اسکندریه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسکندریه په انګلیسي Alexandria) په یوناني Αλεξάνδρεια) له قاهرې وروسته د مصر هیواد دویم لوی بندري ښار دی. د اسکندریه ښار نوم له مقدوني سکندر له نوم څخه اخیستل شوی دی.

اسکندریه
الاسکندریه
Alexandria
اسکندریه
اسکندریه
اسکندریه

مروارید مدیترانه
اسکندریه
اسکندریه
اسکندریه

Map
کورډېناټونه: ۳۱°۱۱′۵۱″شمال ۲۹°۵۳′۳۳″ختیځ / 31.1975°شمال 29.8925°ختيځ / 31.1975; 29.8925   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ ۳۳۱ (مخکی له میلاده)
نومول شوی په مقدوني سکندر   د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد  مصر
ولایت اسکندریه ولایت
حکومت
 • والی عادل لبیب
پراخوالی
 • پراخوالی ۲٬۶۷۹ کلوميټر٢ (۱٬۰۳۴ میله  مربع)
لوړوالی ۵ ميټره (۱۶ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۲)
 • ټولټال ۴٬۵۳۲٬۱۷۴
 • د نفوسو کثافت ۱٬۷۰۰/کلوميټر٢ (۴٬۴۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون EST (ه.ن.و۲+)
 • د اوړي وخت EEST (ت.ع.م ۳+)
رسمي ژبه عربي   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پستی کوډ 21500  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ټلیفون شپول ۳ (۲۰)+
جيو کوډ 361058[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه www.alexandria.gov.eg
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تاریخ[سمول]

د یونان لوی سکندر چي تر میلاد 332 کاله مخکي یې د مصر هیواد فتحه کړ د اسکندریې اوسنۍ سیمه یې د یوه نوي ښار د ودانولو لپاره غوره کړه، ترڅو په راتلونکي کي د یونان او مصر ترمنځ د مدیترانې سمندر تجارتي او فوځي برخه تر خپل واک لاندي راولي.سکندر ددې ښار د ابادۍ لپاره هرډول اسانتیاوي پخپل نقشه کي ډیزاین او انجینرانو ته وسپارلې، همدرانګه یې په ښار کي دننه یو کتابتون چي د لرغوني زمانې له سترو کتابتونونو څخه ګڼل کېدی هم رامنځ ته کړ. د سکندر تر مړیني وروسته د روم د واکمنۍ په زمانه کي دغه ښار له تجارتي پلوه ستراتیژیک موقعيت درلود. د سکندر له لوري د ښار تر جوړولو څه موده وروسته اسکندریې ته لوی شمېر یوناني پوهان راغله او دغه سیمه یې پخپلو مټو باندي اباده کړه. د اسلام تر راتګ وروسته کله چي مصر د عمروبن العاص په لاس فتحه سو اسکندریې بیاهم په سیمه کي ښه اهمیت درولود، او تر راشده خلافت وروسته امویانو، عباسیانو، فاطمي واکمنو، ایوبیانو، مملوک سلطنت او ورپسې عثماني خلافت دخپلو واکمنیو لپاره اړینه سیمه ګڼل. اسکندریه اوس وخت هم د مصر له مهمو تجارتي او سیاحتي ښارونو څخه ګڼل کیږي.

جغرافیه[سمول]

  1. پیوستون : 361058  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. https://zastupitelstvo.bratislava.sk/data/att/11916.pdf
  3. http://bratislava-city.sk/bratislava-twin-towns/
  4. https://kvs.gov.spb.ru/en/agreements/