د ځمکې د کتنې سپوږمکۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ځمکې د کتنې سپوږمکۍ
عامه معلومات
ځانګړې وېشنيزه
کارول


د ځمکې د کتنې يوه سپوږمکۍ يا د ځمکې له لرې حسي سپوږمکۍ هغه سپوږمکۍ ده، چې له مدار څخه د ځمکې د کتنې په موخه کارول کېږي يا جوړېږي. دا ډول سپوږمکۍ د جاسوسۍ يا څار سپوږمکۍ (spy satellites) او ورته نورې دي، چې لکه د چاپيريال څارنې، هوا پوهې، نقشه کښنې او نورو لپاره نانظامي کارونو لپاره رامنځته کېږي. تر ټولو عام ډول يې د ځمکې انځور اخيستونکې سپوږمکۍ دي، چې له فضايي انځورونو سره ورته سټالايټ انځورونه اخلي. ځيني EO سپوږمکۍ ښايي له انځور جوړونې پرته له لرې احساس (remote sensing) تر سره کړي. لکه د GNSS په بې سيم پټوالي (GNSS radio occultation) کې.

د سپوږمکۍ لرې احساس د لومړنۍ پېښېدنې تاريخ د ۱۹۵۷ز کال د اکتوبر پر ۴ مه د شوروي اتحاد له لورې د Sputnik 1 په نوم لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ توغولو پورې تړل کېدلی شي. يادې سپوږمکۍ بې سيم زيګنالونه يا اشارې بېرته ځمکې ته راولېږلې، چې پوهانو د ionosphere پوړ د څېړنې په موخه وکارولې. NASA د ۱۹۸۵ز کال د  جنوري پر ۳۱ مه نېټه د Explore 1 په نوم لومړنۍ امريکايي سپوږمکۍ وتوغوله. د دې سپوږمکۍ له وړانګې موندونکې [برخې] څخه رالېږل شوي معلومات د ځمکې د Van Allen وړانګې ملاوستنو (کمربندونو) د موندنې سبب شول. د ۱۹۶۰ ز کال د اپرېل پر ۱ د TIROS-1 په نوم فضا ته استول شوې فضايي بېړۍ، د ناسا د (Television Infrared Observation Satellite (TIROS)) خپرونې د يوې برخې په توګه د هوا د نمونو لومړني تلويزيوني فلم يې بېرته ځمکې ته واستاوه، چې له فضا څخه اخيستل کېده. [۲][۳][۴]

تر ۲۰۰۸ ز کال پورې د ځمکې د کتنې له ۱۵۰ څخه زياتې سپوږمکۍ په مدار کې وې، چې په فعال او غير فعال حسي برخو سره يې معلومات ثبتول او په ورځني ډول يې له 10 terabits څخه زيات معلومات تر لاسه کول. [۵]

د ځمکې د کتنې زياتره سپوږمکۍ داسې وسايل له ځان سره لېږدوي، چې د پرتلنې وړ يو ټيټ لوړوالي کې بايد په کار واچول شي. زياتره سپوږمکۍ له ۶۰۰-۵۰۰ کیلو متر (۳۱۰ څخه تر ۳۷۰ ميل) نه پورته لوړوالي کې دوران کوي. يو څه ښکته مدارونه د هوا اغېزناک کښښ لري، چې د پرله پسې پېښېدونکي يا مکرر مدار د بيا پرمختګ تمرينونه اړين کوي. د اروپا په فضايي استازولۍ  کې د (ERS-1)، (ERS-2) او Envisat د ځمکې د کتنې سپوږمکۍ او همدرانګه د EUMETSAT د MetOp هوايي بېړۍ د نږدې ۸۰۰ کیلو متر (۵۰۰ ميل) په لوړوالي کې عمل کوي. د اروپايي فضايي استازولۍ د Proba-1، Proba-2 او SMOS هوايي بېړۍ ځمکې د نږدې ۷۰۰ کېلو متر (۴۳۰ ميل) لوړوالي څخه مشاهده کوي. د DubaiSat-1 او DubaiSat-2 په نومونو د متحده عربي اماراتو د ځمکې د کتنې سپوږمکۍ د ځمکې ټيټو مدارونو (Low Earth Orbits) کې ځای پر ځای شوي دي او د سپوږمکۍ له لارې د ځمکې د بېلابېلو برخو انځورونه چمتو کوي. [۶][۷]

په يوه ټيټ مدار سره د (نږدې) نړيوال پوښښ د تر لاسه کولو په موخه له قطبي مدار (polar orbit) څخه ګټه اخيستل کېږي. يو ټيټ مدار به د مدار نږدې ۱۰۰ دقيقې دوره ولري او ځمکه به د هغې د قطبي محور ګرد چاپېر د پرله پسې مدارونو تر منځ نږدې ۲۵ درجې دوران وکړي. د ځمکې ليکه (ground track) د لويديځ هر مدار پر لور ۲۵ درجې حرکت کوي، چې په هر مدار سره د نړۍ د بېلابېلو برخو ځېرلو (سکن کولو) ته لار هواروي. زياتره [سپوږمکۍ] د لمر په هم مهاله مدارونو (Sun-synchronous orbits) کې دي.

په ۳۶۰۰۰ کیلو متر (۲۲۰۰۰ ميل) لوړوالي کې د ځمکې يو نه بدلېدونکی (geostationary orbit) مدار، يوې سپوږمکۍ ته اجازه ورکوي چې پر ځمکه باندې په يوه ثابت ټکي سربېره وځړېږي، ځکه چې په دې لوړوالي کې د مدار دوره ۲۴ ساعتونه ده.

تاريخچه[سمول]

Herman Potocnik د ځمکې د تفصيلي سوله ييزې او نظامي کتنې لپاره «د فضا د يون ستونزه» په نوم د خپل ۱۹۲۸ ز کال کتاب کې، د مدار فضايي بېړۍ د کارونې نظريه څرګنده کړه. نوموړي بيان کړل، چې د فضا ځانګړي حالتونه د پوهنيزو ازمېښتونو لپاره څه ډول ګټور کېدلی شي. ياد کتاب د ځمکې نه بدلېدونکې سپوږمکۍ (چې لومړی د Konstantin Tsiolkovsky له لوري وړاندې شوې) بيان کړې او د دوی او ځمکې تر منځ يې د بې سيم په کارونې سره د اړيکو په اړه بحث وکړ، مګر د ډله یيزې خپرونې لپاره او د لرې اړيکو د بيا خپرولو په توګه يې د سپوږمکيو د کارونې نيمګړتيا حس کړه. [۸]

سرچينې[سمول]

  1. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4271759-0. د اثر ژبه يا نوم: آلماني ژبه. Retrieved: ۲ اگسټ ۲۰۲۱. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.