يونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
EU-Greece

یونان چې رسمي نوم يې هليني جمهوریت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېواد دی. د ۲۰۲۱ز کال د شمېرو له مخې د وګړو شمېر يې لس اعشاريه اوه میلیونه دي؛ اتن يې ستر ښار او پلازمېنه ده، دويم ستر ښار يې تسلونيکي دی. یونان د بالکان په وروستۍ سويلي برخه کې موقعيت لري، د اروپا، اسيا او افريقا په څلور لارې کې پروت دی. په شمال لويديځ کې له البانيا سره، شمال ته د شمالي مقدونيا او بلغاريا سره او شمال ختيځ ته له ترکيې سره ځمکنۍ پولې لري. د دې هېواد د مرکزي سيمو ختيځ ته د اژه سيند، ايوني سيند يې په لويديځ کې، کريت سمندر او مديترانې بحيره يې سويل ته پراته دي. د مديترانې د ډنډ په غاړو يونان تر ټولو اوږده ساحلونه لري او په نړۍ کې د دې هېواد ساحلي سيمې په يوولسمه درجه اوږدې دي چې اوږوالی يې ۱۳،۶۴۶ کيلو متره (۸،۴۹۸ ميله) ته رسېږي، ډېر ټاپوګان لري چې په ۲۶۷ کې يې انسانان ژوند کوي. د يونان اتيا سلنه ځمکه غره نيزه ده، اولمپس غر يې تر ټولو لوړه څوکه لري چې ۲،۹۱۸ متره (۹،۵۷۳ فوټه) ته رسېږي. دا هېواد له نهو دوديزو جغرافيايي سيمو څخه جوړ دی چې هغه د ا دي: مقدونيه، مرکزي يونان، پلوپونز، تسالي، اپيروس، د اژه سيند ټاپوګان (دودکانيز او سيکلاد په دې کې شامل دي)، تراکيا، کرت او ايوني ټاپوګان.

يونان د لويديځ تمدن زانګو بلل کېږي، د ديموکراسۍ، لويديځې فلسفې، لويديځو ادبياتو، تاریخ لیکنې، سياسي علومو، د سترو علمي او رياضياتي قواعدو، تمثيل ا و اولمپيک لوبو د زېږد سيمه ده. له زېږد مخکې له اتمې پېړۍ راهيسې، يونانيان په ګڼو خپلواکو ښاري دولتونو کې منظم شوي و چې د «پوليس» په نوم پېژندل کېدل، کوم چې په مديترانه او تور سمندر کې خپاره وو. له زېږد مخکې په څلورمه پېړۍ کې د مقدونيې دويم فليپ د اوسني يونان ډېرې سيمې سره يو کړې، د هغه زوی ستر سکندر په چټکۍ سره له ختيځې مديترانې څخه تر هندوستانه د لرغونې نړۍ ډېرې برخې ونيولې. تر دې وروسته هلينستي پړاو د يوناني کلتور عروج او په لرغونې زمانه د اغېز شاهد و. له زېږد مخکې په دويمه پېړۍ کې يونان، روميان له خپل دولت سره الحاق کړل او په دې ډول د رومي سترواکۍ او د هغې د دوام بيزانس سترواکۍ نه بېلېدونکې برخه وګرځېد، کوم چې له کلتوري او ژبني اړخه تر ډېره بريده يوناني و. د يونان ارتودوکس کليسا چې له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې جوړه شوه، مرسته وکړه چې د اوسنۍ يوناني پېژندګلوۍ بڼه جوړه کړې او يوناني دودونه يې پراخه ارتودوکس نړۍ ته ولېږدول. د پنځلسمې پېړۍ په نيمايي کې تر عثماني واکمنۍ لاندې له راتګ وروسته، د خپلواکۍ له يوې جګړې پس په ۱۸۳۰ز کال کې يونان د يو نوي ملي دولت په توګه راڅرګند شو. د دې هېواد شتمن تاريخي ميراث تر يو بريده د يونسکو د اتلسو نړيوالو ميراثونو په مټ ښودل شوی دی.  

د يونان نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت دی، پرمختللی هېواد دی چې پرمختللې لوړ عايد اقتصاد او د لوړ معيار ژوند لري، په ورته وخت کې د بشري ودې شاخص برخه کې ډېره لوړه درجه ورکړل شوې. په بالکان کې د یونان اقتصاد تر ټولو ستر دی او په ورته وخت کې يو مهم سيمه ايز پانګونکی دی. د ملګرو ملتونو د جوړونکي غړي په توګه يونان لسم هغه هېواد و چې له اروپايي ټولنو (کوم چې له اروپايي اتحاديې مخکې و) سره يو ځای شو، همدا راز له ۲۰۰۱ز کال راهيسې د يوروزون برخه دی. دا هېواد همدا راز د ګڼو نړيوالو ادارو غړيتوب لري، اروپايي شورا، شمالي اتلانتيک تړون سازمان (NATO)، د اقتصادي همکارۍ او پرمخګ سازمان (OECD)، سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO)، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) او (OIF) پکې شامل دي. د يونان بې بېلګې کلتوري ميراث، د ګرځندوی ستر صنعت، د بېړيو پياوړې برخه او جيوستراتيژيک اهميت دا هېواد د يو منځني ځواک په توګه ډلبندي کړی دی.

نوم

په نوې يوناني ژبه کې د دې هېواد اصلي نوم په (Ελλάδα ) بڼه لیکل کېږي. د لرغونې يوناني او دوديزې نوې يوناني (Katharevousa) رسمي نوم يې په « Ἑλλάς» بڼه لیکل کېږي (چې په انګليسي کې هلاس دی). په انګليسي ژبه د بديل نوم «هلاس» سرچينه يې همدا ده، کوم چې نن سبا په ډېرو لرغونو يا شاعرانه سياق او سباق کې موندل کېږي. يوناني صفتي بڼه يې په « ελληνικός» بڼه لیکل کېږي (په انګليسي کې الينيکوس ليکل کېږي) کله کله د هيلينيکي (يوناني) په ډول هم ژباړل کېږي او عموماً د يوناني ادارو په رسمي نومونو کې په ورته توګه ژباړل کېږي، لکه چې د يونان دولت په رسمي نوم کې راغلی (the Hellenic Republic). [۱]

د انګليسي یونان او يوناني ټکي د لاتيني ژبې له Graecia او Graecus نومونو په مټ له « Graec» څخه مشتق شوی دی، دوی د هغو لرغونو يوناني قبايلو څخه و، څوک چې د سويلي ايټاليې په « Magna Graecia» کې مېشت شوي وو. په پايله کې دا اصطلاح د پروټو-اندو-اروپايي رېښو د « ǵerh₂» ټکي څخه اخستل شوې  چې معنا يې ده «زړېدل». 

تاریخ

له تاریخ مخکې او لومړی تاريخ

په سويلي بالکان کې د انسانانو د نيکونو د لومړي شتون شواهد له زېږد مخکې ۲۷۰،۰۰۰ کلونو ته رسېږي، کوم چې د يونان د مقدونيا په «پاترالونا» غار کې موندل شوي دي. د يونان په سويل د «ماني  اپيديما» غار کې له افريقا دباندې د تر ټولو لرغوني مودرن انسان پاتې شوني موندل شوي چې تاريخ يې ۲۱۰،۰۰۰ کلونو ته رسېږي. د ډبرين پړاو ټول پړاونه (ډبرين، منځنی ډبرين او نوی ډبرين) په يونان کې موندل شوي، د بېلګې په ډول د «فرانچيتي» په غار کې. په يونان کې د نويو ډبرينو استوګنځايونو تاريخ له زېږد مخکې له اومې زرېزې څخه دي چې په اروپا کې د څو پېړيو په توپير تر ټولو لرغونی دی، ځکه يونان په هغه لاره پروت دی د کومې په مټ چې کروندګري له نژدې ختيځ څخه اروپا ته خپره شوې ده. له زېږد مخکې په ۳.۲۰۰ کې د نوي ډبرين يوناني پړاو له پای ته رسېدو وروسته، له زېږد مخکې د څلورمې زرېزې په پای کې له زېږد مخکې د درېيمې پېړۍ تر نيمايي پورې د يونان په ځمکه د ډبرو له اقتصاد څخه د ژړو اقتصاد ته د يو کرار لېږد پړاو رامنځ ته شو، په دې کې «اوترزيس» کلتور او «کوراکو» کلتور هم شامل و چې لومړۍ سترې و دانۍ (د کاشيانو کورونه)  يې درلودل. له منځني هلاديک پړاو مخکې «تيرين» کلتور، کوم چې د راتلونکي «مينوي« تمدن او «ميسني» تمدن  ټولنيز-اقتصادي بنسټ جوړ کړ.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

یونان په اروپا کې د لومړي پرمختللي تمدن کور دی او د لويديځ تمدن د زېږد سيمه بلل کېږي، له زېږد مخکې د ۳۲۰۰ په شا او خوا کې د اژه سيند په ټاپوګانو کې په «سيکلاډيک» تمدن سره پيليږي، له دې پسې په «کرت» کې د مينوي تمدن (له زېږد مخکې ۲۷۰۰-۱۵۰۰) او وروسته په مرکزي سيمو کې د مينسي تمدن (له زېږد مخکې ۱۶۰۰-۱۱۰۰). دې تمدنونو ليکل درلودل، مينويانو یو ناڅرګند لیک کاراوه چې د « Linear A» په نوم پېژندل شوی او ميسينايانو د يوناني ژبې لومړۍ بڼه په « Linear B» کې ليکله. ميسينيانو په تدريجي ډول مينويان په خپل ځان کې جذب کړل، خو له زېږد مخکې د ۱۲۰۰ په شا او خوا کې له نورو تمدنونو سره يو ځای، د سيمه یيزو پېښو له امله چې د برونزو پير د سقوط په نوم پېژندل کېږي دا تمدنونه هم ونړېدل. په دې سره هغه پړاو پيل شو چې د يونان د تور پير په نوم پېژندل کېږي، له کوم پړاو څخه چې ليکلي اسناد نه شته. که څه هم د « Linear B» موندل شوي متنونه پر سياسي وضعيت د نظر اچولو لپاره ډېر سره شيندلي دي او نه شي کولای چې د يو ستر دولت د شتون ملاتړ وکړي، اوسني هايتي او مصري اسناد د يونان په مرکزي ځمکه د يو «ستر پاچا» تر واکمنۍ لاندې د يو واحد دولت د شتونت څرګندونه کوي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. (په 10 July 2019 باندې). A Skull Bone Discovered in Greece May Alter the Story of Human Prehistory - The bone, found in a cave, is the oldest modern human fossil ever discovered in Europe. It hints that humans began leaving Africa far earlier than once thought.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  4. Staff (په 10 July 2019 باندې). 'Oldest remains' outside Africa reset human migration clock. Phys.org.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.