د سعودي عربستان فهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سعودي عربستان فهد
د سعودي عربستان فهد
د سعودي عربستان فهد

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۲۱[۱]، ۱۹۲۳[۲] او ۱۹۲۰[۳]
رياض   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
رياض   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره رياض   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سعودي عربستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه عربي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري سعودي عربستان   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې ګولف وار   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج [۷]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فهد بن عبدالعزیزالسعود (په عربي ژبه فهد بن عبدالعزیز آل سعود، په لاتیني Fahd ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd,، د عربي ژبې په النجدیه لهجه یې تلفظ: [fah(aː)d ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd]؛ په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۳ ز کال کې زېږېدلی د ۲۰۰۵ ز کال د اګست په لومړۍ مړ شوی) د سعودي عربستان یو سیاستوال، چې د ۱۹۸۲ز کال د جون له دیارلسمې نېټې څخه د خپلې مړينې تر نېټې (۲۰۰۵ ز کال) پورې د سعودي عربستان پاچا و. د هغه تر رسم ګذشت مخکې، هغه د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ  له ۲۵ څخه د ۱۹۸۲ ز کال د جون تر دیارلسمې نېټې پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه د معاصر سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز اتم زوی و. همدارنګه د عبدالعزیز له شپږو زامنو څخه څلورم زوی و چې پاچهي یې وکړه (نور یې سعود، فیصل، خالد، عبدالله او سلمان وو).

هغه د اووه سدیریونو (په سعودي عربستان کې د پاچا عبدالعزیز ۷ زامن چې سکه وروڼه دي او د هغه مېرمنې حسې ته ویل کېږي ) تر ټولو مشر و، چې د حسه بنت احمد السدیري څخه د پاچا عبدالعزیز زامن وو. هغه د پاچا سعود د واکمنۍ پر مهال له ۱۹۵۳ ز کال څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د پوهنې د وزیر په توګه خدمت وکړ. تر هغه وروسته د پاچا سعود د واکمنۍ تر پایه او د پاچا فیصل د واکمنۍ په ټوله دوره کې له ۱۹۶۲ ز کال څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر و. کله چې په ۱۹۷۵ ز کال کې د پاچا فیصل تر ترور وروسته، د هغه ناسکه ورور خالد واک ته ورسېده، نوموړی ولیعهد وټاکل شو. فهد د خالد د واکمنۍ په بهیر کې د هغه د وروستي ناسم روغتیايي حالت له امله د عربستان اصلي واکمن و.  

فهد په ۱۹۸۲ ز کال کې، د پاچا خالد تر مړینې وروسته واک ته ورسېده. هغه په ۱۹۹۲ ز کال کې د سعودي عربستان د اساسي قانون د معرفي کولو امتیاز لري. هغه په ۱۹۹۵ ز کال کې له ناتوانوونکې مغزي سکتې سره مخامخ شو او تر هغې وروسته یې ونه شو کولی ،په بشپړ ډول خپلو رسمي دندو ته دوام ورکړي. د هغه ناسکه ورور ولیعهد شهزاده عبدالله د نایب السلطنه په توګه په دې پاچهۍ کې خدمت وکړ او په ۲۰۰۵ز کال، د هغه تر مړینې وروسته ځای ناستی پاچا شو. فهد له ۲۳ کاله پاچهۍ سره تر ټولو اوږد مهال لپاره  د سعودي عربستان پاچا پاتې شوی دی.

لومړنی ژوند او زده‌کړې[سمول]

فهد بن عبدالعزیز په ۱۹۲۱ یا ۱۹۲۳ ز کال کې په سعودي کې زېږېدلی. هغه د عبدالعزیز اتم زوی او تر خپلې مور حسه بنت احمد السدیري وروسته د وروڼو تر ټولو مشر دی چې په اووه سویدري مشهور دي. فهد د هغې دویم زوی و، د هغه مشر ناسکه ورور عبدالله بن محمد د شهزاده محمد بن عبدالرحمن سره د هغه د مور له لومړني واده څخه د هغې یوازینی زوی و. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د فهد زده‌کړې، په ریاض کې د شهزادګانو په ښوونځي کې سرته ورسېدې، هغه ښوونځی چې په ځانګړي ډول د السعود کورنۍ د زده‌کړو لپاره پاچا عبدالعزیزجوړ کړی و. د مور له ټینګار سره یې څلور کاله زده‌کړې وکړې. فهد د شهزاده ګانو په ښوونځي کې د زده‌کړو په بهیر کې د شیخ عبدالغني خیاط په ګډون د کورنيو ښوونکو تر نظر لاندې زده‌کړې وکړې. هغه وروسته د دیني زده‌کړو د ترلاسه کولو په موخه د مکې د دیني علومو د زده کړې انستیتیوت ته ولاړ.     [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لومړني سیاسي رولونه[سمول]

شهزاده فهد د خپلې مور په ټینګار سره د سلطنتي مشورتي پلاوي غړی شو. د ۱۹۴۵ ز کال په بهیر کې يې د سعودي د وخت د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل تر امر لاندې خدمت وکړ او په خپل لومړني رسمي سفر کې يې د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک لپاره سانفرانسیسکو ته سفر وکړ. فهد خپل لومړنی رسمي دولتي سفر، په ۱۹۵۳ ز کال کې تر سره کړ او د دویمې ملکې الېزابیت د تاج اېښودلو په مراسمو کې يې د السعود په استازیتوب ګډون وکړ. د ۱۹۵۳ز کال د ډېسمبر په ۲۴ مه، هغه د سعودي عربستان د پوهنې د لومړني وزیر په توګه وټاکل شو.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

شهزاده فهد، په ۱۹۵۹ ز کال کې په عربي هېوادونو کې د سعودي پلوي مشري پر غاړه لرله، چې د سعود په کورنۍ کې د هغه ورځ تر بلې زیاتېدونکي ارزښت او په راتلونکي کې د اړین رول لپاره د هغه تیاری ښيي. په ۱۹۶۲ ز کال کې د کورنیو چارو د وزارت مهم پوست ورته ورکړل شو. په ۱۹۶۵ز کال کې يې  د کورنیو چارو د وزیر په توګه په مصر کې د عربي هېوادونو د مشرانو تر منځ د سعودي پلاوي ریاست پر غاړه و. د ملک فیصل د سلطنت په پيل کې، فیصل د هغې شورا غړیتوب ترلاسه کړ چې د پاچا له خوا د ځای ناستۍ مسائلو د لارښوونې  لپاره رامنځته شوې وه. [۲۶]

شهزاده فهد، د ۱۹۶۷ ز کال د جنوري په دویمه له یو وژونکي بمي برید څخه چې د وزارت د ننه د هغه په دفتر کې یې چاودنه وکړه، وژغورل شو. هغه د پېښې پر مهال په خپل دفتر کې نه وو، خو چاودنې د وزارت د دفتر نږدې ۴۰ کارکوونکي ټپیان کړل. [۲۷]

فهد په ۱۹۶۷ ز کال کې، کله چې پاچا فیصل دفتر رامنځته کړ، د لومړي وزیر دویم مرستیال وټاکل شو. دا پوست د وخت د ولیعهد شهزاده خالد په غوښتنه د وزیرانو شورا دوام ته د هغه د نه تمایل له امله رامنځته شو. پاچا فیصل د یاد پوست لپاره د شهزاده فهد انتصاب ته چندان شوقمن نه و. د ۱۹۶۹ ز کال د اکتوبر او د ۱۹۷۰ ز کال د مې میاشتې تر منځ شهزاده فهد په هغه رخصتۍ کې و چې د نداف صفران له خوا په دولت کې د یوې لویې نښتې نښه ګڼل کېده. شهزاده فهد، د خپل نشتوالي په موده کې چې د چارواکو له خوا د طبي رخصتۍ په توګه راپور شوې وه، په لندن او بیا په هسپانیا کې پاتې شو او خپل وخت یې په قمار او تفرېح(هوساینه) کې تېر کړ. پاچا فیصل، په هغه پسې هم خپل سیاسي استازی عمر ثاقف او هم ګڼ شمېر لیکونه ورولېږل، تر څو بېرته خپل هېواد ته راستون شي، خو شهزاده فهد د هغه غوښتنه ونه منله.  [۲۸][۲۹][۳۰]

د ۱۹۷۳ ز کال په مارچ میاشت کې، کله چې د تېلو عالي شورا د پاچا فیصل له خوا رامنځته شوه، شهزاده فهد يې ریاست ته منصوب شو.  [۳۱]

ولیعهد[سمول]

په ۱۹۷۵ز کال کې د پاچا فیصل تر مړینې او د پاچا خالد تر واک ته رسېدو وروسته، فهد د لومړي وزیر مرستیال او په ورته وخت کې وليعهد ونومول شو. فهد د پاچا خالد سربېره درې نور ناسکه وروڼه لرل: محمد، ناصر او سعد. په هر حال شهزاده محمد یوه لسیزه وړاندې د پاچا فیصل له خوا د ولیعهدۍ انتصاب رد کړی و، په داسې حال کې چې شهزاده ناصر او سعد دواړه د ولیعهدۍ لپاره وړ کسان نه وو. په مقابل کې شهزاده فهد له ۱۹۵۴ ز څخه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې د پوهنې د وزیر او له ۱۹۶۲ز څخه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې، د کورنیو چارو د وزیر په توګه خدمت کړی و.   [۳۲][۳۳][۳۴]

د مرستیال لومړي وزیر او ولیعهد په توګه د شهزاده فهد انتصاب، هغه د پاچا خالد د موقف په پرتله چې د پاچا فیصل د واکمنۍ پر مهال ولیعهد و، ډېر پیاوړی شخصیت کړ. دا چې ملک خالد د فهد پر فعالیتونو نفوذ درلود او د هغه واک یې محدود کړ، ښايي دا د ایران او د سعودي عربستان د شیعه ټولنو پر ضد د فهد د دښمنانه چلند او روښانه لوېديځ پلوه ليدلوري له امله و. فهد په دغه دوره کې، د کورنۍ د داخلي شورا یو غړی و، چې مشري يې د پاچا خالد پر غاړه وه او د فهد وروڼه محمد، عبدالله، سلطان او عبدالمحسن او د هغه ترونه احمد او مسعید په کې شامل وو. [۳۵][۳۶][۳۷]

سرچینې[سمول]

  1. https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-3/fahd-b-abd-al-aziz-COM_40450
  2. WorldCat Identities ID (superseded): https://worldcat.org/identities/lccn-n82241791/ — د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Fahd
  3. National Library of New Zealand ID: https://natlib.govt.nz/records/22544789
  4. http://news.yahoo.com/news?tmpl=story&u=/ap/20050801/ap_on_re_mi_ea/obit_fahd
  5. پیوستون : 118954725  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p70140.htm#i701396 — subject named as: Fahd bin Abdul-Aziz al-Saud, King of Saudi Arabia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. https://api.parliament.uk/historic-hansard/written-answers/1989/mar/14/british-honours-and-orders-of-chivalry — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳
  8. Bernard Reich, سمونګر (1990). Political leaders of the contemporary Middle East and North Africa: A biographical dictionary. New York; Westport, CT; London: Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 528. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-26213-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Riyadh. The capital of monotheism" (PDF). Business and Finance Group. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  10. "The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia". The Embassy of The Kingdom of Saudi Arabia. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Fahd bin Abdulaziz al Saud". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Nabil Mouline (April–June 2012). "Power and generational transition in Saudi Arabia" (PDF). Critique Internationale. 46: 1–22. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په 2 August 2005 باندې). King Fahd.کينډۍ:Cbignore
  14. Winberg Chai (22 September 2005). Saudi Arabia: A Modern Reader. University Press. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88093-859-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Sabri Sharaf (2001). The House of Saud in Commerce: A Study of Royal Entrepreneurship in Saudi Arabia. Sharaf Sabri. د کتاب پاڼې 301. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-901254-0-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "King Fahd Brought Vision of Progress". Aramco ExPats. Riyadh. 5 اګست 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۳ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Robin Allen (په 1 August 2005 باندې). Obituary: King Fahd - A forceful but flawed ruler.
  18. (په 1 August 2005 باندې). Biography of King Fahd bin Abdulaziz Al Saud. Babnet.
  19. (په 2 August 2005 باندې). Fahad played pivotal role in development.
  20. (په 29 November 1999 باندې). The Political Leadership - King Fahd. APS Review Gas Market Trends.
  21. "Saudi Foreign Policy". Saudi Embassy Magazine. Fall 2001. د اصلي آرشيف څخه پر 7 اګست 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 18 جولای 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "King Fahd - his first 20 years". Royal Embassy of Saudi Arabia. 18 (4). Winter 2002. د اصلي آرشيف څخه پر 2 جون 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 1 مارچ 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  23. "King Fahd 1923-2005". Royal Embassy of Saudi Arabia. Washington DC. 1 August 2005. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Educational system in Saudi Arabia" (PDF). Ministry of Higher Education. 2006. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Harvey Sicherman (August 2005). "King Fahd's Saudi Arabia". American Diplomacy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. David Rundell (17 September 2020). Vision or Mirage: Saudi Arabia at the Crossroads. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-83860-594-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Joseph Mann (2012). "King Faisal and the Challenge of Nasser's Revolutionary Ideology". Middle Eastern Studies. 48 (5): 753. doi:10.1080/00263206.2012.706220. S2CID 144629072. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Nadav Safran (1985). Saudi Arabia: The Ceaseless Quest for Security. Cornell University Press. د کتاب پاڼي 17, 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-9484-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Saudi Arabia" (PDF). Association for Diplomatic Studies and Training. د کتاب پاڼې 77. د اصلي (Country Readers Series) آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. کينډۍ:Cite thesis
  31. کينډۍ:Cite thesis
  32. Simon Henderson (1994). "After King Fahd" (PDF). Washington Institute. د اصلي (Policy Paper) آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Anthony H. Cordesman (2003). Saudi Arabia Enters the 21st Century. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-97997-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. A. R. Kelidar (1978). "The problem of succession in Saudi Arabia". Asian Affairs. 9 (1): 23–30. doi:10.1080/03068377808729875. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. (په 29 March 1975 باندې). New Saudi king shuffles cabinet.
  36. کينډۍ:Cite thesis
  37. Gulshan Dhahani (1980). "Political Institutions in Saudi Arabia". International Studies. 19 (1): 59–69. doi:10.1177/002088178001900104. S2CID 153974203. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)