نیمروز ولایت
نیمروز د افغانستان سویل لویدیځ ته پروت ولایت دی سویل ته د پاکستان او لویدیځ ته د ایران سره پوله لرې ختیځ ته یې هلمند او شمال ته یې د فراه ولایت مو قیعت لرې. زرنج ښار دیاد ولایت مرکز دی مساحت یې 41005 کیلومتره مربع او نفوس یې د ۲۰۲۱ز کال اټکل له مخی 186,963 نفره دې. ددې ولایت ډېری او سیدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې میشت دي. دغیر رسمی سرچینو له مخې ددی ولایت قومي جوړښټ اټکل شوی دی خو دقیق خبره دا ده چې نیمروز د افغانستان یوازینی ولایت دی چې بلوڅانو پکې اکثریت دي او ګڼ شمېر پښتانه هم پکې ژوند کوي. ددې ترڅنک په یاد ولایت کې کم شمیر کوچیان هم میشت دي. د نیمروز ولایت ولسوالۍزمكنې جوړښتنفوسد نیمروز ولایت 186,963 وګړې لري. فرهنگي، علمي او اجتماعي حالتتاريخیعقوب لیث صفاري په دغه ساحه کې ژوند کول چې پخوا د سیستان په نوم یادېدل او د زرنج ښار په ۸۶۰ز کال کې د صفاریان حکومت جوړ شو او دغه ښار د هغوی پلازمېنه وو. د افغانستان معاصر حکومت کې دغه ولایت تر ۱۹۶۸ زیړدیز کال پورې د فراه-چخانسور ولایت یوه برخه وو او سر له دغه کال نه نمیروز ولایت د افغانستان په تشکیلاتو اضافه شول او فراه ځانته جلا ولایت جوړ شو. د اوبو سرچينېد خاشرود سند د دې ولایت څخه تیریږي او له شمال ختیځ څخه سویل لویدیځ په لور د هلمند هامون ته لویږي. مهم لاسته راوړنېاړيكتيايي سېسټمځنگلونهسیاستنیمروز ولایت یو اهمه سیاسي جغرافیه لري جې د سویل له خوا نه د ډیورنډ کرښهسره او د لویدیځ خوا نه ایران سره پوله لري او د افغانستان حلقوی سړک چې لویدیځ ولایتونه له سویل او بیا مرکز کابل ته نښلوي د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ څخه تیریږي. ځکه نو د افغانستان په اوږد مهاله جګړو کې نیمروز ولایت هم جوړ پاتې شوی ندی. اخځليك
|