د کندهار موټر بم چاودنه (مې ٢٠١٨)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د چاودنې د وخت انځور

د کندهار ښار د موټر بم چاودنه په (٢ مې ٢٠١٨) کې د کندهار ښار د څلوارلسمې حوزې د حضرت جي بابا په فابریکه سيمه کې د غرمې په وخت کې هغه مهال وسو، کله چې سيمييز پوليس د بم خونسا کولو په حال کې وه، خو د کم وخت او نورو ستونزو له امله بم د خونسا کيدو ترمخه وچاود. په دي چاودنه کې ١۶ تنه ووژل سول، او ٣٨ نور  ټپيان سول، په ټپیانو کې پنځه کوچنيان او ۶ امنیتي سرتېري او پاته نور بيا ملکيان وو[۱][۲][۳][۴][۵]

د بريد اړوند نور معلومات[سمول]

ددې برید پړه طالب وسله والې ډلې پر غاړه اخېستې ده چې موخه یې د ځایي پولیسو سرتېري ول.

بريد غندنه[سمول]

  1. ارگ، کابل: د هېواد جمهوررئیس دغه تروریستي برید غندي او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا دعا کوي.[۶]
  2. د کندهار والي، زلمی ویسا: زه په کندهار کي د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو او قربانيو ستاينه کوم،چي د وسله والو هغه پلان، چي غوښتل يې د روژې په وروستیو شپو او ورځو کي،چي په ښار کي زياته ګڼه ګوڼه وي  خونړي بریدونه وکړي او زيات کسان شهيدان او ټپيان کړي مخنيوی وکړ. وسله وال ترهګر دي په دې پوه سي،چي هيڅکله به د غير مشروع او انسان ضد کړونو د لاري خپلو شومو اهدافو ته ونه رسيږي،بلکي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوري به لمنځه يو وړل سي.[۷]

سرچينې[سمول]

  1. د چاودنې نيټه (٢ مې ٢٠١٨). "د پژواک خبري اژانس څخه". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  2. د مړو او ټپيانو شمير (٢ مې ٢٠١٨). "د آزادۍ راډیو څخه". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. د چاودنې سيمه (۴ مې ٢٠١٨). "د بي بي سي پښتو څخه". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. د چاودنې وسيله (۶ مې ٢٠١٨). "د دويچه ويله پښتو څخه". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. د کندهار ملي امنيت په کندهار ښار کي د خونړيو چاودنو او بريدونو مخنیوی وکړ، خو (٢ مې ٢٠١٨). "د کندهار تلویزیون لخوا". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. د ارګ لخوا د چاودنې غندنه (۰۱ - غبرګولې - ۱۳۹۷). "د ارګ لخوا". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)
  7. د کندهار ولايت د چاودنې غندنه د کندهار والي زلمی ويسا لخوا (مې ٢٠١٨). "وړاندې کونه د کندهار تلویزیون". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)