ويکيپېډيا:ويکيپروژه افغانستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغان ويکي‌پروژې ته ښه راغلاست
افغانستان د غيرتي افغانانو ټاټوبی دی.
ليکنې لړليکونه کينډۍ تانبې وېشنيزې لارښوونې

افغانستان لنډه پېژندنه


افغانستان، (د افغانستان اسلامي امارت) په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسیا په زړه کې پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمه څرگنده شوې ده چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي آسیا پورې تړلې ده،‌ او دا په دې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د د ډیورنډ کرښه فرضي پوله،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره ګډې پولې لري.نور...

نوميالی


نور محمد تره کی (په ۱۹۱۷ زېږديز کال کې نړۍ ته راغلی، د مړينې نېټه: د ۱۹۷۹ د اکتوبر ۸)، نوموړی يو افغان سياستوال او د خلق ډموکراتيک ګوند د مشرانو څخه وو، چې د سردار محمد داود خان د حکومت وروسته د افغانستان جمهور رئیس شو. نورمحمد تره کی په ۱۹۷۹ کال کې د حفیظ الله امین د پلويانو له خوا په ولسمشریزې ماڼۍ کې د بالښت په وسيله خپه شو او ووژل شو، چې په دې توګه حفیظ الله امین واک ته ور سېد. تره کی يو پښتوپال او قوم‌پالونکی پښتون وو، ټبر يې غلجی او په پښتنو کې بيا د تره کي ټبر اړوند وو. نوموړی د نظر محمد زوی وو؛ تره کی د نظر محمد په درېيو اولادونو کې ترټولو مشر اولاد وو. نور محمد تره کي واده کړی وو خو اولادونه يې نه درلودل. نور...

تاريخ


د پاني پت درېیمه جګړه، د ۱۷۶۱ ز کال د جنورۍ په ۱۴ مه، د پاني پت په ښار کې، چې د ډیلي شمالي لور په نږدې ۹۷ کیلومترۍ (۶۰ مایله) کې پروت دی، د مرهټه سترواکي او د افغان نیواک ګرپوځ (د احمد شاه ابدالي پوځ) سره رامنځ ته شوه. په دغه جګړه کې د احمد شاه ابدالي پوځ ، د څلورو هندي متحدینو چې د نجیب الدوله تر قوماندې لاندې روهیلې، د دواب سیمې افغانانو او د شجاع الدواله په نوم د اوده نواب له خوایې ملاتړ کېده. د مرهټه پوځ د سدا شوراهو بهاو له خوا یې لارښوونه کېده، هغه څوک چې د واک له نظره، د چترپتي (د مرهټه پاچا) او پیشوا (د مرهټه لومړي وزیر) له خوا په درېیمه لیکه کې وو. د مرهټه اصلي پوځ، د پېشوا په مشرۍ په دکن کې ځای پر ځای شوی وو. له پوځي پلوه، دغه جګړه د نجیب الدوله او د ابدالي په مشري د روهیله وو، چې دواړه افغانان وو، ( د زنبورک او جزائل) د سپرې توپ خانې او سپاره درانه نظام په مقابل کې، د مرهټې نظام د سپاره او توپ خانې ترمنځ سیالي نندارې ته وړاندې کوله. دغه جګړه، د اتلسمې پېړۍ له لویو او ډېرو پېښو لرونکو جګړو بلل کېږي او د دواړو پوځونو ترمنځ د جګړیزې نندارې له پلوه، ډېره مرګ ژوبله لري.نور...

جغرافيه


د افغانستان ولايتونه په ولسواليو وېشل شوي. په دې وروستيو کالونو کې د افغانستان د ولسواليو شمېر هم زياتې شوي او نوې ولسوالۍ له پخوانيو ولسواليو رابېلې شوي او يا هم د پخوانيو ولسواليو برخې گرځېدلي. د ۱۹۷۹ ز. کال نه دمخه په افغانستان کې ټولټال ۳۲۵ ولسوالۍ وې. د ولسواليو همدا شمېر په ۲۰۰۴ ز. کال کې ۳۲۹ ته ورسېد، خو په ۲۰۰۵ ز. کال کې د يوې سترې بياانتظامي چارې له مخې د افغانستان د ټولو ولسواليو شمېر ۳۹۷ ته ور پورته شو او همدا راز د ۲۰۰۵ ز. کال د جون په مياشت کې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لخوا ۳۹۸ ولسوالۍ چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې دي په رسمي توگه وپېژندل شوې. که په راتلونکې کې د افغانستان د جغرافيې اداري وېشنې سر له نوي تنظيم شي نو کېدای شي چې همدا شمېره نوره هم پورته يا ښکته لاړه شي.نور...

کلتور

د افغانستان کلتور له دریو زریزو څخه د زیاتې مودې لپاره خپل شتون حفظ کړی دی، چې تاریخ یې لږ تر لږه په ۵۰۰ م.ز کال کې هخامنشي سترواکۍ ته ور رسېږي او د د دې هېواد د اتباعو کلتوري تنوع په بر کې نیسي. د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا تر منځ په لویو لارو یې موقعیت، نوموړی هېواد له تاریخي پلوه د تنوع په مرکز بدل کړی دی، چې د یو تاریخ پوه له لوري ورته " د لرغونې نړۍ د ګرځندځای" لقب ورکړی دی. افغانستان تر ډېره یو قبیلوي ټولنه ده چې په دې هېواد کې بېلابېلې سیمې خپل ځانګړي فرعي کلتورونه لري. له دې سره سره، نږدې ټول افغانان له اسلامي دودونو څخه پیروي کوي، د رخصتۍ یو شان ورځې تجلیلوي، یو شان جامې اغوندي، یو ډول خواړه خوري، یو شان موسیقي اوري او تر یوې معینې اندازې پورې په څو ژبو سره افهام او تفهیم کوي. د دې هېواد کلتور په پیاوړي ډول له ترکو-فارسي او هندو-پارسي کلتورونو له عناصرو سره تړلی دی کوم چې د ژبې، خوړو او کلاسیکې موسیقۍ په څېر برخو کې تر سترګو کېدای شي.

افغانی کلتور په علمي لحاظ په مخ پر زیاتېدونکي ډول په یوه خوځنده حوزه باندې د بدلېدو په حال کې دی. په ډېر راوروسته تاریخ کې، افغاني کلتور په دې هېواد کې د روان اوږدمهاله کړکېچ له امله تهدید شوی او په کلکه اغېزمن شوی دی.

غړي

ګډون کول

په دې پروژه کې د برخې اخيستو او ګډون لپاره کارن کينډۍ د {{کارن:ويکيپروژه افغانستان غړی}} په کارن مخ باندې ولګوئ. تاسو به په اتوماتيک ډول په غړو کې اضافه شئ. د يادې کينډۍ ترلګولو وروسته به ستاسې په کارنمخ باندې لاندې ډول ښکاره شي.

دا کارن د افغان ويکي‌پروژې غړی دی.
د همدې مخ حافظه سپينول