د یونان کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د یونان کورنۍ جګړه
عامه معلومات
عمومي معلومات
civil war (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
د پيل موده
۳۰ مارچ ۱۹۴۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پاي
۱۶ اکتوبر ۱۹۴۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال

د یونان هېواد کورنۍ جګړه (په یوناني ژبه کې ο Eμφύλιος [Πόλεμος]، o Emfýlios [Pólemos]، « The Civil War») ۱۹۴۳ نه تر ۱۹۴۹ ز کلونو کې پېښ شوه. دا جګړه تر ډېره د یونان هېواد تاسیس شوې پاچاهۍ پر ضد (د انګلستان او امریکا په ملاتړ) ترسره شوه، چې په پایله کې پاچاهۍ کامیابه شوه. بایلونکی اپوزیسیون د یونان هېواد کمونیست ګوند (KKE) او د دې ګوند نظامي ډلې په وسیله، د یونان ډیموکراټیک پوځ (DSE) او د خلق ډیموکراټیک جمهوريت موقت دولت په وسیله اداره کېده. یرغلګر او یاغیان د یوګوسلاویا او شوروي اتحاد له لوري ملاتړ کېدل. دا جګړه او نښته د د کمونستانو تر واکمنۍ لاندې د کین اړخو د مقاومت اړوند سازمان EAM-ELAS او د کمونیزم ضد مقاومتي پوځونو تر منځ پیل شوه، چې د یو بل متحدین و او وروسته بیا د یونان دولت او کمونستانو تر منځ په یوه لویه کورنۍ جګړه بدله شوه، په پایله کې دا جګړه د یوناني پوځ په وسیله د DSE د ماتې لامل شوه.[۱]

کورنۍ جګړه د کین اړخو او ښي اړخو ایدیولوژیو ترمنځ د یوې قطبي مبارزې نتیجه وه، چې په ۱۹۴۳ ز کال کې پیل شوه. له ۱۹۴۴ ز کال نه وروسته د دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۴۱ – ۱۹۴۴ ز کلونو) د اشغال محوره دورې پای ته رسېدو له امله د رامنځته شوې خلا پر بنسټ هر اړخ یاد هېواد کې د واک ترلاسه کول خپله موخه وګرځوله. دا مبارزه د سړې جګړې لومړۍ نیابتي جګړه وه او دغه راز له سړې جګړې نه وروسته د متحدینو له خوا د یو بهرني هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لومړۍ بېلګه وه. په اوږدمهاله توګه د مهارولو د سیاست پلي کول د دې لامل شو چې یونان د امریکې متحده ایالتونو په وسیله (د ترومان نظریې او د مارشال د طرحې پر بنسټ) مالي تمویل شي، چې بیا په ۱۹۵۲ ز کال کې له ناټو سره یوځای شو. حال دا چې یرغلګر او یاغیان د شوروي اتحاد جوزف استالین، چې غوښتل یې جګړه پای ته ورسوي او یوګوسلاویا یعنې جوزیف بروز تیتو، چې غوښتل یې جګړه دوام وکړي د دې دواړو تر منځ د ژورو اختلافاتو له امله شورشیان او یرغلګر ډېر کمزوري شوي وو. [۲][۳][۴]

د کورنۍ جګړې لومړۍ نښې د ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۴ ز کلونو په لړ کې د محوریانو په وسیله د یونان د اشغال په وخت کې رامنځته شوې. په داسې شرایطو کې چې د یونان دولت په جلا وطنۍ او تبعیدي حالت کې پر کورنیو چارو د اغېز ښندلو وړتیا نه درلوده، نو په دې شرایطو کې بېلابېلې مقاومتي ډلې رامنځته شوې، چې بېلابېلې سیاسي وابستګۍ یې لرلې او ډېری فعاله او مخکښې ډلې یې د ملي ازادۍ کین اړخې جبهې (EAM) او د دې جبهې نظامي ډله د یونان د خلکو د ازادۍ پوځ (ELAS) ډلې وې، چې په عملي توګه د KKE په وسیله کنترولېدې. د ۱۹۴۳ ز کال له مني موسم نه وروسته د EAM او نورو مقاومتي ډلو ترمنځ پراخې نښتې رامنځته شوې، چې د ۱۹۴۴ ز کال تر اوړي موسم پورې یې دوام وکړ، یعنې هغه وخت چې د ملي وحدت یو مشترک حکومت U=IAM  په رامنځته کولو باندې توافق وشو، چې د ESM شپږ تنه یې FAW سره اړوند شپږ تنه تړلي وزیران و... 

د کورنۍ جګړې سمدستي پیل د ۱۹۴۴ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۳مه نېټه، یعنې له سیمې نه د المانیانو د شاتګ څه کم دوه میاشتې وروسته پېښ شو. د خلع سلاح کولو له امر نه وروسته کیڼ اړخو یا چپیانو له دولت نه استعفا وکړه او د مقاومت غوښتونکي شوو. د Dekemvriana پاڅون راپورته شو، د یونان دولت پوځيانو د EAM پلویانو پر یوې لویې تجمع ډزې وکړې، ۲۸ تنه پاڅونوال یې ووژل او په لسهاوو نور یې زخمیان کړل. دا پاڅونونه د ملګرو د معافیت او بې وسلې کولو عمومي هدایت پر وړاندې د خوندیتوب اړوند پاڅون په پلمه تنظیم شوي وو، چې د رونالد اسکوبي (په یونان کې د انګلیسانو قومندان) په وسیله لاسلیک شوی و. له دې امله رامنځته شوې جګړې ۳۳ ورځې دوام وموند او په پای کې د EAM د ماتې لامل شو. د وارکیز تړون بل فرمان د ۱۹۴۵ ز کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شو، چې د کیڼ اړخو سازمانونو د لاسبري د ختمولو لپاره و؛ په دې توګه ELAS هومره بې وسلې او خلع سلاح شوو، چې ډېر ژر یې خپله ګوندي ځانګړنه له لاسه ورکړه، چې په پای کې د KKE تر واک لاندې راغی. [۵]

د ELAS پخوانۍ ګوندي ډلې، چې په خپلو پټنځایونو کې ځای پر ځای شوې وې او د KKE په وسیله کنترولېدې، کله چې هغوی DSE او د هغه اړوند عالي پوځ مرکزي دفترونه تنظیم کړل، نو په ۱۹۴۶ ز کال کې جګړه پیل شوه. KKE د دې هلو ځلو ملاتړ وکړ او داسې پرېکړه یې وکړه، چې دا حکومت چې د ۱۹۴۶ ز کال تر ټاکنو وروسته جوړ شو او KKE ورسره پرېکوڼ کړی و، نو په نړیواله کچه د دې په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر وړاندې د اقدام کولو لپاره هېڅ بله لاره نشته. کمونیستانو د ۱۹۴۷ ز کال په ډسمبر میاشت کې یو موقت حکومت جوړ کړ او DSE یې د دې حکومت نظامي برخه وګرځوله. له یونان سره ګاونډیو کمونیستي هېوادونو لکه البانیا، یوګوسلاویا او بلغارستان د دې موقتي دولت او په تېره بیا د یونان په شمالي برخه کې د دوی د فعالو ځواکونو لوجستیکي ملاتړ وکړ.

له ۱۹۴۶ نه تر ۱۹۴۸ ز کاله پورې د دولتي ځواکونو له یو شمېر ماتو او تېروتنو سره سره، بلاخره د امریکا د مرستو زیاتوالی، د مناسبه اندازه ځواکونو د راجلبولو په برخه کې د DSE ناکامي او په ۱۹۴۸ ز کال کې د تیتو – استالین د پاشلتیا او وېش اغېزې او دغه راز د غربي متحدینو اړوند دولتي ځواکونو بریا د دې لامل شوه، چې یونان په ۱۹۵۲ ز کال کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ او په دې توګه د ایجن په سمندر کې د ټولې سړې جګړې لپاره د قدرت ایدیولوژيکي توازن په تعریفولو کې یې مرسته وکړه. کورنۍ جګړې بیا هم یونان د کمونیستي ایدلوژۍ ضد یو شمېر سختو امنیتي ترتیباتو سره مخ کړ، چې ۱۹۴۷ نه تر ۱۹۶۷ ز کاله پورې په یونان کې د نظامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شو.

مخینه: ۱۹۴۱ ز – ۱۹۴۴ ز[سمول]

مبدا، سرچینه[سمول]

کله چې د ۱۹۴۱ ز کال په اپریل میاشت کې د محور ځواکونه اتن ښار ته نېږدې شوو، پاچا دویم جورج او دولت یې مصر هېواد ته وتښتېدل، چې هلته یې تبعیدي دولت اعلان کړ، چې وروسته د بریټانیا هېواد په وسیله په رسمیت وپېژندل شو؛ خو شوروي اتحاد په رسمیت و نه پېژانده. د بریټانیا صدراعظم وینستون چرچیل د یونان پاچا دویم جورج دې ته وهڅاوه ترڅو یوه معتدله کابینه وټاکي. په پایله کې د هغه یوازې دوه تنه وزیران د یوانیس متاکساس تر مشرۍ لاندې د وخت د اګست د ۴ رژیم اړوند مخکیني غړي و، چې دواړو په یوه کودتاه کې له پاچا سره د مرستې لپاره واکونه ترلاسه کړي وو او د ۱۹۳۶ ز کال له اګست میاشتې راهیسې یې پر یونان حکومت کاوه. د یونان په کورنیو چارو باندې د تبعیدي دولت د اغېز کمزورتیا د دې لامل شوه، چې یاد حکومت د ډېریو خلکو له ذهنه وغورځي. په همدې وخت کې المانیانو په اتن کې یو مرستندویه دولت جوړ کړ، چې له هرډول مشروعیت او ملاتړه بې برخې و. د جګړې پرمهال د ناسم اقتصادي مدیریت له امله بېساری انفلاسیون، د خوراکي توکو شدید کمښت او د ملکي وګړو ترمنځ قحطي ډېره شوه، نو دا لاسپوڅي رژیم لا ډېر کمزوری شو.

هغه خلا چې په یونان کې د واک اشغال رامنځته کړه، د مقاومت اړوند څو بېلابېلو خوځښتونو په وسیله ډکه شوه، چې له سلطنتي ایدیولوژیو نیولې تر کمونیستي ایدیولوژۍ په کې شاملې وې. مقاومت لومړی په شرقي مقدونیه او ترکیه کې را پیل شو، یعنی هغه ځای کې چې بلغارستاني سرتیرو یونان اشغال کړ. ډېر ژر د شمالي یونان (YVE) اړوند مدافعینو په وسیله پراخ لاریونونه په ډېریو ښارونو کې رامنځته شوو، همدارنګه د هېواد پالنې اړوند سازمان هم ستر لاریونونه تنظیم کړه. سره له دې تر ټولو لویه ډله چې رامنځته شوه هغه د ملي خپلواکۍ جبهه (EMA) وه، چې د ۱۹۴۱ ز کال د سپتمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د څلورو کیڼ اړخو ګوندونو د استازو په وسیله تأسیس شوه. په دې توګه EAM د دې په اعلانولو سره چې د فاشیسم پر وړاندې د یوې پراخې متحدې جبهې رامنځته کولو په برخه کې د شوروي له سیاست نه ملاتړ کوي، په دې توګه یې د ګڼ شمېر غیرکمونیستي هېوادپالو ملاتړ ترلاسه کړ.

دې مقاومتي ډلو د اشغالګرو قوتونو پر ضد یو شمېر بریدونه ترسره کړه او لویې جاسوسي شبکې یې جوړې کړې. په دې توګه د EAM کمونیستي مشرانو له جګړې وروسته په یونان باندې د واکمنۍ لپاره پلان جوړ کړی و. له همدې امله ډېری وخت په زور به یې دا هڅه کوله، ترڅو د مقاومت نورې یوناني ډلې (لکه د ملي او ټولنیزې ازادۍ EKKA) کنترول له منځه یوسي. د دې ډلې مشر دیمیټریوس پساروس د ELAS ډلې اړوند ګوندونو په وسیله د ترهګریزو پېښو پر وړاندې  مبارزه پیل کړه. کله چې د ۱۹۴۴ ز کال په اکټوبر میاشت کې ازادي راغله، نو یونان له یو بحراني حالت سره مخ و، چې ډېر ژر د کورنۍ جګړې د پیلېدو لامل شو.

سرچينې[سمول]

  1. Nikos Marantzidis and Giorgos Antoniou. "The Axis Occupation and Civil War: Changing trends in Greek historiography, 1941–2002." Journal of Peace Research (2004) 41#2 pp: 223–231.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Robert Service summarizes Soviet vacillations: Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. (په 28 March 2015 باندې). The readers’ editor on … Athens, 1944. The Guardian.