الفا سنتوري (الفا قنطورس)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الفا سنتوري په سويلي قنطورس فلکي غونچه (د ستورو غړوسکه) کې يو درې ګونی ستوريز نظام دی. له درې ستورو څخه جوړ شوی دی چې دا دي: Rigil Kentaurus (الفا سنتوري A)، Toliman (B)  او Proxima Centauri (C). Proxima Centauri همدا راز لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی چې 4.2465 نوري کاله واټن لري (1.3020پارسيک) (Parsec د فلکي اجسامو تر منځ د واټن معلومولو يوه اندازه ده چې د درې اعشاريه شبږ ويشت نوري کاله برابره ده).[۱]

الفا سنتوري A او B لمر ته ورته ستوري دي (په ترتيب سره G او K طبقه)، او دوی په شریکه سره د دوه ګونو ستورو نظام جوړوي چې هغه الفا سنتوري AB دي. په غړېدلو سترګو (له کومې وسيلې يا الې پرته)، دواړه مهمې برخې د یو ستوري په توګه ښکاري، چې ظاهري د ځلادرجه يې -0.27 ده. دا په ستوريزه غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه ستوری دی، او د شپې په اسمان کې  درېيم روښانه ستوری دی، چې یوازې له سيريوس او کانوپوس څخه وورسته زیات ځلېږي.

الفا سيتوري A د لمر د روښنايۍ په نسبت 1.1 زيات کتله او 1.5 برابر زياته ځلا لري، به داسې حال کې چې الفا سنتوري B کوچنی او يخ دی، د لمر د په نسبت يې کتله 0.9 ځله او د روښنايي يې 0.5 ځله کمه ده. دا جوړه د يو شریک مرکز په شا او خوا کې څرخېږي، د کوم مداري موده چې 79 کاله ده. د دوی بيضاوي مدار غېر عادي او عجيب او غرب دی، په همدې بنسټ د A او B تر منځ واټن د 35.6 فکلياتي واحدوونو (AU) کې بدلون لري، يا د پلوټو او لمر تر منځ واټن تقريباً 11.2 AU، يا د زحل او لمر تر منځ د واټن په اندازه.[۲][۳]

الفا سنتوري C يا Proxima Centauri، يوه کوچنۍ کمزورې سره رنګه لنډۍ (Class M) ده. که څه هم په غړېدلو سترګو نه لېدل کېږي، Proxima Centauri لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی، چې واټن يې 4.24 نوري کاله (1.30PC) دی، چې له Alpha Centauri AB څخه يو څه نږدې دی. اوسمهال، د Proxima Centauri او Alpha Centauri AB تر منځ واټن شا اوخوا 13000AU  (0.21 نوري کاله) دی، چې د نيپتون د مدار د نيمايي قطر شا اوخوا 430 برابره زيات دی.[۴]

Proxima Centauri دوه تايید شوې سيارې لري چې هغه: په 2006ز کال کې د اوسېدو وړ سيمه کې کشف شوې د Proxima b په نوم د ځمکې په اندازه يوه سياره ده، او Proxima d يوه نومانده فرعي ځمکه ده، چې دې ستوري ته ډېره نږدې څرخېږي، او په 2022ز کال کې اعلان شوې ده. په 2019ز کال کې موندل شوې يوه کوچنۍ نيپټون 1.5 AU په واټن لېرې Proxima c ده، چې په اړه يې توافق نه شته. شونې ده چې په Alpha Centauri A کې د اوسېدو وړ سيمه کې نوماند نيپټون په اندازه ستوری موجود وي، په داسې حال کې چې تر اوسه په طبيعيت کې د ستورو په اړه نامعلومه ده، او شونې ده چې د کشف د طريقې يوه مصنوعه (خپله جوړه شوې) وي. Alpha Centauri B د کومې معلومې سيارې لرونکې نه ده: Bb سياره، چې په څرګند ډول په 2012ز کال کې موندل شوې وه، وروسته ناسمه ثابته شوه، او تر اوسه کومه بله سياره نه ده تايید شوې.[۵][۶][۷][۸]

د نوم اصل او نوم اېښودل[سمول]

α Centauri (چې په لاتيني ټکو کې الفا سينتوري بلل کېږي) په 1603ز کال کې د «جوهان باير» له خوا ورکړل شوي سيستم نوم دی. د دې دوديز نوم « Rigil Kentaurus» دی، کوم چې د عربي نوم رجل القنطورس لاتينې شوې بڼه ده، معنا يې ده د قنطور پښه. دا نوم ډېر ځله د « Rigil Kent» يا ان د Rigil په توګه لنډيز کېږي، په داسې حال کې چې وروستی نوم Rigel (Beta Orionis) لپاره ډېر پېژندل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]

په اروپايي سرچينو کې موندل شوی بديل نوم، Toliman د اټکل تر مخې د عربي نوم الظليمان دی، د کوم معنا چې ده (دوه نارينه) شترمرغ، کوم نوم چې زکريا القزويني په Lambda او Mu Sagittarii اېښي و، همدا راز په سويلي نيمه کره کې دي. [۱۲]

یو درېيم نوم چې کارول کېږي هغه Bungula دی. د دې ټکي اصل نه دی معلوم، خو کېدای شي چې دا له يوناني توري بيټا (β) او لاتيني ټکي ungula «د ژوي پښه» څخه اخیستل شوی وي.[۱۳]

Alpha Centauri C په 1915ز کال کې « Robert T. A. Innes» کشف کړی وه، چا چې وړانديز کړی و چې په دې دې Proxima Centaurus نوم کېښودل شي، له لاتيني ژبې څخه، «سينټورس ته تر ټولو نږدې [ستوری]. د Proxima Centauri نوم وروسته په پراخه کچه استعمالېدو، او دا اوس د نړيوالې فلکياتي اتحاديې (IAU) له خوا د منل شوي مناسب نوم په توګه ثبت شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په 2016ز کال کې، د IAU د ستورو د نومونو په اړه کار کونکې ډلې، له يو څخه د زياتو نظامونو پر ځای د انفرادي اجزاوو د ستورو څخه د مناسب نوم اېښودلو د پرېکړې په کولو سره، د Rigil Kentaurus  نوم تر Alpha Centauri A پورې محدودول تايید کړل، او د Proxima Centauri نوم د Alpha Centauri C پورې محدود کړل. د 2018ز کال د اګست د مياشتې په لسمه نېټه، IAU د Toliman نوم د Alpha Centauri B لپاره تايید کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ليدل[سمول]

په غړېدليو سترګو (له کومې الې او وسيلې پرته)، Alpha Centauri AB د يو واحد ستوري په توګه ښکاري، کوم چې د سنټورس په سويلي غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه دی. د دوی ظاهري زاويه يي جلاوالی نږدې په اتيا کلونو کې 2 او 22 قوسونو تر منځ دی (غړېدلې سترګې د 60 قوسونو په اندازه تفکيک لري)، خو د مدار په ډېره اندازه کې، دواړه په اسانۍ سره په دوربينونو يا کوچنیو تيليسکوپونو د تفکيک وړ دي. په −0.27 ظاهري اندازې سره (د A او B اندازې لپاره يو ځای شوی)، الفا سنتوري يوه د لومړۍ-اندازې ستوری دی او يوازې له سيريس او کينوپس څخه ډېر کمزوری (تت) دی. دا د Pointers يا The Southern Pointers بهرنی ستوری دی، ځکه دا بلل کېږي چې Beta Centauri (Hadar/Agena) څخه تېرېدونکې ليکه، چې شا اوخوا څلور  اعشاريه پنځه درجې لوېديځ ته ده، د Crux ستوريزې غونچې– سويلي صليب- ته اشاره کوي. Pointers په اسانۍ سره حقيقي سويلي صليب د False Cross په نوم پېژندل کېدونکې کمزوري (تت) ستوري څخه جلا کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

تقريباً د نهه ويشت درجې سويلي عرض البلد په سويل کې، الفا سنتوري دايروي دی او کله هم له افق څخه لاندې نه راځي. تقريباً نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد په شمال کې، الفا سنتوری کله هم نه راپورته کېږي. الفا سنتوری د سويلي افق سره نږدې موقعيت لري، کله چې نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد څخه د استوا خط پورې ليدل کېږي (په مکسيکو کې هرمسيلو او چيهواهوا ښار سره نږدې، ګيلوسټن، ټيکساس، اوکالا، فلوريډا او لانزاروټ، د اسپنايې د کينري جزيرې)، خو يوازې د هغې د اوج په شا اوخوا کې (اوج يعنې نصف النهار ته رسېدل) د لنډې مودې لپاره. دا ستوری هر کال د اپريل په څلورويشتمه نېټه په سيمه ييزه نيمه شپه او د جون په اتمه نېټه به سيمه يیز وخت د شپې نهه بجې خپل اوج ته رسېږي.[۲۹][۳۰]

لکه چې له ځمکې څخه ليدل شوي دي، Proxima Centauri د  Alpha Centauri AB سويل لوېديځ ته دوه اعشاريه دوه درجو کې دی، کوم چې د سپوږمۍ د زاويه يي قطر نږدې څلور برابره دی. Proxima Centauri د کم شمېر ستورو په ميدان کې 11.1 عام ظاهري مقدار د زيات سور رنګه ستوري په توګه راڅرګندېږي، د کوم د ليدلو لپاره چې د منځنۍ کچې تيليسکوپ ته اړتيا ده. د تغېر موندونکو ستورو بڼې په 4.2 په عمومي کيټلاک کې د V645 Cen په توګه ثبت شوی دی، دا د UV Ceti ډول بلېدونکی (لمبې وهونکي) ستوری په غېر متوقع ډول د بصري اوږدو څپو د 0.6 اندازې په سرعت سره ځلېدای شي،  او بيا له څو دقيقو وروسته تتېږي، ځينې شوقي او مسلکي فلکيات پوهان په منظم ډول د نوري يا راډيو تيليسکوپونو په استعمال سره د چاودنو څخه څارنه کوي. د 2015ز کال د اګست په مياشت کې، د دې ستوري تر ټولو سترې شغلې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د اګست په ديارلسمه نېټه په B ليکه (اسماني رنګه روښانه سيمه) کې، له عادي څخه 8.3 ځلې زيات ځلېدونکی شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

شونې ده چې الفا سنتوري د سیمه ييزې پوکاڼۍ د G-cloud په داخل کې وي، او د هغې سره تر ټولو نږدې معلوم سيستم دوه ګونی قهوه يي کوچنی سيستم دی چې د Luhman 16 په نوم پېژندل کېږي او 3.6 نوري کاله (1.1PC) لېرې دی.[۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. "IAU Working Group on Star Names (WGSN)". International Astronomical Union. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Kervella, Pierre; Thevenin, Frederic (15 March 2003). "A Family Portrait of the Alpha Centauri System". European Southern Observatory Press Release: 5. Bibcode:2003eso..pres...39. eso0307, PR 05/03. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. کينډۍ:Citation-attribution
  4. Kervella, P.; Thévenin, F.; Lovis, C. (January 2017). "Proxima's orbit around α Centauri". Astronomy & Astrophysics. 598. L7. arXiv:1611.03495. Bibcode:2017A&A...598L...7K. doi:10.1051/0004-6361/201629930. S2CID 50867264. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Faria, J. P.; Suárez Mascareño, A.; et al. (January 4, 2022). "A candidate short-period sub-Earth orbiting Proxima Centauri" (PDF). Astronomy & Astrophysics. European Southern Observatory. 658: 17. arXiv:2202.05188. Bibcode:2022A&A...658A.115F. doi:10.1051/0004-6361/202142337. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Artigau, Étienne; Cadieux, Charles; Cook, Neil J.; Doyon, René; Vandal, Thomas; et al. (June 23, 2022). "Line-by-line velocity measurements, an outlier-resistant method for precision velocimetry". The Astronomical Journal (خپورشوی August 8, 2022). 164:84 (3): 18pp. arXiv:2207.13524. Bibcode:2022AJ....164...84A. doi:10.3847/1538-3881/ac7ce6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Wagner, K.; Boehle, A.; et al. (10 February 2021). "Imaging low-mass planets within the habitable zone of α Centauri". Nature Communications. 12 (1): 922. arXiv:2102.05159. Bibcode:2021NatCo..12..922W. doi:10.1038/s41467-021-21176-6. PMC 7876126 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33568657 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Kevin Wagner's (lead author of paper?) video of discovery
  8. Rajpaul, Vinesh; Aigrain, Suzanne; Roberts, Stephen J. (19 October 2015), "Ghost in the time series: no planet for Alpha Cen B", Monthly Notices of the Royal Astronomical Society, 456 (1): L6–L10, arXiv:1510.05598, Bibcode:2016MNRAS.456L...6R, doi:10.1093/mnrasl/slv164, S2CID 119294717 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Paul Kunitzsch; Tim Smart (2006). A Dictionary of Modern Star Names: A Short Guide to 254 Star Names and Their Derivations. Sky Pub. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-931559-44-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Davis, George R. Jr. (October 1944). "The pronunciations, derivations, and meanings of a selected list of star names". Popular Astronomy. 52 (3): 16. Bibcode:1944PA.....52....8D. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. R.H. Allen, Star Names and their Meanings
  12. ظليم ذ, in Edward William Lane, An Arabic–English Lexicon
  13. R.H. Allen, Star Names and their Meanings
  14. Innes, R. T. A. (October 1915). "A Faint Star of Large Proper Motion". Circular of the Union Observatory Johannesburg. 30: 235–236. Bibcode:1915CiUO...30..235I. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Innes, R. T. A. (September 1917). "Parallax of the Faint Proper Motion Star Near Alpha of Centaurus. 1900. R.A. 14h22m55s-0s 6t. Dec-62° 15'2 0'8 t". Circular of the Union Observatory Johannesburg. 40: 331–336. Bibcode:1917CiUO...40..331I. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. کينډۍ:Cite dictionary
  17. Alden, Harold L. (1928). "Alpha and Proxima Centauri". Astronomical Journal. 39 (913): 20–23. Bibcode:1928AJ.....39...20A. doi:10.1086/104871. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Bulletin of the IAU Working Group on Star Names, No. 2" (PDF). International Astronomical Union. October 2016. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "IAU Working Group on Star Names (WGSN)". International Astronomical Union. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "WG Triennial Report (2015–2018) – Star Names" (PDF). د کتاب پاڼې 5. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Naming Stars". IAU.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "IAU Catalog of Star Names". International Astronomical Union. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Moore, Patrick, سمونګر (2002). Astronomy Encyclopedia. Philip's. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-540-07863-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Van Zyl, Johannes Ebenhaezer (1996). Unveiling the Universe: An Introduction to Astronomy. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-76023-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. . [{{{url}}} Astronomical Objects for Southern Telescopes]. Cambridge University Press
  26. Moore, Patrick, سمونګر (2002). Astronomy Encyclopedia. Philip's. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-540-07863-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Norton, A. P.; Ed. I. Ridpath (1986). Norton's 2000.0: Star Atlas and Reference Handbook. Longman Scientific and Technical. د کتاب پاڼي 39–40. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Mitton, Jacquelin (1993). The Penguin Dictionary of Astronomy. Penguin Books. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780140512267. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Norton, A. P.; Ed. I. Ridpath (1986). Norton's 2000.0: Star Atlas and Reference Handbook. Longman Scientific and Technical. د کتاب پاڼي 39–40. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. James, Andrew. "'The '"Constellations : Part 2 Culmination Times"'". Sydney, New South Wales: Southern Astronomical Delights. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Matthews, R. A. J.; Gilmore, Gerard (1993). "Is Proxima really in orbit about α Cen A/B?". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 261: L5–L7. Bibcode:1993MNRAS.261L...5M. doi:10.1093/mnras/261.1.l5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. کينډۍ:Cite conference
  33. Page, A. A. (1982). "Mount Tamborine Observatory". International Amateur-Professional Photoelectric Photometry Communication. 10: 26. Bibcode:1982IAPPP..10...26P. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "Light Curve Generator (LCG) – aavso.org". aavso.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Linsky, Jeffrey L.; Redfield, Seth; Tilipman, Dennis (November 2019). "The Interface between the Outer Heliosphere and the Inner Local ISM: Morphology of the Local Interstellar Cloud, Its Hydrogen Hole, Strömgren Shells, and 60Fe Accretion". The Astrophysical Journal. 886 (1): 19. arXiv:1910.01243. Bibcode:2019ApJ...886...41L. doi:10.3847/1538-4357/ab498a. S2CID 203642080. 41. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Boffin, Henri M. J.; et al. (4 December 2013). "Possible astrometric discovery of a substellar companion to the closest binary brown dwarf system WISE J104915.57–531906.1". Astronomy and Astrophysics. 561: L4. arXiv:1312.1303. Bibcode:2014A&A...561L...4B. doi:10.1051/0004-6361/201322975. S2CID 33043358. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)