شاه توت بند
Appearance
د شاه توت بند | |
---|---|
Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found. ځای د شاه توت بند افغانستان | |
موقیعت | چهار اسیاب ولسوالۍ, کابل ولایت, افغانستان |
څلور خواوې (کارډیناټ) | ۳۴°۲۵′۵۴″شمال ۶۸°۵۰′۰۳″ختیځ / 34.43167°شمال 68.83417°ختيځ |
د جوړولو لګښت | 236 میلیونه |
چلوونکی(ي) | Afghanistan |
برېښنابند او اوبوېستوني | |
برېښنابند ډول | د اوبو ذخیره |
جيګوالی | ۱۱۳ م (۳۷۱ فوټه) |
پراخوالی (بنسټ) | ۶۰ م (۱۹۷ فوټه) |
کاسه | |
ټول ظرفيت | ۲۵۰٬۰۰۰٬۰۰۰ م3 (۲۰۲٬۶۷۸ acre·ft) |
د شاه توت بند د افغانستان په ختیځ کي د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالۍ کي موقیعیت لري. د دغه بند د جوړېدو موخه د کابل ښار لپاره د څښاک، اوبولګولو او چاپېریال اوبه برابرول دي. [۱] د دغې پروژې لګښت څه باندي ۲۳۶ میلیونه ډالره اټکل سوی وو. [۲] د پروژې د امکاناتو د مطالعې لپاره 1.86 میلیونه ډالر لګښت راغلی، چي په 2012 کې بشپړه سوه. دا بند به د هندي انجنیرانو په مټ جوړ سي. [۳]
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د ایران له پویاب شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ چي له مخي به یې ایراني شرکت د شاه توت بند د ډیزاین چاري بشپړوي. د شاه توت بند به د کابل په چهار آسیاب او ګاونډیو ولسوالیو کي د ۴۰۰۰ هکتاره ځمکي د خړوبولو ترڅنګ د ۲ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته د څښاک پاکي اوبه برابري کړي. دغه بند به د ده سبز ولسوالۍ ته هم د څښاک پاکې اوبه ورسوي.
- ↑ (په February 9, 2021 باندې). India, Afghanistan Sign Agreement to Build Dam. TOLOnews
- ↑ (په August 20, 2018 باندې). India's Controversial Afghanistan Dams. The Diplomat
- ↑ (په 9 February 2021 باندې). India, Afghanistan sign MoU to build Shahtoot Dam in Kabul | India News - Times of India.