کوشانيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوشانيان
Βασιλεία Κοσσανῶν (کينډۍ:ISO 639 name grc) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین
حل مكانه
Kidarites (en) ژباړلGupta Empire (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين معلومات
د ړنګېدو وخت
۰۳۷۵ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۵۹′شمال ۶۹°۱۸′ختیځ / 34.98°شمال 69.3°ختيځ / 34.98; 69.3 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

کوشاني سترواکي یوه ترکیبي سترواکي وه، چې د له خوا د لومړۍ پېړۍ په پیل کې د باختر په قلمرو کې جوړه شوه. دغې سترواکۍ پراختیا ومونده او د نن ورځې افغانستان، پاکستان، نیپال او د شمالي هند ډېری برخې چې لږ تر لږه سکتا او سرنات چې بنارس ته نږدې و، په کې شاملېدل، چېرې چې د لوی کنشکا مهال ته اړوند ډبرلیکونه موندل شوي دي. [۱][۲][۳][۴]

کوشانیان په ډېر احتمال سره د یوچي کنفدریشن له پنځو نه یوه ډله وه، چې په احتمالي توګه د توچاري نژاد، اندو-اروپايي کوچیان و، کومو چې د چین له شمال لویدیځ (سینکیانګ او جانسو) نه کډه کړې وه او په لرغوني باختر کې مېشت شوي و. د دغې سلسلې بنسټ اېښودونکي کوجولو کدفیزس، له یوناني باختري دودونو وروسته د یونان د مذهبي نظریو او ایکنوګرافي پلوی و، د هندویزم کلتور پیروي یې کوله او د هندو رب النوع شیوا عبادت یې کاوه. کوشانیان په عام ډول تر ډېره د بودیزم کلک ملاتړي وو، چې د کنشکا د سترواکۍ په پیل سره دوی په خپلو عبادت ځایونو کې د زردشتي دین عناصر وګومارل. دوی مرکزي اسیا او چین ته د بودیزم په لېږدولو کې مهم رول ولوباوه.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ډېر احتمال سره کوشانیانو په پیل کې په خپلو مدیریتي چارو کې یوناني ژبه کاروله، خو ډېر ژر یې له باختري ژبې په کار اخیستو پیل وکړ. کنشکا خپل ځواکونه د شمال قره قورم غرونو ته ولېږل او له ګندهارا نه چین ته مستقیم سړک یې نږدې د یوې پېړۍ لپاره تر کنترول لاندې و، چې ټول قره قورم ته د سفر لپاره د لېوالتیا او چین ته د ماهیانا بودیزم د لېږد باعث وګرځېدل. کوشانیانو د روم له سترواکۍ، د فارس له ساسانیانو، اکسومیت سترواکۍ او د چین له هان کورنۍ سره دیپلوماتیکې اړیکې لرلې. کوشاني سترواکي د روم سترواکۍ او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو مرکز و: د الین دانیلو پر باور: « د یو مهال لپاره، د کوشانیانو سترواکي د ګڼ شمېر تمدنونو مرکز وه». په داسې حال کې چې ، د دغې سترواکۍ له پولو بهر فلسفه، هنر او علوم رامنځته شول، د دغې سترواکۍ د تاریخ لومړني لیکلي آثار نن ورځ د نورو ژبو په کتیبو او راپورونو په ځانګړې توګه په چینايي کې راغلي دي.[۱۵][۱۶]

کوشاني سترواکي په درېیمه میلادي پېړۍ کې په نیمه شاهي واکمنۍ بدله شو، هغه مهال چې ساسانیانو په لوېدیځ برید وکړ او د سوګدایانا(سغد)، باختر او ګندهارا کې یې کوشاني- ساساني پاچهي جوړه کړه. په څلورمه پېړۍ کې د هندي سلسلې، ګوپتایانو له خوا له ختیځ نه تر فشار لاندې راغله. د کوشانیانو او کوشاني- ساساني پاچهي په پایله کې د شمال له لوري د برید کوونکو له خوا چې کیداریان او هفتالیان بلل کېدل، له منځه ولاړه.

لومړني کوشانیان[سمول]

د سغد او باختر په سیمو کې له میلاد نه یوه یا دوه پېړۍ وړاندې له کوشانیانو نه آثار پاتې شوي، له هغه ځایه چې دوی ساکایان بې ځایه کړي و او د سویل پر لور تللي و. د دوی د لرغون پېژندنې جوړښتونه په تخت سنګین، سرخ کوتل (تاریخي معبد) او د خلچیان په ماڼۍ کې پېژندل شوي دي. کوشانیانو د هلنستیک لرغونې دورې په ړنګو ښارونو، لکه:  آی خانم کې کلاوې جوړې کړې وې. دغې دورې ته اړوندې ګڼ شمېر مجسمې او کتیبې پېژندل شوې چې په آسونو سواره غشي لرونکي په کې انځور شوي دي، چې په پام وړ توګه د خلچیانو کوشاني شاهزاده، چې په مصنوعي بڼه جوړه شوې کوپړۍ لري او په مرکزي اسیا کې د کوچیانو څرګندويي کوي. داسې هم انګیرل کېږي چی، له سکایانو سره د کوشانیانو جګړه انځور کوي. په دغو انځورونو کې یوچیان په دبدبه لرونکي چلند سره ښودل شوي او سکایان یې له یوه اړخه د برېتونو لرونکي او ویروونکو څېرو سره انځور کړي دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

چینایانو په پیل کې دغه وګړي د یوچیانو په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې، دوی کوشاني سترواکي تاسیس کړه، په داسې حال کې چې د یوچي او کوشانیانو ترمنځ اړیکه تر اوسه معلومه نه ده. د بان ګو (Ban Gu)، د هان کتاب (Book of Han) موږ ته وایي چې: کوشانیانو (کوی-شانګ) له میلاد نه ۱۲۸ کاله وړاندې باختر ووېشه. د فان یي (Fan Ye) د وروستي هان کتاب (Book of Later Han) «دغې موضوع ته اشاره کوي چې: څه ډول د کوشانیانو مشر چیو-شیو- چیو (Ch'iu-shiu-ch'ueh) (دسکایانو )، د یوچیه د ټولو قبیلو په تسلمېدو سره کوشاني سترواکي رامنځته کړه».[۲۲]

لومړنی مستند شوی واکمن او لومړنی هغه چې ځان یې د کوشانیانو واکمن وباله، هرایوس و. هغه په خپلو سیکو کې خپل ځان په لاتیني ژبه «مستبد یا ظالم واکمن» (tyrant) وباله او هم یې د خپلې کوپړۍ شکل بدل وښود. کېدای شي، هغه د یونانیانو له متحدینو نه و او دسیکې په وهلو یا ضرب کې یې هم له دغه سبک نه ګټنه کوله. کیدای شي هریوس د لومړني کوشاني سترواک پلار وي.

بېلابېلې کلتوري اغېزې[سمول]

له میلاد نه یوه پېړۍ وړاندې، ګویش وانګ (چینايي:貴霜) په یوچي قبیلو کې مشهور شو او د کجولا کدفیزس تر مشرۍ لاندې یې یو پیاوړی کانفدریشن رامنځته کړ. په لوېدیځ کې د ګویش وانګ نوم ومنل شو او کوشان ته یې بدلون ورکړ، څو کانفدریشن څرګند کړي، په داسې حال کې چې چینایانو ورته یوچي  ویل.[۲۳]

کوشانیانو چې په تدریج سره د سکایانو له قبیلو نه د دغې سیمې کنترول ترلاسه کړ، د سویل خوا ته چې په دودیز ډول د ګندهارا (هغه سیمه چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا پېښور اوټوله خیبر پښتونخوا سیمه په کې شاملېدله) په نوم پېژندل کېده ،پرمختګ یې وکړ او په بګرام او چارسده کې یې دوه پلازمېنې جوړې کړې چې وروسته په ترتیب سره د کاپیسا او پوشکلاوتي په نوم یادېدلې.[۲۴]

کوشانیانو، د باختر د هلنستیکي کلتور عناصر ومنل. هغوی یوناني الفبا د خپلې ژبې په تناسب ومنله (د یو حرف Þ «ش» یا «sh» په زیاتولو لکه په «کوشان» کې) او د یوناني موډل له مخې یې د سیکو په جوړولو پیل وکړ. د کنشکا له پاچهۍ وړاندې یې د یوناني افسانو ژبه له پالي افسانو (په خروشتي لیک) په خپلو سیکو کې کار اخیست. د کنشکا د واکمنۍ په نیمايي کې، هغوی د کوشاني ژبې له افسانو ( په یوناني اقتباسي لیک) له یوناني افسانو (یوناني لیک) او پارکریت افسانو (په خوشتي لیک) نه کار واخیست.[۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. Rosenfield 1967, p. 7
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Hill 2009، صص. 29, 318–350.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Narain 1990, pp. 152–155 "[W]e must identify them [Tocharians] with the Yueh-chih of the Chinese sources... [C]onsensus of scholarly opinion identifies the Yueh-chih with the Tokharians... [T]he Indo-European ethnic origin of the Yuehchih = Tokharians is generally accepted... Yueh-chih = Tokharian people... Yueh-chih = Tokharians..."
  8. Beckwith 2009, p. 380 "The identity of the Tokharoi and Yüeh-chih people is quite certain, and has been clear for at least half a century, though this has not become widely known outside the tiny number of philologists who work on early Central Eurasian and early Chinese history and linguistics."
  9. Pulleyblank 1966, pp. 9–39
  10. Mallory 1997, pp. 591–593 "[T]he Tocharians have frequently been identified in Chinese historical sources as a people known as the Yuezhi..."
  11. Loewe & Shaughnessy 1999, pp. 87–88 "Pulleyblank has identified the Yuezhi... Wusun... the Dayuan... the Kangju... and the people of Yanqi... all names occurring in the Chinese historical sources for the Han dynasty, as Tocharian speakers."
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.کينډۍ:Full citation needed
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Hill 2009، ص. 36 and notes.
  17. Grousset 1970, pp. 31-32
  18. Lebedynsky 2006، ص. 15.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.کينډۍ:Free access
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lebedynsky 2006، ص. 62.
  22. Grousset 1970, pp. 31-32
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Bopearachchi 2007، ص. 45.