نیمروز ولایت
نیمروز د افغانستان سویل لویدیځ ته پروت ولایت دی سویل ته د پاکستان او لویدیځ ته د ایران سره پوله لرې ختیځ ته یې هلمند او شمال ته یې د فراه ولایت مو قیعت لرې. زرنج ښار دیاد ولایت مرکز دی مساحت یې 41005 کیلومتره مربع او نفوس یې د ۲۰۲۱ز کال اټکل له مخی 186,963 نفره دې. ددې ولایت ډېری او سیدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې میشت دي. دغیر رسمی سرچینو له مخې ددی ولایت قومي جوړښټ اټکل شوی دی خو دقیق خبره دا ده چې نیمروز د افغانستان یوازینی ولایت دی چې بلوڅانو پکې اکثریت دي او ګڼ شمېر پښتانه هم پکې ژوند کوي. ددې ترڅنک په یاد ولایت کې کم شمیر کوچیان هم میشت دي.
د نیمروز ولایت ولسوالۍ
زمكنې جوړښت
نفوس
د نیمروز ولایت 186,963 وګړې لري.
فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت
تاريخ
یعقوب لیث صفاري په دغه ساحه کې ژوند کول چې پخوا د سیستان په نوم یادېدل او د زرنج ښار په ۸۶۰ز کال کې د صفاریان حکومت جوړ شو او دغه ښار د هغوی پلازمېنه وو. د افغانستان معاصر حکومت کې دغه ولایت تر ۱۹۶۸ زیړدیز کال پورې د فراه-چخانسور ولایت یوه برخه وو او سر له دغه کال نه نمیروز ولایت د افغانستان په تشکیلاتو اضافه شول او فراه ځانته جلا ولایت جوړ شو.
د اوبو سرچينې
د خاشرود سند د دې ولایت څخه تیریږي او له شمال ختیځ څخه سویل لویدیځ په لور د هلمند هامون ته لویږي.
مهم لاسته راوړنې
اړيكتيايي سېسټم
ځنگلونه
سیاست
نیمروز ولایت یو اهمه سیاسي جغرافیه لري جې د سویل له خوا نه د ډیورنډ کرښهسره او د لویدیځ خوا نه ایران سره پوله لري او د افغانستان حلقوی سړک چې لویدیځ ولایتونه له سویل او بیا مرکز کابل ته نښلوي د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ څخه تیریږي. ځکه نو د افغانستان په اوږد مهاله جګړو کې نیمروز ولایت هم جوړ پاتې شوی ندی.
اخځليك
- د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
- د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
- http://www.nps.edu/Programs/CCS/Docs/Executive%20Summaries/Nimroz%20Executive%20Summary1.pdf
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- د افغانستان ولايتونه
- نخشه لرونکي مخونه