د طبابت تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د طبابت تاریخچه
د شخص معلومات
عملي ژوند

د طب تاریخچه ښيي چې ټولنو څه ډول له لرغونې دروې څخه تر دې مهاله له ناروغیو سره خپل چلند بدل کړی. لومړني طبي دودونه دا دي: بابل، چین، مصر او هند. سوشراتا (Sushruta) له هند څخه د وړاندوینې او طبي تشخیص مفاهم معرفي کړل. د بقرات لوړه (Hippocratic Oath) له میلاد څخه مخکې په پنځمه پېړۍ کې په لرغوني یونان کې لیکل شوې ده او د طب مسلک ته له داخلېدو سره د ډاکترانو د قسم یادولو ټول نني لوړه‌لیکونه/سوګند‌نامې ورڅخه الهام اخلي. په منځنیو پېړیو کې له لرغونو استادانو څخه په ميراث وړل شویو جراحي عملیو کې ښه‌والی راغی او وروسته په راجریوس /Rogerius's  (د یادې عملیې د رامنځته کوونکي عالم نوم) جراحي عملیو کې سیستماتیکې شوې. پوهنتونونو په منظم ډول د ډاکترانو روزنه شاوخوا له ۱۲۲۰ میلادي کال څخه په ايټالیا کې پيل کړه.

د مایکروسکوپ اختراع د رنسانس (Renaissance) په وخت کې د غوره درک پایله وه. له ۱۹ پېړۍ څخه مخکې داسې فکر کېده چې هموریزم / humorism  (چې د هوموریالیزم / humoralism په نوم هم یاديږي) د ناروغیو علت تشرېح کوي. خو ورو ورو د ناروغيو په میکروبي تیوري (germ theory of disease) بدله شوه او ډېرو ناروغیو او ان غفوني ناروغیو د اغېزمنې دملنې لامل شوه. نظامي ډاکترانو د تروما/ضربې او جراحۍ د درملنې طریقې پرمختللې کړې. د عمومي روغتیا اقداماتو په ځانګړي ډول په ۱۹ پېړۍ کې پراختیا ومونده ځکه د ښارونو سیستماتیکې ودې روغتیايي اقداماتو ته اړتیا درلوده. په لویو روغتونونو کې تر ډېره پرمختللي څېړنیز مرکزونو د شلمې پېړۍ په لومړيو کې پرانیستل شول. د شلمې پېړۍ منځنۍ برخه د نویو بیولوژيکي درملنو لکه انتی بیوتیکونو سره مشخصه شوه. یاد پرمختګونه په جنتیک، کیمیا او رادیوګرافۍ کې د پرختګونو سره د مدرن طب لامل شول. طبابت په شلمه پېړۍ کې په پراخ ډول مسلکي شو او ښځو ته یې نوي کاري فرصتونه د نرسانو (له ۱۸۷۰ لسیزې) او ډاکترانو(په ځانګړي ډول له ۱۹۷۰وروسته) په توګه برابر کړل. 

له تاریخ څخه مخکې طب[سمول]

که څه هم په دې اړه ډېر لږ ریکارډونه شته چې څه وخت بوټي د درملیزو موخو(herbalism) لپاره وکارول شول، د شفا بښونکو عواملو په توګه له بوټو، همداراز له خاورو او د کلالي لوښو له خاورې څخه کار اخیستل ډېر لرغوني دي. د وخت په تېرېدو سره د ځناورو له چلند څخه پېښې/تقلید د طب پر بنسټ ولاړه علمي اړیکه د نسلونو تر منځ جوړه شوه. تر دې وړاندې ان نئندرټالونو/ Neanderthals (د انسانانو منقرض شوی ډول) په روغتیايي فعالیتونو کې ونډه درلوده. له هغه ځایه چې ټبریز کلتور ځانګړې ټبرونو/قبیلې مشخصولې شمنونو/shamans (د دودیزو باورونو څانګه) او درمل جوړوونکو شفابښونکی رول ترسره کړی. لومړنی پېژندل شوی د غاښونو طب له میلاد څخه شاوخوا ۷۰۰۰ کاله مخکې په بلوچستان کې رامنځته شوی چې په هغه کې د ډبریز عصر د غاښو ډاکترانو د لیندۍ له تارونو او تېرو څوکو لرونکو ډبرو څخه کار اخیست. لومړنی پېژندل شوی ترپنینګ/ trepanning عملیات (یوه لرغونې جراحي علمیه چې د انسان په کوپړۍ کې له سوري جوړولو سره تر سره کېده) له میلاد څخه ۵۰۰۰ کاله مخکې د فرانسې په اېنسېشم / Ensisheim کې تر سره شوی. د بدن د غړي احتمالي پرې کول له میلاد څخه ۴۹۰۰ کاله مخکې د فرانسې په بوتایئر-بولان‌کورت (Buthiers-Bulancourt,) کې تر سره شوی. [۱][۲][۳][۴][۵]

لومړني تمدنونه[سمول]

بین النهرین/عراق[سمول]

په لرغوني عراق کې د عقلي علومو او جادو تر منځ هېڅ توپیر نه و، کله به چې یو کس ناروغ شو، ډاکترانو به هم درمل ورته تجویز کول او هم به یې جادويي فورمولونه ویل. لومړنی طبي نسخې د اور(Ur) په درېمه لړۍ کې له میلاد څخه شاوخوا ۲۱۱۲ ـ ۲۰۰۴ کاله مخکې په سومري ژبه ترلاسه شوي. د طب په اړه لرغوني بابلي متونونه له میلاد څخه مخکې د د دوهمې زریزې په لومړۍ نیمه برخه کې د بابلیانو دورې ته ورګرځي. تر ټولو پراخ بابلي طبي اثر که څه هم یو تشخیصي لارښود کتاب دی د امانو (ummânū) یا د سرڅېړونکي اېساګل-کېن-اپلا-اېدېنا (Esagil-kin-apli of Borsippa) له خوا له میلاد څخه مخکې د ۱۰۴۶-۱۰۶۹ کالونو تر منځ د بابلي پادشاه اداد- اپلا-اندينا (Adad-apla-iddina) د سلطنت پر مهال لیکل شوی. له مصریانو سره بابلیانو د تشخیص، وړاندوینې، فزیکي معاینې او درملنې طریقې معرفي کړې. په متن کې د طبي علایمو او تجربي مشاهداتو نوملړ له تفصیلي او منطقي قواعدو سره د ناروغ پر بدن د لیدل شویو نښو په ترکیب کې له وړاندوینې او تشخیص سره شامل دي. تشخیصي لارښود د منطقي اوصولو او انګېرنو پر بنسټ ولاړ و، د مدرن لیدلوري په ګډون چې د ناروغ د نښو/علایمو د معاینې له طریقه ارزول کېږي، کولی شو د ناروغۍ وجه، پرمختګ او په راتلونکي کې د مصاب کېدو چانس تعین کړو. د ناروغ ښه‌والی، ناروغي او نښې د درملنې د بېلابېلو طریقو لکه بنداج (bandages)، درمل‌بوټو او کریمونو په واسطه درمل کېډل.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ختیځو سامي کلتورونو کې، د درملو اصلي واکمن یو ډول شفاورکوونکی دم‌ګر و، چې د اشېپو (āšipu) په نوم یادیده. دا کسب په عمومي ډول له پلار څخه زوی ته لېږدېده او ډېر د درناوي وړ و. بل ډول شفاورکوونکی د اسو(asu) په نوم مشهور و، چې تر ډېره له مدرن طبابت سره ورته‌والی لري، فزیکي نښې/ علایمو درملنه د ولسي درملنو له لارې تر سره کېده، چې تر ډېره بېلابېل بوټي، حیواني محصولات او معدني مواد همداراز معجونونو، درملیز شربت، ملم او ضماد په کې شامل وو. دا ډاکتران چې کېدی شوی ښځې وې یا هم نارینه، ټپونه/زخم یې پانسمان کول، اندامونه یې تنظیمول او ساده جراحي عملیې يې تر سره کولې. لرغونی عراق هم د ناروغييو د خپرېدو، وقایې او مخنیوي لپاره اقدامات وکړل.   [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

اروايي ناروغۍ په لرغوني عراق کې خورا مشهور وې، چېرته چې باور دا و، چې اروايي ګډوډۍ د ځانګړو خدایانو په واسطه رامنځته کېږي. دا چې لاسونه پر کس د کنټرول نښه وه، ځکه رواني/اروايي ناروغۍ د ځانګړو خدایان د لاس په توګه پېژندل کېدې.  یوه اروايي ناروغي د اېشتر (Qāt Ištar) په نوم پېژندل کېده چې د اېشتر د لاس په معنا وه. ځينې نور د شمس/ لمر د لاس (Shamash)، د اروا لاس او د خدای د لاس په نوم پېژندل کېدل. له دې سره د دې ناروغیو توضیحات دومره پېچلي دي او معمولاً د دې معلومول ناشونې دي چې په مدرنو اصطلاحاتو کې له کومې ناروغۍ سره سمون خوري. عراقي ډاکترانو د خپلو ناروغانو وهمونه له جزیاتو سره ریکارډول او هغوی ته یې روحانی او معنوي ارزښت ټاکه. [۱۶][۱۷]

مصر[سمول]

لرغوني مصر یو لوی متنوع او ګټور طبي دود رامنځته کړ. هېروډات / Herodotus  (د یوناني ژبې لومړی تاریخ لیکونکی) د غوره عمومي روغتیايي سیستم او وچ اقلیم په وجه مصریان داسې تشرېح کوي: «د لیبیایانو تر څنګ د نړۍ تر ټولو سالم خلک دي.» د هغه په وینا «طبابت د هغوی تر منځ دومره تخصصي دی چې هر ډاکتر یې یوازې یوې ناروغۍ ته شفا بښي نه زیاتو ته». که څه هم د لرغوني مصر طبابت تر یوې کچې له مافوق الطبیعت/اسماني پدیدو سره تړلی و، خو وروسته په علمي برخو لکه اناتومۍ، عامې روغتیا او کلینیکي تشخیص کې وکارول شو.  [۱۸][۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. (په 6 April 2006 باندې). Stone age man used dentist drill.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Horstmanshoff, Tilburg & Stol 2004, p. 99
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Marten Stol, Epilepsy in Babylonia, (1993) p. 55,
  15. Horstmanshoff, Tilburg & Stol 2004, pp. 97–98
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.