامي جمهوریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افغانستان اسلامي جمهوریت
جمهوری اسلامی افغانستان (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
  لړۍ...
پخوانی هېواد (۲۰۲۱ – )
خپلواک هيواد (۲۰۰۴ – ۲۰۲۱)
Government in exile (en) ژباړل (۲۰۲۱ – )
regime (en) ژباړل
satellite state (en) ژباړل ( – ۲۰۲۱) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
حل مكانه
اړين معلومات
د ړنګېدو وخت
۱۵ اگسټ ۲۰۲۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مهمې پیښې
  لړۍ...
کچه او لوړوالۍ
د ځای کچه
۶۵۲٬۸۶۴ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۵۸″شمال ۶۹°۰۹′۵۷″ختیځ / 34.5328°شمال 69.1658°ختيځ / 34.5328; 69.1658 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د افغانستان اسلامي جمهوریت یو جمهوري ولسمشریز نظام و چې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان واکمن و. دا دولت د افغانستان د لنډمهالې (۲۰۰۱ – ۲۰۰۲) او انتقالي (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴) ادارو ځایناستی شو چې په ۲۰۰۱ کې د متحده ایالاتو د برید په پایله کې د طالبانو نیم په رسمیت نیم پېژندل شوي امارت له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شوې. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵، دا هېواد بېرته د طالبانو لخوا ونیول شو او د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو جنګ، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه وه، پای ته ورسېد. دا د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو او د طالبانو تر واک لاندې د اسلامي امارت د بېرته راګرځیدو لامل شو. ملګري ملتونه تر اوسه اسلامي جمهوري دولت د اسلامي امارت پر ځای، چې اوسنی غیر رسمي نظام دی، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني. د امریکا او طالبانو معامله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نېټه په قطر کې لاسلیک شوه، له هغو مهمو پېښو څخه وه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو (ANSF) د پاشل کېدو لامل شوه. متحده ایالاتو له معاملې وروسته، په پراخه کچه د هوایي بریدونو شمېر کم کړ او د طالب یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې یې افغان امنیتي ځواکونه له مهم اړخ څخه بې برخې کړل، چې د طالبانو په لاس د کابل د نیولو لامل شو. [۱][۲][۳]

متحده ایالاتو او څو متحدینو یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو لومړی حکومت (چې محدود رسمیت یې درلود) د مخالفې شمالي ټلوالې په ملاتړ، نسکور کړ. ورپسې د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي حکومت را منځ ته شو. د ۲۰۰۳ کال له لویې جرګې وروسته د نوي اساسي قانون له مخې یو مرکزي جمهوري اسلامي جمهوریت اعلان شو او کرزی د بشپړې مودې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. له دې سره سم، د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف د کورني امنیت په ساتلو کې مرسته وکړه، چې په تدریجي ډول یې د ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو څخه وروسته دفاعي مسولیت افغان وسله والو ځواکونو ته وسپار.

خو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کنترول ټینګ کړ او کورنۍ جګړې دوام وکړ. ویل کېږي چې طالبان د پاکستان په ملاتړ د یوې یاغی ډلې په توګه بیا تنظیم شول او د ۲۰۰۶ – ۲۰۰۷ کلونو څخه وروسته یې په افغان او ایتلافي ځواکونو بریدونه زیات کړل. دې کار په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې ستونزې را پورته کړې، چې د دواړو خواوو له خوا د بې شمېره سرغړونو لکه د ملکي وګړو وژنو، تښتونو او شکنجو په پایله کې وې. د امریکا په پوځي او اقتصادي مرستو باندې د حکومت د پراخې تکیه له امله، ځینو دا ملت د امریکا د تابع دولت په توګه طبقه بندي کړ او د تلپاتې ازادۍ د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته یې په تدریجي ډول د کلیوالو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ. [۴]

د په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د همدې کال په مې میاشت کې طالبانو پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وتوانېدل په راتلونکو دری نیمو میاشتو کې د هېواد کنټرول ترلاسه کړي. افغان ملي اردو په چټکۍ وپاشل شوه. د جمهوریت بنسټونه عملاً د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه هغه وخت سقوط شول چې طالب ځواکونه کابل ته ننوتل او افغان ولسمشر اشرف غني هېواده پرېښود. لږ وروسته، د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ او د طالبانو پر وړاندې یې جمهوري مقاومت اعلان کړ. [۵][۶][۷][۸]

تاریخچه[سمول]

د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، د افغانستان لڼدمهاله اداره د حامد کرزي په مشرۍ را منځ ته شوه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) جوړ شو ترڅو د کرزي له ادارې سره مرسته وکړي او لومړني امنیتي خدمات چمتو کړي. په دې وخت کې، د دوو لسیزو جګړو او همدارنګه په هغه وخت کې له سختې لوږې وروسته، افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه درلوده، د ژوند تمه یې تر ټولو ټیټه وه، اکثریت نفوس یې وږي و، او زیربناوې وېجاړې وې. لوی شمېر بهرنیو مرسته کونکو د دې جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې لپاره مرستې او کومکونه پیل کړل.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په داسې حال کې چې نور ایتلافي ځواکونه د بیارغونې په بهیر کې د مرستې لپاره افغانستان ته ننوتل، په همدې وخت کې طالب ځواکونو په پاکستان کې بېرته تنظیمات پیل کړل. طالبانو په افغانستان کې د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره بغاوت پیل کړ. ایساف او افغان پوځیانو په ورپسې لسیزه کې، د طالبانو پر ضد ډېر بریدونه وکړل، خو هغوی ته په بشپړه ماتې کې پاتې راغلل. افغانستان د بهرنۍ پانګونې د کمښت، حکومتي فساد او د طالبانو د بغاوت له امله د نړۍ د بې وزلو هېوادونو په ډله کې پاتې شو. په همدې حال کې کرزي هڅه وکړه چې د هېواد خلک متحد کړي او افغان حکومت وتوانید چې یو شمېر دیموکراتیک بنسټونه رامنځ ته کړي، چې په  ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم تصویب شو. د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د بهرنیو مرستندویه هېوادونو په مرسته هڅه وشوه چې د هېواد د اقتصاد، روغتیا، ښوونه او روزنه، ټرانسپورټ او کرنه په پښو ودروي. همدارنګه، ايساف ځواکونو د افغان ملي امنيتي ځواکونو روزنه پيل کړه. د ۲۰۰۲ کال په تېرېدو، نږدې پنځه میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول. د ناټو د ځواکونو شمېر په افغانستان کې په ۲۰۱۱ کال کې تر ټولو لوړې کچې، ۱۴۰،۰۰۰ ته ورسېد، چې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶۰۰۰ ته راښکته شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۱۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې اشرف غني ولسمشر و ټاکل شو چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره واک په دیموکراتیکه بڼه ولېږدول شو. د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۲۸ نېټه، ناټو په رسمي توګه په افغانستان کې د ایساف جنګي عملیات پای ته ورسول او بشپړ امنیتي مسوولیت یې افغان حکومت ته ورکړ. د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ عملیات په هماغه ورځ د آیساف د ځای ناستي په توګه را منځ ته شول. د ناټو په زرګونو عسکر په هېواد کې د افغان حکومتي ځواکونو د روزنې او مشورې په موخه پاتې شول او د طالبانو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۵ کال کې اټکل وشو و چې " د افغانستان په جګړه کې له ۲۰۰۱ کال را په دې نږدې ۱۴۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي. له دې ډلې له ۳۸۰۰۰ څخه ډېر وژل شوي ملکي وګړي وو." د جسد شمېرنې تر سرلیک لاندې یو راپور موندلي چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له خوا له ۱۰۶۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰۰ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سقوط[سمول]

په ۲۰۲۱ کال د طالبانو بیا راپورته کېدل[سمول]

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴ نېټه وویل چې ناټو هوکړه کړې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړي. د ناټو د عسکرو له وتلو سر سم، طالبانو د افغان حکومت پر ضد بریدونه پیل کړل، په چټکۍ سره یې د افغان حکومت د ځواکونو په سقوط کې پرمختګ وکړ. د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د امریکا د استخباراتو یوه راپور وړاندوینه وکړه چې ښایي د افغانستان حکومت ناټو له وتلو وروسته د شپږو میاشتو په اوږدو کې سقوط وکړي. راپور ډېر حقیقي ثابت شو: د اګست په دویمه اونۍ کې، د افغانستان د زیاتره ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل او افغان ملي اردو په بشپړه ګډوډۍ او په ټولو جبهو کې د شاتګ په حال کې وه. په ترتیب سره د اګسټ په ۱۴ او ۱۵ د مزارشریف او جلال اباد سقوط د افغان حکومت لپاره د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي هر ډول شونتیا له منځه یووړه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. (په 18 May 2022 باندې). US withdrawal triggered catastrophic defeat of Afghan forces, damning watchdog report finds. The Guardian.
  3. (په 18 May 2022 باندې). US withdrawal prompted collapse of Afghan army: Report. Al Jazeera
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. (په August 17, 2021 باندې). Panjshir flies flag of resistance again; Amrullah says he is President of Afghanistan. Tribune India.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. کينډۍ:UN document – (UNSCR 1386)
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. (په 31 July 2008 باندې). Pakistan Accused of Helping Taliban. ABC News.
  20. (په 26 July 2010 باندې). Wikileaks: Pakistan accused of helping Taliban in Afghanistan attacks. The Telegraph.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. (په 15 October 2015 باندې). The foreign troops left in Afghanistan. BBC News.
  25. (په 4 April 2014 باندې). Huge security as Afghan presidential election looms. BBC.
  26. (په 5 April 2014 باندې). Afghanistan votes in historic presidential election. BBC.
  27. (په 4 April 2014 باندې). Landmark Afghanistan Presidential Election Held Under Shadow of Violence. HuffPost.
  28. . Afghanistan's Future: Who's Who in Pivotal Presidential Election. NBC News.
  29. . Afghan president Ashraf Ghani inaugurated after bitter campaign. The Guardian.
  30. (په 28 December 2014 باندې). U.S. formally ends the war in Afghanistan. CBA News
  31. (په 28 December 2014 باندې). Nato ends combat operations in Afghanistan. The Guardian.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. (په 7 April 2015 باندې). U.S. War on Terror has reportedly killed 1.3 million people in a decade. Australian National Review.
  37. (په 30 March 2015 باندې). 220,000 killed in US war in Afghanistan 80,000 in Pakistan: report. Daily Times.
  38. (په 14 April 2021 باندې). NATO to Cut Forces in Afghanistan, Match US Withdrawal. VOA News.
  39. (په 24 June 2021 باندې). Afghanistan is disintegrating fast as Biden's troop withdrawal continues. CNN
  40. (په 13 July 2021 باندې). Afghanistan stunned by scale and speed of security forces' collapse. The Guardian.
  41. (په 24 June 2021 باندې). Afghan government could fall within six months of U.S. military withdrawal, new intelligence assessment says.
  42. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.