وېليم جېمز

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېليم جېمز
وېليم جېمز
وېليم جېمز
وېليم جېمز

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي ماري ویټون کالکینز   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکې ژبه(ې)
د کړنې څانګه فلسفه
ساپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اغېزمن شوی له بلیز پاسکال
رالف والډو ایمرسن   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحريک پراګماتيزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام جېمز (جنوری ۱۱، ۱۸۴۲ – اګست ۲۶، ۱۹۱۰ ز) یو امریکایی فیلسوف، تاریخپوه او ارواپوه دی چې په لومړي ځل يې په امریکا کې د ارواپوهنې درس ورکاوه. جېمز د ۱۹مې پېړۍ مخکښ مفکر بلل کېږي او د امریکا یوترټولو اغېزمن فیلسفوف دی چې "د امریکا د ارواپوهنې" پلار لقب يې هم ورکړی دی.[۳][۴][۵][۶]

له چارلس سندرېس پییرس سره یوځای، جېمز د پراګماتیزم په نامه د ارواپوهنې یو مکتب رامنځته کړ چې د عملي ارواپوهنې یو له بنسټګرانو هم ګڼل کېږي. د عمومي ارواپوهنې د بیاکتنې (Review of General Psychology) خپرونې یوه شننه چې په ۲۰۰۲ز کال کې خپره شوه، جېمز د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو وتلی څوارلسم ارواپوه بللی دی. د امریکايي ارواپوهانو (American Psychologist) خپرونې په ۱۹۹۱ز کال کې جېمز د تجربوي ارواپوهنې د بنسټګر ویلهېلم وونډټ څخه وروسته په دویم مقام کې راوستی دی. جېمز همدا ډول یو فلسفي لیدلوری لري چې افراطي تجربه پالنه (radical empiricism) یې بولي. د جېمز آثارو پر نورو فیلسوفانو او علمي شخصیتونو اغېز کړی دی، لکه: اېمیلي ډرکهېیم، ډبلیو اي ډي دو بوویس، اېډمونډ هسرل، برتراند راسل، لډوېګ وېټګېنشټاین، هیلري پوټنم، ریچارډ رورټي او مریلیان رابینسن. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

جېمز په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد او د سویدنبرګیزم الهیاتو عالم مشر هېنري جېمز زوی او د نامتو ناول لیکونکی هېنري جېمز او خاطره لیکونکي الیس جېمز ورور دی. جېمز طب ولوست او په هاروارډ پوهنتون کې يې اناتومي ولوسته، خو هېڅکله يې طبابت ونه کړ. پر ځای يې لومړی ارواپوهنې او بیا فلسفې ته مخه کړه. جېمز په ډېرو موضوعاتو لیکل کړي دي، لکه شناخت شناسی (epistemology)، تعلیم، میتافزیک، ارواپوهنه، مذهب ، عرفان او تصوف. د هغه د ډېرو اغېزناکو کتابو په لړ کې دا کتابونه راځي: د ارواپوهنې اصول (The Principles of Psychology)، د اراواپوهنې په څانګه کې مخکښه لیکنه، په افراطي تجربه پالنه کې مقالې (Essays in Radical Empiricism)، په فلسفه کې مهمه لیکنه او د دیني تجربې ګڼوالی (The Varieties of Religious Experience)، د مذهبي تجربو د بېلابېلو بڼو څېړنه، لکه: د ذهني درملنې نظریې. [۱۲]

دکوچنیوالي دوره

ویلیام جېمز په برازیل کې، ۱۸۶۵ز

ویلیام جېمز، د نیویارک ښار د اسټور په کور کې د ۱۸۴۲ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه وزېږېد. هغه د مشر هېنري جېمز زوی و. مشر هېنري د سویدنبرکیزم الهیاتو یو پیژندل شوی او په خپلواکه توګه شتمن او د الهیاتو عالم و چې د خپل وخت د ادب او روڼ اندو غوره کسانو سره يې ملګري درلوده. د جېمز د کورنۍ اندېشورانه لاسبری او د دې کورنۍ د ډېرو غړو مکاتباتي استعدادونه تل د دې لامل شوي چې دا کورنۍ د تاریخپوهانو، ژوندلیک لیکونکو او منتقدینو د پام وړ وګرځي او د بحث موضوع يې واوسي. 

ویلیام جېمز د اطلس سمندر ورهاخوا متنوع زده کړې ترلاسه کړې، جرمني او فرانسوي ژبه يې ښه پوره زده کړه. د جېمز په کورنۍ کې زده کړې نړیوالې وې. کله چې جېمز ماشوم و، کورنۍ يې اروپا ته دوه ځلې سفر درلود، خو وروسته په خپله جېمز اروپا ته د خپل ژوند په اوږدو کې دیارلس ځلې تللی دی. جېمز د رسامۍ سره مینه درلوده او د هنر سره د لېوالتیا له کبله يې د روډ ټاپو په نیوپورت کې يې د ویلیام موریس هانټ په سټوډیو کې شاګردي هم کړې ده، خو پلار يې پرې ټینګار کاوه چې د دې کارونو پر ځای باید ډاکټر شي. طبابت د جېمز له غوښتنو سره برابر نه و، نو ځکه یې وویل چې غواړي په فیزيولوژۍ کې تخصص ولري، خو ویې ولیدل چې فیزيولوژي يې هم په طبیعت برابره نه ده، نو ویې ویل چې: په عصبي سیسټم او ارواپوهنه کې به تخصص اخلي. جېمز په ۱۸۶۱ز کال کې د هاروارډ کالج په لاورېنس علمي ښوونځي کې علمي زده کړو ته مخه کړه.

په ځوانۍ کې، جېمز ډول ډول فزیکي ناجوړتیاوې درلودې، لکه: په سترګو، ملا، خېټه او پوټکي کې. هغه لږ په غوږونو دروند هم و. ډول ډول اروايي ستونزې يې هم چې هغه وخت يې نیوراستېنیا (neurasthenia) بللې او د ژور خپګان څو دورې يې هم تېري کړي چې په میاشتو میاشتو يې د ځان وژنې فکر هم کړی دی. د هغه دوه کشران وروڼه کارت وېلکېنسون (ویلکي) او رابرتسن (باب) په کورنۍ جګړه کې وجنګېدل. په خپله جېمز د سولې لپاره غږ اوچت کړی و. د هغه وړاندیز دا و چې ځوانان دې په پوځ کې د خدمت پر ځای په عامه خدماتو کې کار وکړي چې" ماشومانه عادتونه يې له منځه لاړ شي". نور درې وروڼه او خویندې به یې (ویلیام، هېنري او الیس جېمز) هم کله ناکله رنځورې وې. [۱۳]

(د هغه د لیکوال ورور هېنري جېمز په وینا): ویلیام جېمز په ۱۸۶۴ز کال کې د هاروارډ په طبي پوهنتون کې طبي زده کړې ترلاسه کړې دي. هغه د ۱۸۶۵ز کال په پسرلي کې رخصتي واخیسته، تر څو د آمازون پر سیند د طبعیت پېژندوکي لویس اګاسیز سره یوځای په علمي ماموریت کې برخه واخلي، خو د اتو میاشتو څخه وروسته یې خپل سفر لغوه کړ، ځکه سخته سمندري ناروغي او خفیف چیچک ورته پیدا شوي وو. په ۱۸۶۷ز کال یې یو ځل بیا د ناجوړۍ له امله په زده کړو کې ځنډ راغی. هغه جرمني ته د درملنې په لټون ولاړ او د ۱۸۶۸ز کال تر نومبره پورې هملته پاتې شو، دی هغه مهال ۲۶ کلن و. په دې موده کې هغه په لیکلو پیل وکړ او په ادبي مجلو او مهالنیو کې به يې د خپلو کارونو بیاکتنې خپرېدلې، لکه: د شمالي امریکا بیاکتنې مجله (North American Review).

جېمز په پای کې په ۱۸۶۹ز کال کې له طب څخه فارغ شو، خو هېڅکله يې ډاکټري ونه کړه. د هغه په خپله وینا: "د روح ناروغي" يې په ۱۸۷۲ز کال کې وروسته له هغه جوړه شوه، چې پراخې فلسفي پلټنې يې وکړې. هغه په ۱۸۷۸ز کال کې له الیس ګیبنز سره واده وکړ. په ۱۸۸۲ز کال کې، دی له عرفاني ټولنې (Theosophical Society) سره یوځای شو. [۱۴]

جېمز په جرمني کې ډېر ګټور وخت تېر کړ او هلته یې د طب پر ځای په فلسفه او ارواپوهنه کې لېوالتیا له زړه ډېره شوه. وروسته په ۱۹۰۲ز کال کې جېمز ولیکل: ما طب د دې لپاره ولوست چې ډاکټر شم، خو دا به مې برخلیک و چې ارواپوهنې او فلسفې ته ورننوتم. ما هېڅکله فلسفي زده کړې نه وې کړې او د ارواپوهنې لومړنی درس چې ما واورېد، همغه و چې په خپله مې وړاندې کاوه. [۱۵]

په ۱۸۷۵-۱۸۷۶ زکې، جېمزهېنري پیکرېنګ باودیچ (۱۸۴۰-۱۹۱۱ز)، چارلېس پیکرینګ پوټنام (۱۸۴۴-۱۹۱۴ز) او جېمز جکسون پوټنام (۱۸۴۶-۱۹۱۸ز) په ګډه د نیویارک ایالت د اېسېکس کاونټۍ په سینټ هوربرټس کې د پوټنام کمپ بنسټ کېښود. [۱۶]

کاري ژوند

جېمز د خپل ژوند په اوږدو کې له ګڼو لیکوالانو او پوهانو سره راشه درشه درلوده، لکه میرنی پلار رالف والډو امېرسن، د هغه میرنۍ زوی ویلیام جېمز سیدیس او چارلس سندرېس پییرس، برتراند راسل، جوسیا رایس، ارنسټ ماچ، جان ډېوې، ماسېدونیو فرناندیز، والټر لېپمن، مارک ټواین، هوراتیو الګر، جي سټنلی هال، هېنري برګسن، کارل جنګ، جېن آډمز او سیګمون فرویډ.

جیمز خپل ټول اکاډمیک کاري ژوند په هارواډ کې تېر کړ. دی د ۱۸۷۳ز کال په پسرلی کې د فیزیولوژۍ استاد وټاکل شو، په ۱۸۷۳ز کال کې د اناتومۍ او فیزیولوژۍ استاد، په ۱۸۷۶ز کال کې د ارواپوهنې مرستیال پروفیسور، په ۱۸۸۱ ز کې د فلسفې مرستیال پروفیسور، په ۱۸۸۵ز کې پروفیسور، په ۱۸۸۹ زکې د ارواپوهنې چوکۍ ورکړل شوه، په ۱۸۹۷ز کال کې فلسفې ته ورستون شو او په ۱۹۰۷ز کال کې د فلسفې متقاعد استاد شو. [۱۷]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118556851  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://libris.kb.se/katalogisering/qn245bz84tzvzsp — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
  3. T.L. Brink (2008) Psychology: A Student Friendly Approach. "Unit One: The Definition and History of Psychology". p. 10
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. J. H. Korn, R. Davis, S. F. Davis: "Historians' and chairpersons' judgements of eminence among psychologists". American Psychologist, 1991, Volume 46, pp. 789–792.
  9. "Wilhelm Maximilian Wundt" in Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  10. Tom Butler-Bowdon: 50 Psychology Classics. Nicholas Brealey Publishing 2007. ISBN 1857884736. p. 2.
  11. "William James". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Center for the Study of Language and Information (CSLI), Stanford University. 
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Antony Lysy, "William James, Theosophist", The Quest Volume 88, number 6, November–December 2000.
  15. Ralph Barton Perry, The Thought and Character of William James, vol. 1, (1935), 1996 edition: ISBN 0-8265-1279-8, p. 228.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. Note: This includes Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. and Accompanying photographs
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.